د ټولنې د وګړو تر منځ د مفاهمې هر ډول وسیلې او اړیکې ته ژبه ویل کېږي، که دغه اړیکې پۀ اشاروي توګه دي او که د نښو نښانو او نورو لارو پۀ صورت؛ خو ژبه پۀ خاص مفهوم سره د یو لړ اختیاري وییزو او اوریزو نښو یوه مجموعه ده چې هره نښه یې زموږ د یوه ذهني انځور نماینده ګي کوي. (۱: ۲)
خدای ج پۀ قران کریم کې فرمایي، ژباړه: موږ، تاسو پیدا کړئ، بیا مو پۀ بېلابېلو قبیلو ووېشلئ، وروسته مو تاسو ته مختلفې ژبې درکړې چې لۀ یو او بل سره ښۀ وپېژنئ.
پۀ همدې اساس د نړۍ مختلفې قبیلې او ټبرونه مختلفې ژبې لري چې شمېر یې پۀ اوس کې د تر سره شویو څېړنو لۀ مخې لۀ شپږو زرو اوړي.
ژبپوهانو د دې لپاره چې دغه ژبې د څېړنې او د ځانګړنو د بېلوالي لۀ مخې اسانه شي، پۀ مختلفو ګروپونو یې وېشلې دي، چې تر ټولو لوی او مهم ګروپ یې هندو اروپایي نومېږي، د دې لوی ګروپ د آهمیت ډېر علتونه شته، د دغه ګروپ ژبې د انسانانو د یوې سترې او مهمې ډلې ژبې دي چې اریایان نومېږي، اریایي پښت د انسانانو د هغه ستر ټبر نوم دی چې د ختیځ او لویديځ لوی، لوی ملتونه ور څخه را وتلي دي، اریایانو خپلې د اوسېدو سیمې ته اریانه ویجه ویل چې د اصیلو خلکو مانا لري او د دغه ګروپ ټولې ژبې لۀ یوې ژبې چې د هندو اروپایي ژبو د مور حیثیت لري، را پیدا شوې دي چې (اریک) نومېږي، همدا ډول پۀ دې ګروپ کې د اوسنۍ نړۍ ډېرې مهمې او پرمختللې ژبې شاملې دي چې د نړۍ ګڼ شمېر خلک پرې خبرې کوي
پښتو ژبه
پښتو ژبه د سترې هندو اروپایي کورنۍ، د ختیځو آریاني ژبو یوه مهمه غړې ده چې د دري ژبې تر څنګ د افغانستان رسمي ژبه ده، لۀ دې ور هاخوا پښتو ژبه د افغانستان یوازېنۍ ملي ژبه ده چې د دې هېواد اکثریت وګړي پرې خبرې کوي.
سربېره پر دې چې پښتو د پښتانۀ ټبر ژبه ده، تر څنګ یې دغه ژبه یوه بله نادره ځانګړتیا هم لري، هغه دا چې دغه ژبه پۀ خپله یو لوی نظام او د ژوند تېرولو قانون هم دی، دا یوه داسې ځانګړنه ده چې زما پۀ پوهه د نړۍ نورې ژبې یې نۀلري.
د بهرنیانو د هغې پرتلنې لۀ مخې چې بېله بېلې ژبې سره پرتله کوي، دغه ژبه پیچلی جوړښت لري، چې زده کول یې د نسبي څېړنې پر اساس نږدې 1100 ساعته او 44 اونۍ جدي زدهکړې ته اړتیا لري، دا ژبه پۀ زیاته کچه پۀ افغانستان کې ویونکي لري، ځکه چې دا ژبه اصلاً د همدې هېواد د اکثریت اوسېدونکو ژبه ده، تر څنګ یې پۀ پاکستان کې اوس وخت تر شلو ملیونو وګړي پۀ پښتو خبرې کوي، پۀ عمومي ډول تر پنځوس ملیونو زیات وګړي پۀ دې ژبه روانې خبرې کولی شي. دا ژبه پر افغانستان سربېره پۀ پاکستان، قرغزستان، تاجکستان، هندوستان، ایران، سعودي عربستان، برېتانیا او امریکا کې ویونکي لري. (۲)
پښتو ژبه پخوا پۀ خروشتي او یوناني لیکدودونو لیکل کېده چې وروسته د عربي ژبې د مستقیم اغېز لۀ مخې یې لیکدود عربي ته واوښت، د وخت پۀ تېرېدو سره پښتو ځانګړي توري ور زیات شول چې اوس یې د لیکدود ډول (عربي – پښتو ) دی.
پښتو ژبه د ژبپوهانو لۀ خوا پۀ بېلابېلو لهجو وېشل شوې ده. لۀ دې جملې یو عمومي او منطقي وېش څرګندوي چې پښتو ژبه درې لهجې لري.
ختیځ ګړدود: دا ګړدود د افغانستان پۀ شرقي سیمو، کونړ، ننګرهار، پښتونستان پۀ ځینو سیمو کې ویل کېږي، دا ګړدود یا لهجه چې د کلکې او سختې لهجې پۀ نوم هم یادېږي، لۀ نورو لهجو سره یې توپیري برید د (ښ او ږ) توري دي چې پۀ دې لهجه کې (ښ) پۀ (خ) اوړي او (ږ) پۀ (ګ)، مثلاً: ښکلی⇠ خکلی
ږیره⇠ ګیره
لویدیځ ګړدود: دا ګړدود د افغانستان پۀ لویدیځو برخو، کندهار، ارزګان، هلمند او د پښتونستان پۀ کوټه او نورو سیمو کې ویونکي لري، د نرم ګړدود یا لهجې پۀ نوم هم یادېږي. پۀ دې ګړدود کې د (ښ توری پۀ ش) او د (ږ توری پۀ ژ) تلفظوي، مثلاً:
ښکلی⇠ شکلی
ږیره ⇠ژیره
مرکزي ګړدود: د افغانستان پۀ مرکزي سیمو کې ویل کېږي، لۀ ختیځ او لویدیځ ګړدود سره یې توپیر دا دی چې دلته همدا دواړه توري پۀ خپل اصلي وینګ یا تلفظ سره ادا کېږي، خو باید هېره نۀ کړو چې دغه لهجې پۀ خپلو منځونو کې نور استثنأءات هم لري، یوازې پۀ همدې دوو تورو خبره نۀ خلاصه کېږي.
پښتو ژبې ته خدمت څنګه کولی شو؟
۱_ پښتو ژبې ته خدمت اوس لۀ ټېکنالوژۍ سره تړلی، بلدتیا ور سره پیدا کړئ، پۀ انټرنېټ کې پښتو ژبې ته باید ډېر کار وشي، لۀ دې سره به پښتو ژبه لا وغوړېږي.
۲_ بدبختانه پښتنو ولایتونو کې هم دولتي چارې، مکتوبونه او نور پۀ دري ژبه لیکل کېږي، دا هېڅ د منلو نۀ ده، که زما غوندې لۀ ژبې سره د مینې دعوه دار یئ، باید یې غمه وخورو!
۳_ کابل او ځینو نورو ولایاتو کې لۀ پښتو ژبې سره سخت تعصبي چلند کېږي، علت یې موږ پخپله یو، پښتو ژبه ډېره خوږه ده، لطفاً بدون لۀ اړتیا پۀ نورو ژبو مه غږېږئ!
۴_لیکنې پۀ پښتو وکړئ، هغه پښتو کلمې انتخاب کړئ چې د نورو ژبو تر کلمو اسانې، خوږې او ښۀ مفهوم رسوونکې وي. تر ډېره هڅه وکړئ چئ لۀ پردیو وییونو/کلمو څخه ځانونه وژغورئ، ځکه که پرله پسې پردۍ کلمې وکاروو، پۀ پای کې به مو خپلې ډېرې کلمې لۀلاسه ورکړې وي، پۀ نړۍ کې پۀ ورځ کې پۀ سلګونو نوي کشفیات کېږي، چې بېلابېل نومونه ور ته ټاکل کېږي، یو وخت به هغه ټول نومونه پښتو ته راشي او موږ به یې هم بې لۀ ځنډه منو، لکه راډیو، ټلویزیونو، موبایل، ټیلېفون… که اوسط ډول پۀ کال کې زر نوي کشفیات حساب کړو او لس کاله وروسته دا ټول پښتو ژبې ته را ننوځي، د ژبې یوه برخه مو تقریباً ور سره فلج کېدای شي، همداسې به دوام پیدا کوي او بالاخره پایلې به یې خطرناکې وي، نو د یوې دا کومېټې جوړول اړین دي چې پښتو خپل وییونه عام کړي او تر څنګ یې د نویو راتلونکو وییونو لپاره پښتو بدیل ولټوي.
۵_ که کولی شئ، د فېسبوکي اکونټ نوم مو پښتو کړئ!
#هره ورځ د پښتو ورځ ده!