مصدر عربي کلمه ده چې د راوتو ځای ته وايي او په اصطلاح کې د مصدر اسم هغه کلمې ته وايي چې د یوکار کېدلو یا نه کېدلو اظهار ترې کېږي خو چې د زمانې تعلق ورسره نه وي؛ لکه: خوړل ، څښل ، خندل، ژړل…
مصدر ته پوهاند ډاکټرمجاور احمد زیار کړنومی وايي او ځیني نور یې ناپای یا ناتمام مصدر بولي چې د لاتین د (infinitive) ژباړه ده، دا نومونه دومره بده نه ده ځکه چې ناتمامه پېښېدنه څرګندوي او نوموي یې چې په شخص، زمانې او داسې نورو پورې هېڅ اړه نه لري.
په پښتو ژبه کې مصدر له یومورفمیز روستاړي(ل) څخه پېژندل کېږي چې همدغه روستاړی د فعل په ریښې پورې نښلي خو شرط یې دادی چې مورفیم ساده وي او که مورفیم اشتقاقي یا ترکیبي وي نو مصدري روستاړی(ل) له تنې سره نښلي نه له ریښې سره. هغه فعلونه چې مصدري روستاړی یې په ریښې پورې نښلي؛ لکه : موندل، خوړل، زبېښل، څښل، شړل….
هغه فعلونه چې مصدري روستاړی یې تنې پورې نښلي؛ لکه: یوځای کېدل، پرېوتل، غورځول…
په پښتو ژبه کې مصدر زیاتره وخت یوازې د فعل په توګه استعمالېږي او د ګردان پر وخت یې ځینې برخې له اصله لوېږي او کله کله په ځینو زمانو کې له مصدر څخه هېڅ ګټه نه اخیتل کېږي بلکه په بلې کلمې اوړي.
د مصدر دنده دا چې یو فعل نوموي یعنې څنګه چې نورشیان او پدیدې نوم لري؛ لکه: ونه، قلم، ډبره، هېواد ، سړی… همدا راز فعل هم نوم لري چې مصدر دی. څرنګه چې مصدر د فعل نوم دی او زمانه ترې نه څرګندېږي خو کله کله مصدر سره له دې چې فعل نوموي د فعل زمانه هم څرګندوي:
۱ – تېرمهال حکمي متعدي فعلونو کې:
کله چې فعل حکمي متعدي وي او زمانه استمراري تېرمهال وي نو فعل د مصدر په بڼه راځی؛ لکه:
مفرد جمع
لومړی شخص ما ځغاستل مونږ ځغاستل
دویم شخص تا ځغاستل تاسې ځغاستل
درېیم شخص ده/دې ځغاستل دوی ځغاستل
۲ – تېرمهال متعدي فعلونو کې:
کله چې فعل متعدي وي او مفعول جمع مذکر غایب او زمانه استمراري تېرمهال وي نو فعل د مصدر په بڼه راځي؛ لکه: تا ناکونه خوړل. ما خټکي خوړل. تاسې خطونه لیکل.
۳ – تېرمهال لازمي فعلونو کې : کله چې فعل لازمي وي، فاعل جمع مذکر غایب او زمانه استمراري تېرمهال وي نو فعل د مصدر بڼه غوره کوي؛ لکه : دوی تلل. هغوی راتلل. محصلین کړېدل. …
ډېرگړی نابشپړ تېرمهال کړ (ماځغاستل، دوی تلل ،،،) مصدر نه ، بلکې گرداني ځېل دی
مورفیم اشتقاقي او ترکیبي نه وي؛ موږ د مورفیم تعریف کې وایو تر ټولو کوچنی معنالرونکی واحد که وشنل شي چې معنا له لاسه ورکوي. مورفیم په دوه ډوله دی ۱- خپلواک ۲- ناخپلواک
د بیلګې په ډول موږ د کور او نۍ دوه مورفیمونه خپلواک اږ ناخپلواک یو ځای کوو چې درېيمه کلمه ترې جوړبږي چې کورنۍ دی.
دلته موږ کورنۍ ته مورفیم نشو ویلای بلکې دا کلمه دی.
کلمه درې ډوله دی ساده، اشتقاقي اړ مرکبه.
یوازې ساده کلمې خپلواک مورفیمونه کېدلای شي.