Homeخبرونهله چینایي شرکت نه د طالبانو غوښتنه؛ د مس عینک کان کارونه...

له چینایي شرکت نه د طالبانو غوښتنه؛ د مس عینک کان کارونه چټک کړئ

تاند ( شنبه د عقرب ۵مه) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د مس عینک قراردادي شرکت له مسوولینو سره د لیدنې پرمهال له دوی وغوښتل،چې د دې کان کارونه چټک کړي.

عبدالطیف منصور ویلي، چې د مس عینک کان یوه مهمه ملي پروژه او د افغان ولس هیلې دي.

یاد وزارت پرون د جمعې په ورځ په خبرپاڼه کې دا څرګندونې کړې دي.

یاد چینایي شرکت (ام سي سي) د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ته د اوبو او برښنا په اړه عبدالطیف منصور سره سره شریکې کړي او نوموړي د حل ډاډ ورکړی دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر د تېرې چهارشنبې په ورځ د یوه هیئت په مشرۍ چین ته تللی.

د مس عینک کان استخراج په کال ۱۳۷۸ کې د ۳۰ کلونو لپاره له یاد چینایي شرکت سره وشو، خو د امنیتي مسایلو او تاریخي اثارو له امله د دې کان کارونه ځنډېدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...