چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهنړیوالو ځواکونو په کابل کې خپله تر ټولو لویه اډه افغان ځواکونو...

نړیوالو ځواکونو په کابل کې خپله تر ټولو لویه اډه افغان ځواکونو ته و سپارله

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸) په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر پرون په پلازمېنه کابل کې د ناټو ځواکونو یوه کلیدي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

په دې اړه د افغانستان دفاع وزارت په یوه ټویټ کې لیکلي«د نوي کابل اډه د امریکا له لوري په یو لړ مراسمو کې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارل شوه.»

دې وزارت همداراز ویلي چې نړیواله ټولنه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي او تسلیحاتي ملاتړ ژمنې ته دوام ورکوي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سینټکام د معلوماتو له مخې، له کله چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغاسنتانه د ځواکونو ایستل اعلان کړي، تراوسه پورې له افغانستانه په ۱۶۰ الوتکو کې وسایل وړل شوي او شاوخوا ۲۵ سلنه پوځیان ایستل شوي دي.

تر دې وړاندې امریکايي ځواکونو په هلمند کې انتونیک کمپ، په شمال کې د جرمني پوځیانو مایک سپېن کمپ، د کابل په ریشخور کې د مورهد کمپ او یو شمېر نورې ادې افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب