شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبژبه او لیکدودسلمه او نه سلنه:| ډاکتر ماخان میږی شینواری

سلمه او نه سلنه:| ډاکتر ماخان میږی شینواری

  زما دا لیکنې څوکاله پخوانۍ دي، خوخوښ شوم، چې اوس  یې تاسوسره د درنې خپرونې تاند له لارې تاسوسره شریکوم، چې څه غزېدلې دي. دا په دې هیله، چې یا ماته دلیل ووایۍ، چې دا لار پرېږدم اویا تاسو دا درانه لیکوالان د خپلو ناسم بللو ویونوڅخه تیرشۍ.

ډېر درانه اسوشیتد پروفیسور لیوال صاحب!

هیله ده، چې زما سلامونه او نیکې هیلې به ومنې. باور وکړه، چې هیڅ مې زړه نه غواړې ستا له ارزښته ډک وخت ونیسم، خو زما زړه غواړي دا زما لیکني تاسو ته هم وښایم، په دې هیله، چې د وخت د پیداکیدو سره لږ پام ورته راواړوې، خو دومره بیړه مې هم نه ده.

ما د اوبلن په هکله هغه وخت د پښتو نصاب لیکونکو سره  هم خبرې وکړې، خو هغوې ته دا اوبلن – بې له کوم ژبنیزیا سم اندیزدلیله – ښه برېښیده.

د سلنې په هکله هم داسې لږ څه.

موږ له پیداېښته سلمه لرو او په پیداېښت کې ګوتې وهل کله هم سمه لاس ته راوړنه نه لري.

دا د سلمې په ځای سلنه راوړنه کوم ژبپوهنیزاوشمیرپوهنیز بنسټ نه لري اونه یې هغه منځته راوړنکي کوم دلیل ورکړی اونه یې وړکولی شو.

یو څه چې یو ځل ناسم ورځني شي، بیا یې سمول هم ډېر ستونځمن وي.

دا له لارې وتل زما – د یوه شمیرپوهنې لوستونکي –  د پاره زورونه ده.

داسې وی بدلون چې منځ ته راغلې له ۱۷ کاله زیات نه کیږي  او کوم یو لیکونکي رامنځ ته کړې، بې له دې چې په مانا او په پسې ناسمو راتلنو یې وپوهیږي. تر اوسه موږ د داسې سلنې سره مخامخ نه وو.

دا به نوڅنګه او چا یا دکومې رېښې خاوند منځ ته راوړې وي؟

دا چې داسې بلل زرخوریږي، هرومرویوژورنالست به دا کار کړی وي، چې داسې پښتو پوه  اوپه ژبه کې ځانته نوښتګر به هم ځان ته وایي.

دې کس ممکن د ځان سره فکرکړی وي، چې یوڅه نوي را پیداکړي، نو دا سلم ورته ښه نه دۍ برېښیدی اوویلي به یې یي، چې دا سلم خود صدم سره لږ خپلوي لري، نوراځه دا سلن کړه. دا ناسمون یې په خلکو ټپلی. خلک هم داسې یونوي څه زر رااخلي بې له دې، چې په سم او ناسم کې یې فکر وکړي. ټولنه خوپه دې باورلري، چې ژورنالستان خورښتیا وايي او یوژورنالست چې څه وایي، نور باور پرې کوي.

دا کس هرومروپه شمیرپوهنه داسې لږ هم نه پوهیده، که نه دا کاربه یې نه وی کړی.

خبره نه اوږدوم لنډ دا سلنه د شمیرپوهنې په بنسټ څیړم.

د هر څه له مخه به دا ووایم او په دې لوربه کار وکړم،چې ۱۰۰ همداسې یو ګڼ دۍ، لکه۱  ،۲ ،…. ۱۰۵ اونور.

موږلرو: ۱ ، ۲ ،…. ۲۳ ،….. ۸۱، …۹۵ ،…،۱۰۰ ، ۱۰۱ ، ….۱۱۵ ،. ….

که د یوڅه څومره والی غواړووښایو، نو لیکو:

دا په ګڼونو یا شمیرپوهنیز داسې لیکو:

۱ –م،۲ – م،.. ۲۳ – م، ۱۰۰ – م ( دا ۱۰۰ – ن نه شو لیکلی)،۱۰۱ – م اونور

په لیکنیزډول یې داسې لیکو:

لومړی یا یوم، دوم،… درویشتم،…، یو اتیایم،  پنځه نویم،..سلم ( نه سلن)، یوسلو یوم، یوسلو پنځلسم اونور

له بلې لورې د ګټې، ګټې- ګټې او په ۱۰۰ یا ۱۰۰۰ کې شمیرنه چې کوو، دا  د ۶۸ یا د ۱۲۵ګڼونو سره هم کیږي، چې بیا یې په اته شپیتم او یا په یوسلو پینځه ويشتم کې شمیرنه بولو، خو دا سل دوه او زردرې صفره لري، چې هره شمیرنه ورسره ساده کیږي، نو له دې امله دا شمیرنه د۱۰۰ او ۱۰۰۰ سره کوو، بل دلیل نه لري.

داسې مخ ته ځو:

۳۰/۱۰۰ په دې مانا، چې دېرش په سلو، یانې ۳۰ په سلو وېشل شوي یا له سلودېرش اخستل شوي.

که بانک په سلو کې پنځه ګټه ورکوي، نود هغې له پاره هم لیکو: ۵/۱۰۰ وایو پنځه په سلو کې

که کټه دېرش په سلو کې وي، نو بیا لیکو: ۳۰/۱۰۰ او وایو دېرش په سلو کې.

که ګټه په ۶۵ کې ۳ وي، نو لیکو:  ۳/۶۵ اووایو ۳ په پنځه شپیته کې.

دا موږ داسې هم وایو: پنځه سلمه، دېرش سلمه او ۳ پنخّ شپیتمه.

که موږپه پورته کې پنځه سلنه، دېرش سلنه وایو، نو بیا دیرش شپیتنه هم باید ووایو، دا په دې مانا، چې داسې د پیداېښتې لیکنو هغه پیداېښتې بڼه باید ټوله بدله کړو.  

دا چې دا مې پوره زوروي، نورې بیلګې:   

که ولرو:

۳۰/۱۰۰ = ۳/۱۰ اونږدې =۱/۳

له ښی و کیڼ لور ته باید ولولو: ۳۰ سلنه برابر درې لسنه اونږدې برابر یو درینه.

او همداسې

۲۳۰/۱۰۰۰ =۲۳/۱۰۰ اونږدې = ۲/۱۰

نودلته هم باید دوه سوه دېرش  زرنه برابر درويشت سلنه او نږدې برابردوه لسنه ولولو. او

۳۷/۱۲۱  ، ۵/۲۱ ، ۳/۸

په پورته کې هم باید بیا له کیڼ و ښي لورته ولول: درې اتنه، پنځه یوويشتنه او اوه دېرش یوسل یووېشتنه .

دا په دې مانا، چې ـ لکه پورته مې چې ګوته ورته ونیوله – که داسې نه وي، نو ګرانو هیوادوالو باور وکړۍ، چې دا دېرش سلنه نه ده، دا دېرش سلمه ده، لکه دا نور هم  – نه نه ده او -مه ده.

بیا: ګورو، چې یو ناسم څه ژبې ته ساده ننوځي او ترې را وتل یې بیا پوره ستونځمن کار دی.

که موږ هرڅه لیکو، باید په دلایلو او سم اند ودان وي، یعنې نوي څه. یو څه که زموږ لپاره نابلد وي او پرې پوهیدنه باندې یې شک ولرو، هغه دې بیا نه کاروو. داسې ویل کیږي، چې داسې کارونه باید دولتي څلوردیوالۍ کې وشي، خو …

پایونه: یا به ټول – مه په  –نه اړوو او یا به د سلمې له پاره له سلنې څخه – چې ډېره ناسمه، د پیداېښت سره تیري، توکلي، بې سم انده اوله لارې وتلې ده او په شنه زور مو منځ ته راوړې – تیریږو.

دېرش سلمه او نه دېرشسلنه!

ستاسو له سړې سینې ډېره مننه او که هره او څومره نیغه ګوتڅنډنه وي، په دې لار کې په مازړه سوی مه کوۍ.  زه تراوسه یواځې یم. ملګري مې شۍ او یا مې باوري کړۍ.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب