شنبه, مې 4, 2024
Homeکلتورسینماعدنان سمیع د «افغان د یوه کور په لټه کې» رول لوبوي

عدنان سمیع د «افغان د یوه کور په لټه کې» رول لوبوي

تاند- مشهور پاکستانی سندرغاړی عدنان سمیع، چې اوس په هند کې اوسي، د لومړي ځل لپاره په یوه فلم کې د یوه افغان رول لوبوي.

دا فلم، چې «افغان د یوه کور په لټه کې» نومېږي، د یوه افغان سندرغاړي د ژوند په اړه دی چې د جګړې له کبله له افغانستانه وتلو ته اړ شوی او یوه داسې هیواد ته پناه وړي چې هلته موسیقي ارزښت نه لري.

د افغان په رول کې د عدنان سمیع لومړني تصویرونه د دغه فلم د ډایرکترانو (رادیکا راو) او (ویني ساپرو) له لوري په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي.

په دغو عکسونو کې لیدل کېږي چې عدنان سمیع اوږده ږیره او برېت لري او ژېړرنګه لونګۍ پر سر ده.

داسې ښکاري چې «افغان د یوه کور په لټه کې» فلم کیسه د عدنان سمیع د ژوند له اصلي کیسې سره ورته والی لري.

پاکستان په ۲۰۱۵ م کال له عدنان سمیع څخه تابعیت واخیست او پاسپورټ یې ورفسخه کړ.

عدنان سمیع، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې په هندوستان کې اوسي، تېر کال په ټویټر کې ولیکل چې له هند سره مینې اړ ایستلی چې په دغه هیواد کې پاتې شي او نور د پاکستان زرغون رنګه پاسپورټ ته اړتیا نه لري.

له دې خبرې وروسته د پاکستان حکومت د عدنان سمیع پاسپورټ او تابعیت لغوه کړل.

عدنان سمیع اوس د هند تابعیت لري او په لسګونو هندي فلمونو کې یې کار کړی دی.

عدنان سمیع په ځلونو په مرکو کې ویلي چې نیکونه یې د افغانستان د هرات ولایت دي او له افغانستان سره د زیاتې مینې له کبله یې له یوې افغانې سره واده کړی دی.

د ده لومړنۍ ښځه د پاکستان د هماغه وخت د لوی څارنوال لور زیبا بختیار د کوټې یوه پښتنه وه.

د عدنان سمیع یوه سندره:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب