شننه: علي خان
تر هرڅه مخکي دا يادونه ضروري ګڼم چي د افغانستان او پاکستان تر منځ دا مهال اوربند شوی، د خبرو اجنډا ترتيب او منل شوي ده، خو د ستونزې پر سر موافقه لا نه ده شوې، غواړم له اوربند نه وروسته خبرو باندې رڼا واچوم چې دوه ښکیل هیوادونه څنګه خپلې شخړې د ديپلوماسي یا نړیوالو ډيپلوماتیکو هڅو په مرسته حل کولای شي.
لومړی- مخامخ خبرې: د ګرم جنګ په لمبو کی دا ډول خبرې د دواړو لورو تر منځ ناشونې وې، نو تر هر څه مخکي باید اوربند شوی وای.
دوهم- د بل بې طرفه “هیواد” یو او یا … هیوادو منځګړتوب: د اسلامي هېوادونو اندېښنې، د قطر او سعودي په دواړو لورو د اوربند غږ، قطر او ترکيه د بې طرفه مرکچیانو او میزبان په توګه را وړاندي کېدل چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وو.
دريم- نړۍوال سازمانونه:
آیا دیته به ضرورت پيښ شي او که نه! که ضرورت ایجاب کړي، دوئ کولای شي.
څلورم- په ګډه حقیقت موندنه: چې د اجنډا له مخې دواړو خواوو ژمنه کړې ده چې
د معقولو حقایقو لټول، تشخیص او پېژندلو لپاره د ګډ بورډ یا کمیسیون رامینځته کول تر څو اجماع رامینځته کړي او د موافقې لپاره بنسټ چمتو کړي.
پنځم- نړۍ وال قانون: ایا دې ته به ضرورت احساس شي؟ د ضرورت په وخت کی کولای شی دې بنسټ ته رجوع وکړي کله چې له توافق وروسته سرغړونه صورت نېسي تر څو خپل قانونی پرنسپ غښتلی کړی.
پورته ذکر شوو نکاتو ته په کتو سره دواړه خواوې د یو بل سره د ګډو خبرو متود پر بنسټ اجنډا تصويبوی، دوئ تل د اولنی پړاو خبرې مثبتې بولې، يو او بل هيواد ته درناوئ او په کورنيو چارو کي د نه لاسوهنو ژمنې کوي، کېدای شي مبالغوي بڼه هم ولرې، او دريم ګړي مرکچيان هم داسي شيئ چې هرڅه د پلان مطابق روان دې، خو دا خبره هم ضرورې ده چې دواړه خواوې راتلونکو مذاکراتو ته تياری نيسې، کيدای شي څه پکي کم او زيات شي هر لوری راتلونکې ستراتژې په نظر کي لرې، چې څه بايد وکړي، د اجنډا خبرو لومړی پړاو ته په کتو زما په اند افغان لوری بريالی راووت څلورنکات ډېر مهم دې چې ګټه يې افغانستان ته ورسېده لکه:
لومړی- پاکستان غوښتل ډېر ژر افغانستان د زور او فشار له لارې مهار کړي، چې ونه توانېدل.
دوهم- د دواړو خواوو له مخالفينو سره به د یو او بل په خلاف مرسته نه کوی.
دریم – د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحد نوم پر ځائ د هیوادونو تر “منځ ” توافق ذکر شوی دی.
څلورم- په توافق نامه کی د دوو کلونو موده هم ذکر شوې ده.
د پاکستان بريد په افغانستان د زور آزمايې نښه وه چې افغانستان مهار کړي، له دې نه يې دوه هدفه وو، یو دا چې خیال یې کړي و افغانستان کمزوری دی، کورنی مشکل لرې، له پاکستان سره تړلې افغان دښمنه څېرې به د حکومت په خلاف مسلح بغاوت وکړی، او بل پلو به د پاکستان عوام چې دوئ په لوی لاس د عدم استحکام ښکار کړي دې، مطمئين ارام، او مصروف وساتي،
بل پلو د دوو اسلامي هیوادونو ګرم جنګ د اسلامي نړۍ اندېښنې را ولاړې کړې، دېته یې د شک په سترګو وکتل، چې ولی پاکستان پر افغانستان نظامي برید وکړ، بیا دا چې اسرايیل په ښکاره او بربنډه توګه سره د اسلامي نړۍ د نا آرامۍ په لټه کی دی، بل خوا د پاکستان د وزير دفاع او شهباز غږ ترمپ ته، چې د صلح او خبرو اترو تر نوم لاندې د امريکا پښه يو ځل بيا د افغانستان مسئلی ته را کش کړي، د ټرمپ سوړ عکس العمل او نه دلچسپي د پاکستان واکداران له تشویش سره مخ کړل.
په اجنډا کي يوې بلي مهمې مسئلې ته هم په کي يادونه او ځائ ورکړ شوی هغه دا چې له مخالفينو سره به له مرستې ډډه کوی (سياسي او نظامي) دا به د سکټريستو تجزيه غوښتونکو کړيو، مقاومتيانو شرارتونو ته صدمه ورسوي، په دې کار سره به د تجزيه طلبو له مرستندويانو څخه به د دوئ د يو پياوړی شریر پلوي ‘پاکستان’ لاسونه څه ناڅه وتړل شی، د نظام پر خلاف د څو متعصبو افرادو او مقاومتيانو پرته نور افغانان سره له هغو ملاحظاتو چې پر نظام یې لري، له پاکستان څخه د نظامي ملا تړ غوښتونکي نه دي.
بله مهمه نکته د سرحد لفظ دی چې له اجندا نه وایستل شو، دا له سیاسی او نظامي دواړه پلوه د زیات اهمیت وړ دی، دا لومړی ځل دی چې له پاکستان سره د دوو منځګړو هیوادونو سره په اجنډا کي د سرحد د نوم ليکلو څخه نه یوازې ډډه کوی، بلکه کورټ یې نه منې، دا د پاکستان په تاريخ کی لومړی ځل دي چې په دومره لوړه بینالمللی سطحه باندي هغه کرښي ته چې دوئ ورته سرحد وایې د افغان لوري په وړاندې سرحد نه دئ، د پاکستان ميډیا او ټولې رسنۍ پرې خبرې کوي، لوی بحث ګرزيدلی دئ، پخوا د ګوتو په شمار پاکستاني سياسيون خبر وو خو نن د پاکستان ټول خلک خبر شول، دې خبر د پاکستان حکومتي رسنۍ چلونکې ډېر اندېښمن او غوصه کړې دې، نه يوازې پاکستان بلکه د افغانستان د سرحد نه منلو خبر نړۍ والو رسنيو هم ياد کړی دئ، په ډاډ سره ویلای شو چې بي له شکه دا د افغان لوري يو لوی بری ګاڼه شي.
د اجنډا پر بنسټ د بورډ یا کمیسیون موده دوه کاله ياده شوي ده، حالاتو ته په کتو سره تمدید کېدای شي، دوه کاله وخت افغانستان ته دا موقع په لاس ورکوي چې له سياسي او نظامي پلوه ځان مظبوط کړي، د پاکستان نن ورځې بريد دا په ګوته کوی، چې د افغانستان په وړاندي د پاکستان عزايم ښه نه دي، افغانستان هغه نيمګړتياوي چې د يو (کانوينشنل) منظم حرفوی فوځ له اړخه ورسره مخ دې جدي ونيسې، په خاصه توګه هوايې ډيفنس سيستم، همدا نن امارتي چارواکو ته الله تعالی دا طلایې موقع ورکړې ده، چې د خپلو خلکو اعتماد ترلاسه کړي، ملی اجماع رامنځته کړی، دا بهترین چانس دی، جنګ ځپلو خلکو ته کله نا کله داسي یو چانس په لاس ورځي ، ضایع نه شي. ګټه ترې پورته شي، ځکه نني شرایط دا ایجابوی.
درنښت