تاند ( شنبه د عقرب ۵مه) د چین د بهرنیوچارو وزارت ویلي، چې له راروانې ډسمبر میاشتې څخه به د افغانستان له صادراتو تعرفه نه اخلي.
د چین د بهرینو چارو وزارت ویاند لین ژیان پرون جمعه په یوه خبري غونډه کې د افغانستان او اسلامي نړۍ د یوشمېر نورو هېوادونو لپاره د خپل حکومت د پلان جزییات روښانه کړل.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د ملګروملتونو لهخوا د په رسمیت پېژندل شویو هېوادو له ډلې تر ټولو لږ پرمختللی دی،چې د چین له پالیسۍ ګټه واخلي.
سرچینه په باور سره وایي، چې دا پرېکړه به د دواړو خواو لپاره د اقتصاد او سوداګرۍ له پلوه ګټوره وي.
اقتصادي شنونکی هم د چین دا پرېکړه د افغانستان د سوداګرۍ لپاره یو ښه اقدام بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا پرېکړه به هغه مهال ډېره ګټه وکړي چې افغانستان خپل صادرات زیات کړي.
اوس مهال د افغانستان په بازارونو کې ډېره برخه واردات پلورل کېږي او د صادراتو برخه ډېره کمزورې ده.