شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهند ۳۱ سپوږمکۍ په یو وار فضا ته واستولې

هند ۳۱ سپوږمکۍ په یو وار فضا ته واستولې

تاند- هند، چې د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ په ټکنالوژۍ کې هم اوچت ګامونه اخلي، د جمعې په ورځ/ جون ۲۳/  په یوه توغندي کې فضا ته خپلې او د نورو هیوادونو ۳۱ کوچنۍ سپوږمکۍ واستولې.

د دغو سپوږمکیو اکثره د اروپايي هیوادونو دي چې غواړي له فضا څخه په لوړ کیفیت یا لوړ روزولوشن د مځکې عکسونه واخلي.

امریکا او په فضايي صنعت کې څو نور پرمختللي هیوادونه هم د نورو هیوادونو سپوږمکۍ فضا ته لېږي خو د هند کمال دا دی چې په لږ مصرف یې لېږي.

هند د سپوږمکیو لېږدونکی توغندی د اندراپردېش ایالت له سرهریکوټا څخه وتوغاوه.

دا توغندی د هند او ۱۴ نورو هیوادونو لکه اتریش، چک جمهوریت، بلجیم، لاتویا، لیتوانیا او سلواکیا سپوږمکۍ لېږدوي.

مودي په بریالي ډول په یو وار د ۳۱ سپوږمکیو د لېږدولو په خاطر د خپل هیواد د فضايی تحقیقاتو ادارې ته مبارکي ورکړه او د هغوی دا کار یې د هند لپاره ویاړ وباله.

هند له دې لارې ډېر عاید ترلاسه کوي.

د سپېس فونډېش د ادارې له معلوماتو سره سم، په ۲۰۱۵ م کال په نړۍ کې د فضايي صنعت ارزښت یا له دې لارې د عایدو اندازه ۳۲۳ ملیارد ډالره وه خو هند د دغو پیسو په سلو کې صفر اعشاریه ۶ ترلاسه کولې.

د جمعې په ورځ د هند له لوري په یو وار د ۳۱ سپوږمکیو تر لېږلو ۱۸ ورځې مخکې هند ۳ ټنه درنه سپوږمکۍ مدار ته واستوله.

تر هند مخکې یوازې امریکا، روسیې، جاپان، چین او د اروپا فضايي ادارو مدار ته سترې سپوږمکۍ لېږلي دي.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب