یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeادبزما داسې نه وو پېرزو! - شفيقه خپلواک

زما داسې نه وو پېرزو! – شفيقه خپلواک

يعقوب که په خپل زوی پسې شو ړوند عجيبه نه ده      کيسه کوه د هغو چې ولس پسې ړنديږي.

استاد پسرلی

ته وا حواس مې خبر وو،له سهاره مې زړه نا ارامه وه ښوونځي ته مې زړه نه کېده خو بيا هم  زړه نازړه  لاړم؛ هلته مې هم سېکه نه کېده،څو ځله مې ښوونکې ته وويل اجازه راکړئ کورته لاړه شم خو وه نه شوه.

ذهن مې نا ارمه غوندې وو غرمه شوه په رخصتي کې په بېړه د ښوونځي له دروزاې راووتم ناڅاپه مې په تره سترګې ولګېدې زړه کې مې څړيکه شوه حتماً کومه پېښه شوې، چې هغه راغلی دی!

 ما څه ونه پوښتل کور ته راغلم په خالي انګړ واوښتم، څوک مې تر نظر نه شول يوازې ماشومان غلي، غلي تاوېدل نور مې هم د زړه ټکان په زياتېدو شو، تر دهلېزه نه وم تللې چې  وړې ترلې مې رامنډه کړه،” شفيقې! خبره شوې داداګل مړ دی،چا په مرمۍ سرته ويشتلی او ټول پکتيا ته تللي.   “

خبره نه وه تندر راپرېوت سر راباندې وګرځېده، پښې مې ورېږدېدې په ډکو سترګو مې خويندو ته کتل، د هغوی اوښکې هم مړې، مړې تويې شوې، نه پوهېدم څه وکړم او څه ووايم ؟ باور مې نه راته چې داداګل دې چا وژلی وي! خو دا داګل شهيد شوی وو او دا دا ګل نور له موږ  سره د پاتې کېدو نه وو.

مقبل فضلي چې موږ او د کلي کور وړو به داداګل باله؛ زما د پلار سکه د تره زوی وو، د روس پر وړاندې په مقاومت کې، پياوړی جهادي قومندان او اوس په پکتيا کې ښه او منلی قومي مشر وو، نه پوهېږم چې ښه خلک ولې ژر له دونيا ځي؟ فکر کوم هغوی چې خلکو ته نږدې وي او په خلکو ګران وي  په خدای  به هم ګران وي او ځانته به يې ور نږدې کوي او ور غواړي به يې؟!!

داداګل موږ ته ډېرې خاطرې او کيسې راپرېښودې، په ژوند يې کتابونه خبرې کېدی شي، خو د هغه څو خبرې چې اوس يې بايد درسره شريکې کړم؛ داداګل مې مهربانه او په زده کړه مين انسان وو؛ زما د دې خبرې لوی ثبوت دا دی چې په سپينه ږيره يې په خپله هم بېلابېل کورسونه تعقيبول او نورو ځوانانو ته خو حتماً د زده کړې د زمينه سازۍ ترڅنګ دا خبره کوله چې زده کړه وکړئ .

داداګل ! عجيبه سړی وو، ښه مې ياديږي چې کله په پکتيا کې يونسيف د کم عمره ماشومانو د زده کړې کليوالي ټولګي جوړول ده مرسته ورسره وکړه،د کلي ټول هلکان او نجونې به په دې ټولګي کې درس ويلو ته راتلې؛ دا داسې وخت وو چې ډېرو پکتياوالو د نجونو زده کړه عيب ګڼله، خير موږ خو وړې وو دومره عيب نه وو چې کليوالي ټولګي ته لاړ شو، خو د ده لوڼې تر ټولو لويې او مشرانې وې خلکو به ويل دا وګوره په خپلو پېغلوټو لوڼو اوس درسونه وايي ! خو داداګل بيا هم خپلې لوڼې په زور درس ويلو ته هڅولې او دې ټولګي ته به يې لېږلې… دا خو يې مبارزه وه او هيله يې وه هرڅوک نر او ښځه تعليم يافته شي؛ هغه خبرې مې داسې ياديږي لکه دا اوس ساعت؛ په کومه ورځ چې رڼا مشاعرې ته تللې وم، نو دی په هغه ورځ په پکتيا کې وو، زه يې د مشاعرې په ريپورټ کې خدايزده چې د کوم ټلويزون  له لارې خپور شوی وو لېدلې وم، زنګ يې راته وکړ او زيات خوشاله وو، دومره يې وهڅولم چې له ما ځان ورک شو، په ځانګړي ډول يې زما د افغاني کاليو ستاينه وکړه او راته يې کړه (( بچيه افرين، هر ځای چې يې، خپل کلتور او پښتونولي ساته، تل خپل ملي لباس او افغانيت ته ارزښت ورکوه، په دې اقتفا مه کوه تر دې ډېره مبارزه وکړه))….

دادا ګل له ماسره ډېرې خبرې پرېښودې، ډېرې خاطرې يې راسره شته ځانګړې مينه يې راکوله، هغه ورځ مې هم ياده ده چې کتاب مې چاپ شوی وو او ده ورته له ډېر خوشالۍ اوښکې وڅڅولې….

 وۍ هېر مې شول چې په وړکتوب کې به مو داداګل نه زړه چاودېده، ټول ترې  ډارېدل، ځکه هغه به په هر کار غوسه کېده، له درسه به که يوه ورځ هم پټ او يا پاتې شوو نو بيا به مو خير نه وو، خو اوس پوهېږمه چې د هغه هره خبره زموږ په ګټه وه، هغه نه مو وېره  بې ځايه وه، ځکه هغه هرڅه زموږ په ګټه وکړل …. اه!  هغه ورځ مې هم په ياد، ده چې ژمی رانږدې وو او موږ د خپل ټولګي له پاره ځای نه لاره، اوړی به مو په ګراج کې درس ويلوخو په ژمي مو ځای نه وو، په خدای قسم چې خپله هجره يې د ماشومانو د زده کړې له پاره خالي کړې وي او هلته د ټولګي ماشومان درس ته کېناستل، همدا يې يو لوی ثبوت دی چې له ماشومانو سره يې څومره مينه وه؟

داداګل! که به ښکنځل هم کول بدې ردې که به يې هم وېلې او که په غوسه کېده به هم، څو شېبې وروسته به بيا هم خپل عادي حالت کې وو، صادق وو، کرکه او کينه يې په زړه کې نه ساتل حتماً به يې دا کار هم له ډېرې مينې او خواخوږي کاوه.

ډېر زړه سوانده، مينه ناک، سوله خوښوونکی او په معرف مين انسان وو، نه پوهېږم چې وسلوالو داسې کوم بد پکې ليدلي وو چې په مرګ يې پېرزو شو خو زما داسې نه وو پېرزو .

5 COMMENTS

  1. دیر په خواشینه سره می خبر ترلاسه کره چی مرحوم مقبل فضلی د داکترمحمداکرم خپلواک دتره زوی واقعاً چی یوه په ولس مین قومی مشرو دلوی پکتیا اوپه خاصه توگه داحمداباد دولسوالی لپاره په هره برخه کی ترخپله وسوپوری کوشش کری دمرحوم مرینه دلوی پکتیا اوپه خاصه توگه دسلام خیلو دقوم لپاره یولوی ضایع وه روح دی شادوی

  2. دعلم اوپوهې دوښمنه ولې دې داسې کار وکړ ولې دې د ده ماشومان یتيمان کړل ولې دې د ده سپېځلې پښتنه مېرمن چې دټولو مور ګڼل کيږي کونډه کړه ولې دې موږ بې مشره کړو؟
    تو لعنت شه پر داسې خلکو چې دعلم او فرهنګ پالونکي شهيدانوي.

  3. اغلې شفیقه خپلواک ته

    ګرانې خورې ! مونږ (پښتنو) به هم د نړۍ دنورو اولسونو په شان په مینه ،سوله ،ورورولۍ او یوالي کې ژوند کولی که چیرې زمونږ د داسې مشرانو هیلې پوره کیدلی لکه دمرحوم . خو له بده مرغه چې داسې نده مونږ په واروار د داسې مشرانو د سیورو نه کله په یوه اوکله په بله پلمه بې برخې شوي یو . زه نپوهیږم چې په ټوله نړۍ کې یوازې پښتانه ولې د الله تعالی په قهر ککړ دي چې هیڅ په خپل ښه او بد نه پوهیږي پخپله د خپلې بربادۍ پسې دي . زه په داسې حال کې چې مرحوم ته د جنت فردوس او تاسو اودرنې کورنۍ ته مو د جمیل صبر هیله کوم د لوی الله تعالی له دره په ټول افغان اولس د رحم او کرم غوښتونکې یم .

    په ټوله پښتنه مینه او درنښت
    زویا هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب