دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهزه همېشه په تضادونو کې هنر وینمه | م امین

زه همېشه په تضادونو کې هنر وینمه | م امین

پښتو شعر وروستي وختونه، د ټیټ کیفیت له کبله ډېره ترقي وکړه.په دې معکوس پرمختګ کې پښتنو شاعرانو او د شعر مینه والو لوی لاس درلود.

شاعرانو د کلاسیک هنري ادب پاڼې وانۀ ړولې، او نۀ یې معاصرو هنري اشعارو ته وروکتل، دوی د تخییل مرغۍ پۀ رسیو وتړلې او تر الوت وروسته یې د تصنیفاتو قفسونو ته ننه ویستې.همدا وجه وه چې خپلو سطحي کتابونو ته پۀ جامو کې ځای نشول. لوستونکي بیا د مړاوي ذوقونو د خړوب فکري بیې ته حاضر نۀ شول او یوازې پر نشت هنره شعري منځپانګې یې بسنه وکړه.

تازه تازه یوه ډله معاصرو شاعرانو او شعر پوهانو لۀ نېکه مرغه پر خپلو نمونه یي او عادي آثارو د کلاسیک ادب دې بنیاد (شعر) ته تراشلې ډبرې کېښودې؛ خو یوازې د ګوتو پۀ شمېر ذوقونو یې تایید وکړ.لۀ دې سره تولیدوونکي د خپل پُرکیفه نور لۀ کبله بند پاتې نۀ شول او تر دې دمه یې یو نیم څراغ روښانه کیږي.

د کتاب پلور، د تخفیف پۀ ورځو کې یوۀ مخلص ملګري د«میین توري» کتاب ته کېنولم.

د آغلې خپلواک پۀ دې اثر کې د سپین شعر پۀ بڼه ځینې جنسیتي او ټولنیزې بې عدالتۍ، تر بېخه راسپړل شوي او طبیعت ته یې لۀ یوې نوي نظره کاتۀ کړي.د خیالي میین تر رنګ لاندې پۀ دې ۲۳۷ صفحو کې ډېر نایاب جملات پټ دي چې هر ځل پۀ مړاوي ذوق کې نوې سا پوکوي.

د دې نثري نظمونو له لوستلو سره مې ذوق وغوړېده، څو څو ځایه له ښکلیو ادبي صنعتونو سره مخامخ شوم، نوي مضامینو ته پکې تم شوم، نوې تجربې مې حس کړې او حتی له ځینو سره مې ټکر وکړ. د دې بوختیا څو بیلګې او زما احساسات:

«میین توري» د دوو متفاوتو جنسیتو لۀ خلوته پرده پورته کړې، د ټولنیز جبر او نرواکي لۀ لارې یې د تراژیدي بابونه ایښي.دلته د ( تر پوستکي لاندې ارواح) نومې شعر، د جبري ازدواج ځینې تابوګان پۀ زغرده خو پۀ هنري پیرایې بند غږولي:

ستړې سترګې مې باید
لوڅې حجرې تر بڼو لاندې ونغاړي
اننګي مې د مچکو په خرپا را ویښېږي
په مرۍ مې له یوازیني داغه
چې له مور مې یادګار راپاتې بد وړي
ګوتې مې باید د ده اندامونه ژوندي وساتي
هره ثانیه باید
د ده مکرجن زګېروي ته
جار ووایم
او غوړېدلي رګونه یې
په لمنه کې را ټول کړم
دې هلک ته ووایئ
د مدرسې کتابونه بېرته وړ وړي
زه حوره کیدای نه شم
دی پوه کړئ
زما تر پوستکي لاندې ارواح ده
زه هم ژوند غواړمه

د ((ستا لۀ تلو وروسته)) تر سرلیک لاندې بې یاره او بې مددګاره ژوند، ټکي پۀ ټکي انځور دی چې، بایلونکی پۀ خپل ځان اتکاء ته اړ کوي، دا بیتونه ښایي چې د تلونکو او بایلونکو پسې زړۀ تړل ژوند سختوي، بلکې مهمه ده چې د زنده ګي استحکام پۀ خپلو اوږو واخلو، حتی کۀ دې د سترګو غوندې اهمې ملې دې هم لۀ لاسه ووتې، نو د زړۀ پۀ رڼا لارې روښانه کړه. د دې شعر یوه برخه یې داسې انځوروي:

ستا لۀ تلو وروسته ډېر څۀ نۀ دي بدل شوي
بس
اوس مې ټول حساب پۀ ځان دی
اوس چې لویږمه پۀ خپله پورته کیږم
چې د سترګو شمعې مړې شي
نو د زړۀ پۀ رڼا لار سهي کومه

آغلې خپلواک، کله ـ کله لۀ ټولمنلیو پدیدو بغاوت کوي او یو نوی حیرت انګیز او منطقي تصویر ورته جوړوي، هغه وایي:
تل تازه ګلاب د ژوند سمبول نۀ دی پرون د ګلاب لوېدلې، ریژېدلې، تر پښولاندې شوې پاڼې لاندې
میږتون لۀ باران پټ شو
د شعر د پای جمله یې ده چې:
زۀ همېشه پۀ تضادونو کې هنر وینمه

تر زنده ګي سرلیک لاندې وایي:

تر پیښمانه کېدو مخکې زړونه میین وساتئ
د موسیقي لۀ مرګه مخکې نڅا زده کړئ

دلته میین توري، مینه، ګډ ژوند او مشترک کار ته ترجیح ورکوي، او وایي چې مخکې لۀ ندامته ښه ده چې پۀ میینو زړونو معاملات او اړیکي منجر وي، دلته میینتوب هماغه د عربي ماقولې متن ته وربلل دي چې د یوه شي محبت دې تا لره ړوند او کوڼ کوي ((حبک الشی یعمی و یصمی)) او نفرتونه، غضب او قساوت بېرته ستا پۀ ندامت پای مومي ((اول الغضب وا خره ندم)).

کله کله شاعران پۀ سمبولیک ډول د یوه عیني موجود نوم اخلي خو تر اخیستل شوي نامۀ لاندې د هنریت ستره سِلو پرته وي.زۀ د موسیقي او نڅا لۀ نومونو شرمیږم خو ددې سمبولیک ګنج ډومین راته  لاحسابه ښکاره شو.

د موسیقي او نڅا اړیکه داسې ښکاري چې، نڅا ډېر کله د موسیقي تابع وي،او دواړه بیا د هنرمند پۀ حنجرې خوځي. دلته د نڅا د کمال دومره اتمام ته اشاره ده چې بې لۀ موزیکه ذوقونه بوخت وساتي.

دلته د کاڼي هماغه کرښه پټه ده چې،وخت لکه سرۀ زر دی، دلته د رسول الله د دې نقل قول رنګ شته چې،((لۀ ځانونو سره حساب وکړئ ،مخکې لۀ دې حساب درسره وشي.))

دا وړ تخییلي تصویرونه چې، د لوستونکو خیالات ننګوي او د تطبیق ساحه یې ارته وي،پر کاروونکو هنرمندانو یې حساب کولای شو.

د(( زرین کبان)) یوه برخه د تعقل او تجاربو اهمیت ښکاره کوي او ټینګار کوي چې دا هر څۀ وخت او تدریج ته پۀ پام سمون کوي،هلته راغلي چې:

خو موږ ورو ورو
پۀ ژوند بلدیږو
او زر بۀ پۀ خړو اوبو کې کبان ونیسو.

نوی ساینس چې د نسبیت تیوري یې اساس دی،وخت ته پۀ توقف قایل دی، دا تیوري وایي چې کۀ یو کس د نور پۀ سرعت یا دې ته نږدې حرکت وکړي هغۀ ته وخت توقف کوي…؛ خو د(( بې رحمه)) دوه تخیلي جملې یې بیا دومره اسانه او ارزانه دروي:
د ساعت بیټرۍ مې ماته کړه
وخت ودرېدۀ
د «میین توري»ټول ادبي صنعتونه تازه رنګونه لري

خو لۀ ځینو شعري مبالغو او ټولنیزو محرومیتونو سره مې ډېر ذهني بحثونه درلودل.حتی پۀ ځینو برخو کې یې ماوراءالطبیعي کایناتو او قضاوتونو ته لاسونه اوږدۀ شوي ول.لکه:

پۀ ((ظلم)) کې راغلي:د خندا غږ باید تر ستوني تېر کړم
ګنې خامچکې ملایکې بۀ زما پر ولیو
د ګناهونو قطارونه جوړ کړي
بل ځای وایي:
تور پړونی لۀ تور زندان کم نۀ دی

زما پۀ فکر کۀ پۀ عقیدتي طور داسې مبالغې شعر ته ننه ویستل کیږي نو ایمانیات حتماً زیانمنوي؛خو کۀ شاعر د تخیلاتو پر وزرو د طبیعت او خلقت سیر او سیاحت کوي،نو د استاد الفت خبره بس ده چې لۀ شاعره حقیقت نه بلکه جمال وغواړئ!

خو موږ تر وسه وسه د پدیدو پر شرعي ارزونو مکلف یو.
پر دې نګه هنر د لا تم کېدنې وخت نشته،زۀ دې د لاندې جملو د توصیف پوره وړی وم:
څڼې څڼډ وهلي لاړل

زوږ یې نشته د زوی لاس کې مې سکارۀ دي
پۀ وړو ګوتو پۀ خړو دېوالونو
د ټوپک انځور وباسي
                 (جنګ)
ما مې مټې د زړو ښکلیو کړکیو
پۀ لوګیو پټولې
                   (جنګ)
دا ننی پۀ غم لړلی حس بۀ هم تمام شي
او سبا سهار وختي بۀ
د خبرونو د سرټکو موضوع بل څۀ وي
                    (چاودنه)
ای ګرانه کۀ تۀ بېرته زما کوټې ته راوګرځې هم
زۀ بۀ دې ښکل کړم خو
زړۀ بۀ بیا درنکړم
              (د شمعې تار)
زما لۀ لپو درلویدلی وروستی څاڅکی پۀ سینه وټومبه
وروستي تل پاتې وي
               (اوبۀ اوبۀ ساه)
آه دا خلک چې کله مرګ ته نزدې کیږي
بیا ژوند غواړي
خو
ژوند کې
زړونه مړۀ ساتي
   (ټولنه)
باڼۀ مې خوب ویني
د مار زهرو لمبه کړې
ونې تر ځنګله چا پېره اتڼ کوي
پاڼې د مرغیو وزرې دي
           (خوب)
د باد وزرو
زما د ټیکري بڼکې پور اخیستې
         (ژوندی ښار)
پرېږده دا ګل
پۀ خپله څانګه زوړ شي
د ریستورانت پۀ دوه کسیز میز دې ګرد پروت وي
                  (فیصله)
او ستا مینه ناک نظر پۀ طبیعت خپور دی
خو بیا هم
زۀ هره شپه
تر خپل پړوني لاندې
ستا د غېږ لۀ غربته مرم
    (تۀ)
پۀ تیاره کې مې
پۀ شمار ډیوې وې بلې
پۀ نڅا کې مې لمنه ورنږدې شوه
تر پړوني مې لمبې رانه چاپېر شوې
بیا یې شپه
زما د تن پۀ اور وه بله
دلته
ګل پۀ لمن داغ ږدي
سپوږمۍ سترګې ړندوي
او
څښتن د کتابونو لۀ ګړنګه رالویدلی
دوو میینو د یو بل
سترګې کړې ویلې
دلته حس د باور نشته
دلته ژوند لۀ تکه توره ډاره جوړ دی
           (باور)

1 COMMENT

  1. ښه لیکنه خو له نوي رسم الخط سره لکه
    زما پۀ فکر کۀ پۀ
    زړۀ بۀ بیا درنکړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب