خټک و. د پیښور په بډه بېره کې اوسېده. کور او کورودانه یې لرل. ناڅاپه په یوې کونډې میین شو. کونډې ته یې وویل چې واده به سره وکړو خو هغې یې وړاندیز ونه مانه. راول کورودانه طلاقه کړه، مال او جایداد یې خیرات کړل ، فقیري یې اختیار کړه. په تاریخ مرصع کې لولو چې یوازې به اوسېده، په طاعت عبادت به بوخت و او د بزرګانو مجلسونو ته به ورته.
د تاریخ مرصع لیکوال افضل خان لیکي چې: « یو ورځ زه د هغه غار (چې دی پکې اوسېده) په نزدیکۍ ورغلم، کښېناستم، سړی مې ورواستاوه چې راشه چې دې تا دیدن وکړم. راغی په مات کنډولي کې یې د یو قسم غلې ګونګړي (د جوارو، نخودو او داسې نورو حبوباتو اېشول شوې دانې) راوړل. سلام وعلیک یې وکړ. کښېناست. ومې لید. ډېر پیر شوی و. وچ کلک و. پنډۍ یې سپي چیچلې وه. په چیرړو( لتې ، زاړه ټوکران ) یې تړلې وه. چا ځنې پوښتنه وکړه، پنډۍ دې ولې سپي چیچلې ده؟ ده ورته وویل، سپي د عاشقانو غلیمان دي.»
د ځینو عاشقانو نکلونه مشهور دي. د راول فقیر د مینې داستان مشهور نه دی مګر امتیاز یې دا دی چې راول فقیر تاریخي وجود لري. د ده او د ده د مینې په باره کې معلومات په شفاهي روایتونو او افسانو کې نه بلکې په تاریخ کې لولو او مورخ دا نه راته وایي چې داسې یو څوک په تېرو وختونو کې اوسېده او ده ته یې نورو کسانو کیسې کړې دي، بلکې وایي چې د ده د خپلې زمانې سړی و او پخپلو سترګو یې لیدلی او په خپلو غوږونو یې اورېدلی دی.
ارواپوهنه وایي چې کابو هر څوک په تېره بیا د شباب په کلونو کې میین کېږي او یو بل چا ته شدید تمایل یې روحي مشکلات زیاتوي.کله چې دغه مشکلات خورا زیات او نورو ته افشا شي، په شاوخوا کې مشهوره شي چې پلانی میین دی. د ځینو عاشقانو نکلونه ځکه په پیړیو پیړیو په حافظو کې پاتې شوي او بیا بیا اورول شوي دي چې په دغو نکلونو کې اورېدونکی خپلو روحي تجربو ته ورته تجربې مومي او د دې حقیقت له احساسولو خوند اخلي چې په دې دنیا کې یوازې نه دی. دا معلومه نه ده چې لیلا و مجنون یا مومن خان و شیرینو به په رښتیا وو او په رښتیا به دغسې ورپېښ شوي وي، خو دا ثابته ده چې د دوی او نورو عاشقانو نکلونه ځکه مشهور شوي دي چې د انسانانو د مشترکو روحي تجربو د هیندارو حیثیت لري او په بېلو بېلو زمانو کې ګڼو کسانو پکې په څه نا څه بڼه خپل ځانونه لیدلي دي.
موږ د مینې کلمه په مختلفو مقصدونو استعمالوو. کله مو منظور ورنه د مجنون او ادم خان او راول فقیر د مینې غوندې ډېر شدید او غیرعادي محبت وي خو ډېر ځله ورنه د یوې معقولې او معتدلې دلچسپي مطلب اخلو. موږ وایو پلانی د رباب له غږولو سره مینه لري ، یا مثلا پلانی د مرغانو د ساتلو شوقي دی.
راول فقیر د مینې په باره کې یو نصحیت کړی دی چې په اورېدو ارزي. په تاریخ مرصع کې لولو: « … هر څوک چې به په مخه ورغی، ځنې سوال به یې وکړ چې نصیحت راته وکړه. ورته به یې ویل چې، بې مینې مه اوسه، په څه میین شه.»
راول فقیر ډېره لویه خبره کړې ده. هغه کسان چې په ژوند کې یوه دلچسپي نه لري، چې شوق یې نه وي او د وخت د اړولو لپاره له بې ازارې بوختیا بې برخې وي، ممکن په روحي او اخلاقي ناروغیو مبتلا شي. د مطالعې لېوال، ګلبازان، د باغدارۍ شوقیان، د فوټبال د لوبو علاقمندان او هر هغه څوک چې غیرمضره دلچسپي لري، غیبت، کینې، حسادت او د نورو په کار کې کار لرلو ته ډېر وخت نه مومي او روحي سکون یې زیات وي. دا ضرور نه ده چې زموږ دلچسپي دې مادي ګټه ولري خو دا ضرور ده چې مضره دې نه وي. چرس څکول هم یو شوق دی مګر ضرر پکې دی. زموږ په تربیتي نظام کې شوق لرلو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي او سالمو بوختیاوو ته اهمیت نه ورکول د دې سبب شوي دي چې ګڼ کسان مو له تومت کولو، لاپه وهلو او چرس څکولو رانیولې تر قتل کولو پورې ګڼو لویو او وړو بد اخلاقیو ته مخه کړي.
افضل خان لیکي چې راول فقیر او هغه کونډه چې دی ورباندې میین و، دواړه زاړه شول. اویا کلنۍ او اتیا کلنۍ ته ورسېدل. راول به په زړبودن کې هم کله کله د هغې دیدن ته ورته.
د راول تر دې نصیحته چې خلکو ته به یې ویل، بې مینې مه اوسه د معاصر نامي انساني شخصیت نلسن منډیلا خبره رایاده شوه، دی وایي، پریږده چې عشق دې خاصیت شي، نه له ځانګړي کس سره رابطه
اجمل پسرلی
استاده مننه ، راول فقیر واقعي هم خلکو ته ښه نصحت کړی ده
دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې…….د همه و مخلوقاتو پلار دی دا