لنډيز
ژبپوهنیز سیند د پوهنمل محمد عثمان څولیزی په لاس لیکل شوی قاموس دی چې په (۱۴۰۱) لېږدیز لمریز کال په پینځه سوه یودیرش (۵۳۱) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمي اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په لایف سټار مطبعه کې چاپ شوی دی. مهتمم یې څېړنیار محمد اسحاق مومند دی. په دې قاموس کې ټول ټال پینځه زره (۵۰۰۰) ژبپوهنیز اصطلاحات له پښتو ویینګ سره په پښتو ژبه مانا شوي دي.
په لومړي مخ کې د کتاب پېژندنه راغلې ده. په نورو مخونو کې بسم الله الرحمن الرحیم، سریلیکونه، او د اصطلاحاتو اړوند د پاڼو شمېر ټاکل شوی دی. لومړۍ تقریض د څېړنوال دوکتور رفیع الله نیازي له خوا لیکل شوی دی؛ په دوو فرعي عنوانونو کې یې د دې سیند د لیکنې په ډول او جوړښت او د لیکنې په اړتیا، اهمیت او ارزښت باندې خبرې کړې دي. دویم تقریض د څېړنپوه مولاجان تڼیوال له خوا لیکل شوی دی.
نیازي د دې سیند د لیکنې د ډول، جوړښت، اړتیا، اهمیت او ارزښت په اړه خبرې کړې دي او زیاتوي چې دا قاموس د ژبپوهانو او ژبڅېړونکو له پاره لیکل شوی دی، خو نور کسان هم ترې ګټه اخیستلی شي.
دا قاموس د دې له پاره مهم دی چې په پښتو ژبه کې د ژبپوهنیزو اصطلاحاتو لومړنی قاموس دی. په کتاب کې ټول اصطلاحات د الفبا په ترتیب راوړل شوي دي، چې له ژباړونکو سره د ژباړې په وخت کې مرسته کوي.
خو قاموس ځینې نیمګړتیاوې هم لري. ځینې اصطلاحات په پښتو ژبه کې معادله اصطلاح نه لري او ګڼې مترادفي ماناوې یې لیکل شوې دي. ځینې اصطلاحات ناسم مانا شوي دي او ځینو ته تر حده ډېرې ماناوې لیکل شوې دي. په کم وخت کې د لوی کار ترسره کول نیمګړتیاوې لري.
ژبپوهنیز سیند د پوهنمل محمد عثمان څولیزی په لاس لیکل شوی قاموس دی چې په (۱۴۰۱) لېږدیز لمریز کال په پینځه سوه یودیرش (۵۳۱) مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمي اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په لایف سټار مطبعه کې چاپ شوی دی. مهتمم یې څېړنیار محمد اسحاق مومند دی. په دې قاموس کې ټول ټال پینځه زره (۵۰۰۰) ژبپوهنیز اصطلاحات له پښتو ویینګ سره په پښتو ژبه مانا شوي دي. په لومړي مخ کې د کتاب پېژندنه/ ځانګړنه راغلې ده. په نورو مخونو کې په ترتیب سره بسم الله الرحمن الرحیم، سریلیکونه (دوه تقریضونه او یوه سریزه له A تر Z) توري پورې اصطلاحاتو اړوند د پاڼو شمیر ټاکل شوی دی. لومړۍ تقریض (د ژبپوهنیز سیند په اړه څو خبرې) تر عنوان لاندې د څېړنوال دوکتور رفیع الله نیازي له خوا لیکل شوی دی؛ په دوو فرعي عنوانونوکې یې د دې سیند د لیکنې په ډول او جوړښت او د دې سیند د لیکنې په اړتیا، اهمیت او ارزښت باندې خبرې کړې دي.
دویم تقریض (د ژبپوهنې دا قاموس) تر عنوان لاندې د څېړنپوه مولاجان تڼیوال له خوا لیکل شوی دی. سریزه ( د ژبپوهنې سیند) تر عنوان لاندې خپله لیکوال پوهنمل محمد عثمان څولیزي لیکلې ده.
نیازی د دې سیند د لیکنې د ډول، جوړښت، اړتیا، اهمیت او ارزښت په اړه څه ناڅه غږېدلی دی؛ ځینې یې له څه زیاتونې سره را اخلم؛ دا اثر د ژبني جوړښت له پلوه دوه ژبیز قاموس دی؛ ځکه چې مبدا ژبه یې انګلیسي او اصطلاحات هم له انګلیسي ژبې، له پښتو ویینګ سره؛ پښتو ژبې ته مانا شوي دي. معمولا د انګریزې اصطلاحاتو پښتو لغوي ماناوې را اخیستل شوې خو په په ډېرو کم ځایونو کې د اصطلاحاتو اصطلاحي ماناوې هم لیکل شوي یا تشریح شوي دي. د کاروونکو د څرنګوالي له پلوه دا قاموس د هغو کسانو له پاره لیکل شوی چې په دوو ژبو (انګلیسي او پښتو) برلاسي وي. د کاروونکو د زده کړې له پلوه د ژبپوهانو او د ژبڅېړونکو له پاره لیکل شوی دی. د اړتیا په وخت کې نور کسان هم ترې کار اخیستی شي. د کارونې له پلوه دا قاموس د اینکوډینګ په بڼه لیکل شوی. د منځپانګې له پلوه د ژبې تخصصي قاموس دی. د سایز له پلوه معیاري قاموس دی. د لاس رسي له پلوه د کتاب په بڼه شته دی؛ په انلاین ډول نه شته.
داچې هر علم او فن د تشریح کولو او پرې پوهېدلو له پاره ډېرو تخصصي او مسلکي کلمو او اصطلاحاتو ته اړتیا لري. ځیني اصطلاحات په ډېرو پوهنیزو برخو کې نوي رامنځته کېږي او د هماغه علم ترمینالوژي بلل کېږي. ژبپوهنه یو نوی علم دی. په دې علم پورې اړوندې برخې په ډېرې چټکۍ سره په نړۍ کې د پرمختګ په حال کې دي. په دې اساس د دې پوهې اړوند اصطلاحات د هرې ورځي په تېرېدو سره پراخېږي.
د لیکلو اهمیت او ارزښت یې په دې کې دی چې په پښتو ژبه کې د ژبپوهنیزو اصطلاحاتو له پاره دا لومړۍ هڅه او کوښښ دی. بل داچې د ژبپوهنې ګنې څانګې په پوهنتونو کې په درسي نصاب کې شاملې دي دغه بېلابېلې څانګې او مضمونونه ځانګړې ترمینالوژي لري چې د پوهېدلو له پاره د دغه ډول تخصصي سیند لیکل ارزښتمن کار دی. د دې تر څنګ کلمې په اسانۍ سره په دې کتاب کې پيدا کوی شي ځکه چې ټول اصطلاحات د الفبا په ترتیب راوړل شوي دي. همدا راز له ژباړونکو سره د ژباړې په وخت کې مرسته کوی شي. قاموس لیکنه د یو کس کار نه دی؛ قاموس باید د یوې ډلې، ادارې او اړوندو کارپوهانو له خوا ولیکل شي. داچې دروند مسولیت څولیزي په یوازې ځان ترسره کړی دی نو له نیمګړتیا سره سره دې یو ارزښتمن کار وګڼل شي.
ښاغلی نیازی د سریزې په یوه برخه کې داسې کاږي چې زه یې کټ مټ را اخلم: په پښتو ژبه کې د ژبنیو مسایلو او ژبپوهنیزو کلمو او اصطلاحاتو په برخه کې د ښاغلي څولیزي د دې سیند لیکل غوره او ګټوره هڅه ده خو وروستۍ او بشپړه نه ده ځکه څومره چې پوهې او فنون مسلکي او تخصصي کېږي نو ورسره کارېدونکې کلمې او ترمینالوژي هم مسلکي او تخصصي کېږي.
زه د نیازي صاحب د خبرو په تایید یو څو نور مسایل زیاتول غواړم چې یادونه یې اړینه او ضروري ده.داچې قاموس لیکنه د یو سړي کار نه دی ځکه قاموس لیکونکی باید له یو ګروپ سره کار وکړي څو د خپل کار خوږ محصول وویني او د ټولنې له پاره ګټور شی وړاندې شي. څولیزي چې دا کار په یوازې ځان تر سره کړی زه یې د نیمګړتیاوو سره سره د ستاینې وړ ګڼم.
په کتاب کې داسې ژبپوهنیز اصطلاحات شته چې په پښتو ژبه کې معادله اصطلاحه ورته پیدا شوې ده. د بېلګې په توګه دغه نمونې یې کتلای شو: Deef structure: (ډیپ سټرکچر) ژور رغښت، ژور جوړښت، د نحوي توک یا جملې مجرد او ماناییز جوړښت چې د جملې د رغندو توکونو ترمنځ د نحوي تړاو ښکارندویې کوي. Referent: (ریفرینټ) مصداق، مرجع، مدلول، اړوند کس یا پدېده.
د دې تر څنګ په کتاب کې داسې ژبپوهنیز اصطلاحات هم شته دي چې په پښتو ژبه کې معادله اصطلاحه ورته نه ده پیدا شوې؛ ګڼې اصطلاحګانې/ کلمې یې په وړاندې لیکل شوې دي چې لوستونکی د سمې اصطلاح په اخیستلو کې ګنګسوي او دقیقه مانا ترې نه شي اخیستی. د بېلګې په توګه ځیني نمونې یې کتلای شو. Entailment: (اینټیلمینټ) د پېښې یا قضیې د برخو ترمنځ منطقي تړاو، وقف، مال او ملک، بند شوی چې سمه او معادله اصطلاح یې (استلزام) دی. Generative Grammar: (جنیریټیو ګرامر) پنځیز ګرامر، زېږیږ ګرامر، تولیدي ګرامر چې معادله اصطلاح یې (زېږنده ګرامر) دی. Homograph: (هوموګراف) همشکله کلمې، ورتنۍ کلمې، هغه کلمې چې لیکنۍ بڼه او لفظي اداینه یې یو شان خو ماناوې یې سره بېلې وي چې معادله اصطلاح یې (همتوریزونه) دي. ځینې نورې نیمګړتیاوې هم دلته ذکر کوم چې په راتلونکې کې د دې کتاب لیکوال یا نور لیکوالان چې په دغه برخه کې قاموس لیکنې ته مخه کوي اصلاح او سمونې په کې راولي.
که څوک د ژبې د ترمینالوژي په اړه کافي پوهه ونه لري له کتاب څخه دقیقه مانا یې نشي ټاکلی. بل داچې ډېری اصطلاحاتو ته په خپله ژبه کې اصطلاحي مانا نه ده پیدا شوي لغوي او ګڼې مترادفي ماناوې یې لیکلې دي.ځیني اصطلاحات ناسم مانا شوې دي. ځینو اصطلاحاتو ته تر حد ډېرې ماناوې لیکل شوې دي. په کم وخت د لوی کار تر سره کول نیمګړتیاوې لري.د ځیو اصطلاحګانو د مانا پيدا کولو له پاره یې ډېره هڅه نه ده کړې.
————-
عبدالحنان ارمل د کابل پوهنتون ادبياتو پوهنځی پښتو څانګې د ماسټري د دویم ټولګي محصیل دی.