چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeادبلنډه کیسهغم که هوس/ اجمل پسرلی

غم که هوس/ اجمل پسرلی

 میرمن ینت کوا ماموره ده. دغه بوډۍ چکۍ درې کاله مخکې په هغه ورځ ما خپه لیدلې وه چې مور یې په نهه نوي کلني کې مړه شوې وه خو نن چې زه  د دې دفتر ته ورتلم زوی یې، ځوان زوی یې د زړه د حملې له امله مړ شوی و.

دروازه مې وټکوله. دې د تل په څیر تیز لبسیرین وهلي و، شپو خولۍ یې پر سر وه، سر یې راپورته کړ:

– څه کار دې وو بیا وروسته راشه اوس بوخته یم

له دې خبرې سره ینت کوا سر ښکته کړ او د کمپیوتر په کيبورډ یې لیکل پیل کړل.

ما غاړې تازه کړې ورته ومې ویل:

–  وبخښه کار مې نه درلود بس خوا مې بده شوه، ژوند دی

ینتکوا خپلې شنې سترګې ژر ژر ورپولې، چوکۍ یې راکش کړه مخ یې زما لور ته کړ او ژوره ساه یې واخیسته:

– ته پوهیږي چې هغه په موټر کې ناست و حمله پرې راغلې وه دومره څوک نه و چې روغتون ته یې ورسوي

– زموږ په دین کې دا خبره ده چې اجل راشي هغه وړاندې وروسته کیږي نه

– نه د اجل خبره نه وه، هلته څوک نه و، که چا تر روغتونه رسولی وای اوس به راته ګرځیده.

ینتکوا سړه ساه وایسته بیا یې وویل « بیخي د کور له وره سره حمله پرې راغلې وه ، موټر یې هم اړخ ته درولی و»

ما ورته وویل: دا ژوند همداسې دی، ته حوصله کوه چاره نه شته

د بوډۍ ینتکوا په سترګو کې اوښکې راغونډې شوې، ویې ویل: « په خپل کور کې مې زړه تنګیږي، اوس هیڅوک پکې نه وي که څه هم زوی به مې له کاره ستړی راته او د کمپیوټر شاته ته به ناست و خو زړه به مې تکیه و چې یو څوک خو شته اوس یوازې یم»

– هڅه وکړه چې کور بدل کړې

ینتکوا د میز له سره کاغذي دستمال ورواخیست اوښکې یې پاکې کړي بیا یې وویل:

– کور څرنګه بدل کړم په دې کور کې زما خاطرې دي هغه کونج ته چې میړه به مې پکې ناست و ګورم، خوند اخلم، یوه بل کونج ته چې زوی مې پکې ګرځیده ګورم درد احساسوم خو اوس دا دی دفتر ته راځم هڅه کوم چې دا غم هیر کړم او د زوی د درد له احساسه هم هغسې خوند واخلم لکه د میړه له یاده چې یې اخلم. د میړه له غمه مې هم د هغه د مرګ په لومړیو اونیو کې د درد احساس ډیر و خو اوس مې د میړه او مور مرګ منلی دی کاشکي مې زوی داسې ژر نه مړ کیده زما د عمر لږ شپې پاتې دي اوس ډیر وس نه لرم چې پر ځان فشار راولم او دغه درد په هوس بدل کړم.

1 COMMENT

  1. پسرلی صاحب ښه لیکنه د کړیده
    خوزه دومره وایم چی څوک په تقدیر ایمان او باور نه لری هغوی هیڅکله له غمونو او بی ځایه تشویشونو څخه ځان نه شی خلاصولی خو که یو څوک د غم په وخت دومره او وایی چی څه چی د الله (ج) خوښه وی هغه به کیږی فکر کوم چی د غمونو او بی ځایه تشویشونونه د خلاصون یوازینی لار همداده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب