دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهد ایران ۱۰ سرحدي ځواکونه د پاکستان په پوله کې ووژل شول

د ایران ۱۰ سرحدي ځواکونه د پاکستان په پوله کې ووژل شول

تاند (شنبه، د عقرب ۵ مه) د پاکستان په پوله کې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د تفتان په ولسوالۍ کې د ایران د امنیتي ځواکونو د ګزمې پر موټر د وسله والو کسانو په برید کې ۱۰ ایراني سرتېري وژل شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس هم تایید کړه چې «د تفتان په کوهرکوه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر ګزمې برید شوی چې په نتیجه کې څو کسان شهیدان شوي دي.»

په سیستان او بلوچستان کې د پوله ساتو ځواکونو یوه مسوول د تسنیم خبریال ته وویل: «څو ساعته وړاندې وسله والو کسانو د تفتان ولسوالۍ د ګوهرکوه په سیمه کې د پولیسو له ګزمې سره نښته وکړه چې په پایله کې یې یو شمېر کسان شهیدان شول.»

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر له دې برید وروسته د سرحدي پولیسو قوماندانانو او د کورنیو چارو وزارت چارواکو یوې ډلې ته لارښوونه وکړه چې د تفتان د ګوهرکوه د برید ټول اړخونه وڅېړي او نتیجه ژر تر ژره خلکو ته ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دې برید کې د سرحدي پولیسو ۱۰ تنه سرتېري او ځواکونه وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب