پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+په نړۍ کې به لومړی څوک تریلونر شي؟

په نړۍ کې به لومړی څوک تریلونر شي؟

تاند (شنبه، د عقرب ۵ مه) د نړۍ په ۱۰ سترو میلیاردرانو کې ۸ یې د ټکنالوژۍ د صنعت خاوندان دي، خو په دوی کې به کوم یو لومړی تریلونر شي؟

د یورنیوز د راپور له مخې، د میټا اجرائیه رئیس مارک زاکربرګ، چې په نړۍ کې یو له څو تر ټولو شتمنو کسانو څخه دی، په دې وروستیو کې د هغو کسانو په ځانګړي ډله کې شامل شو چې شتمني یې ۲۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلې یا ترې اوښتې ده.

په دې توګه، زاکر برګ د دې ځانګړي کلب نوی غړی شو چې د ټکنالوژۍ د صنعت یوازې دوه نور لوی شتمن پکې شامل وو، یعني د امازون بنسټګر جیف بیزوس او د ټیسلا اجرائیه رئیس ایلن مسک.

د زاکربرګ شتمني تر ډېره له دې درکه ده چې په میټا شرکت کې تر ټولو زیاته ونډه لري، چې د ټولنیزو یا خواله رسنیو فېسبوک، انسټاګرام او تریډز، او همدارنګه د پیغام رسونې پلیټفارم واټس‌اپ مالک دی.

د بلومبرګ د ملیاردرانو د شاخص له مخې، د نړۍ لومړي درې تر ټولو شتمن کسان د ټکنالوژۍ په صنعت پوري تړلي دي.

په حقیقت کې، د نړۍ د لسو تر ټولو شتمنو کسانو له ډلې څخه اته تنه په دې سکتور پورې تړلي دي.

په دې کې ځینې مهم نومونه شامل دي لکه د اوراکل (Oracle) بنسټ ایښودونکی لاري ایلیسن، چې ورپسې د مایکروسافټ شریک بنسټګر بیل ګیټس او د الفابېټ (د ګوګل د مور شرکت) شریک بنسټ ایښودونکی لاري پېج دی.

تراوسه پورې په نړۍ کې له اوو کمپنیو یا شرکتونو څخه چې د هر یوه شتمني یو تریلیون ډالرو ته رسیدلې، شپږ یې د ټکنالوژۍ کمپنۍ دي.

د (Informa Connect Academy) د وروستي راپور پر اساس، د سږ (۲۰۲۴) تر جولای پورې د مایکروسافټ، اپل، (Nvidia)، الفابېټ او میټا شتمني تر یو تریلیون ډالرو اوړي.

1 COMMENT

  1. د مارکسیزم – لیننیزم د خیرنی فکری مدرسی له مدیرانو پرته بل هیڅ فکری – عملی مدرسه د شخصی مالکیت خلاف نه ده. شخصی مالکیت د یو انسان فطری غوښتنه ده.
    امّا
    حقیقت خو دا دی چی بشری هر فعالیت ځانته خپل وضع سوی آسمانی او زمینی قوانین لری چی باید هغه مراعات او درناوی ور ته وسی کنی یوازی د ثروت لاسته راوړنه ( هغه هم په هره بیه ) هنر نه ګڼل کیږی بلکه یو ډول د ځنګل قانون به وی ( په ځنګل کی هم د غښتلی بدن خاوندان حاکم وی ) خو انسانی ټولنه د حیوانی ټولنی سره دومره توپیر لری لکه شپه او ورځ چی توپیر سره لری.
    دا سمه خبره ده چی تکنولوژی د انسانانو په ژوند کی د منفی اغیزو تر څنګ ډیر مثبت او د منلو وړ ښی اغیزی شیندلی دی خو ستونزه فقط د ” اخلاق ” په کمبود کی ده.
    زموږ د وطن په کچه د ثروتمندانو او شتمنو کسانو وضعیت که بیان سی نو نتیجه به دا وی چی زموږ د وطن اکثرو شتمو کسانو خپله شتمنی له نامشروع او حرامی لیاری لاسته راوړی وه ( لوی لوی او ظالم فئوډالان او زمین داران، د ګمرکاتو لوی لوی رئیسان، خائن خائن تجاران کوم چی د موټر پرزه جات به ئی د شلومبو د کاچوغو پنوم ثبت او محصول کړی وه، رباخوار او سود خور سوداګران، د تاریاکو قاچاقبران، په لویو دولتی مقامونو کی ناست اختلاس کوونکی مامورین) . شتمنو کسانو نه ذکات ورکاوه نه خیرات او نه صدقه او نه مالیه، خوشی د حرص او آز بندګان وه.
    امّا اصلی خبره:
    د تکنولوژی لوی لوی مهندسین او پانګه وال هم د سړی زامن نه دی او د دولتونو په مرسته ئی د ټول بشریت څخه کمیسان کښلی دی.
    مثلاً
    د برق د تولید منبع یا اټوم دی یا تیل او ګاز او یا اوبه دی.
    دا ټول مواد اولاً د ټول بشریت عمومی شتمنی ده او یا لږ تر لږه د مربوط هیواد د اوسیدونکو ګډه شتمنی ده، مهندسین او د لویو فابریکو او شرکتونو خاوندان نوموړی مواد په برق تبدیلوی او پر خلګو ئی په سل چنده لوړه بیه پلوری چی دا ښکاره او لوڅ ظلم دی د انسانانو سره.
    دا لا څه چی بِل ګیتس غوندی یهودی بړوه ګان د روپو او نفوذ له لیاری د خدمت پنوم د بشریت د ژِن سره خطرناکی لوبی پیل کړیدی ( هم په ماشینی او تصنعی توګه په لابراتوارونو کی ناروغیانی او ویروسونه تولیدوی او خپروی او هم د واکسین د تولید فابریکی فعاله ساتی څو هم روپی وګټی او هم نور ناوړی اهداف تعقیب کړی ).
    څه موده مخکی په اینسټاګرام کی د هاروارډ د پوهنتون د اقتصادی چارو یو استاد په ډاګه وویل چی د چین په هیواد کی هر تولید سوی آیفون د اَپل کمپنی لپاره ټوټال په لس ډالره تمامیږی خو په بازار کی ئی بیه زر یا پنځلس سوه ډالره ده.
    دومره ګټه؟
    په هره توګه، کاپیټالیسټی یاغی سیسټم د ټولی نړی خلګ د بدبختی خوا ته سوق کړی دی البته د کاپیټالیزم الترناتیو الزاماً کمونیزم نه دی بلکه بشر باید یوه بله عادلانه اقتصادی لیاره ځانته غوره کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب