شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهساینسنجلۍ د ګوګل د عینکو له لاسه جریمه شوه

نجلۍ د ګوګل د عینکو له لاسه جریمه شوه

تاند- د امریکا په متحدو ایالتونو کې یوه ښځه په دې خاطر جریمه شوه چې هم یې موټر تر ټاکلي حد تېز چلاوه او هم یې د موټر چلولو په مهال د ګوګل عینکې پر سترګو وې.

د ګوګل عینکې د پیریانو خولۍ ته ورته شی دی. په دې توپیر چې د پیریانو خولۍ چا لا لیدلې نه ده او نه پلورل کېږي خو د ګوګل عینکې لږترلږه د امریکا په شان د پرمختللیو هیوادونو بازارونو ته راوتلي دي.

سیسلیا ابدي په کلیفورنیا ایالت کې ترافیک پولیسو په دې خاطر ودروله چې موټر یې تر ټاکلي حد تېز و، خو کله چې ترافیک پولیسو د ابدي موټر ودراوه ، که ګوري چې د دې پر سترګو د ګوګل عینکې دي چې تلویزیون پکې لیدل کېږي او ډېر نور فسادونه هم لري. پولیسو په دې خاطر د دې جریمه لا زیاته وټاکله.

پولیسو ورته وویل چې د موټر چلولو په وخت چلوونکی حق نه لري چې تلویزیون وګوري.

خو اغلې ابدي ادعا کوي چې دې د موټر چلولو په مهال تلویزیون نه لید. سر کار دې یې ثابته کړي.

د سرکار تر ثابتولو مخکې راځئ چې د ګوګل جادويي عینکې درښکاره کړو. کېدای شي د ځینو کسانو، په تېره بیا هغوی چې سپوږمۍ ته د انسان ختل، مریخ ته د ستوربېړۍ لېږل او ګڼې نورې ساینسي بریاوې نه مني، باور پرې رانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب