یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهطالبانو د صرافۍ او پولي خدمتونو لپاره قانون جوړ کړی

طالبانو د صرافۍ او پولي خدمتونو لپاره قانون جوړ کړی

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د عدلیې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو ویلي، چې د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې قانون یې تنفیذ کړی.

د یاد شوي وزارت د اعلامیې له مخې، دغه قانون د طالبانو د عمومي مشر ملا هبت الله توشیح شوی، چې له مخې یي دا قانون د پولي خدمتونو ښه تنظیمولو، د پولي خدمتونو او بې جوازه صرافانو قانوني کولو، د اسعارو د قاچاق او اقتصادي نظام لپاره یې د پېښېدونکو خطراتو د مخنیوي او د صرافي او پولي خدمتونو معیاري کولو په موخه تهیه او تدوین شوی او په ټولو صرافانو او د پولي خدمتونو پر وړاندي کوونکو پلي کيږي.

د افغانستان بانک لپاره د طالبانو چارواکو ویلي؛ د دې قانون په پلي کېډو سره به د هغه غیر قانوني صرافیو مخه ونیول شي، چې د ټولیز اقتصاد لپاره خطرونه رامنځته کوي.

یاد شوی قانون یوه مقدمه، دوه فصلونه او نهه مادې لري چې له مخې یې د جواز پرته د صرافیو او د پولي خدماتو شرکتونو فعالیت منع شوی دی.

د صرافۍ او پولي خدمتونو لپاره د طالبانو قیودات له هرکلي سره مخ شوي، خو منتقدانو یې ویلي چې طالبان اساسي قانون اړین نه ګڼي، خو پر مالي سرچینو د کنټرول لپاره د قانون جوړولو خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب