پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeخبرونهله اوږده ځنډ وروسته؛ نن د کابل ـ جلال اباد دوهم لین...

له اوږده ځنډ وروسته؛ نن د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک چارې پيل شوې

تاند ( شنبه د عقرب ۵مه) د کابل ـ جلال اباد دوهم لین سړک د رغونې چارې له کلونو ځنډ وروسته نن شنبه د عقرب ۵مه پيل شوې.

د دې سړک د چارو د پيل په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر وویل، چې د دې سړک د رغولو چارې د ولسونو د غوښتنې په اساس پيل شوې.

نوموړی وایي دا سړک به د هېواد د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې د پام وړ اغېز وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وایي د دې سړک په جوړېدو سره به د سیمې خلکو د تګ – راتګ د اسانتیاوو ترڅنګ کوچني او منځني کاروبارونه وغوړوي او دغه راز به په لومړي لېن سړک باندې د تګ – راتګ ګڼه ګوڼه کمه شي.

هغه زیاتوي، چې دا سړک په کانکریټي ډول جوړیږي، چې د بار وړونکو موټرو د تګ – راتګ لوړ ظرفیت ولري چې په خبره یې په دغه سړک به د پاکستان او هندوستان ټرانزیټ هم ترسره کیږي.

د سیمې اوسېدونکي هم د سړک د چارو پيل هیله من کړي او د همکاري ډاډ ورکوي.

دوي ټینګار کوي، چې د سړک چارې دې تر پایه وڅارل شي او تر ټاکلې مودې دې پای ته ورسول شي.
دغه سړک ۱۲۶ کیلو متره اوږدوالی لري، چې د کابل له بګرامیو څخه پیل او د خاک جبار ولسوالۍ په دوام د جلال آباد له حلقوي سړک سره نښلول کیږي.

1 COMMENT

  1. دا سرک د ننګرهار د حصارک او بیا مملې له لارې په سره رود ولسوالۍ جلال اباد ښار ته رسېږي. کله چې د دویم سرک ذکر کوئ دا ورسره یادوئ ځکه موجود سرک چې د ظاهرشاه په وخت کې جوړ شوی د سروبي او لغمان له لارې جلال اباد ته ځي او دا مستقیما له کابل نه ننګرهار ته داخلېږي.
    بله خبره دا ده چې دغه ساپی ماپی لیرې کړئ چې خبرونه یې ګډوډ دي. مخکې یې د دې سرک په رابطه یو شی لیکلی و بېخي یو ګند یې جوړ کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب