یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهافغانستان سره د پولې د نا امنۍ په اړه د ایراني مقام...

افغانستان سره د پولې د نا امنۍ په اړه د ایراني مقام خبرو ته د طالبانو غبرګون

تاند (یکشنبه، د سرطان ۳۱ مه) د طالبانو د رژیم مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران د پارلمان د یوه مقام هغه خبره رد کړې، چې ګواکې افغانستان سره د ایران پوله نا امنه ده او له افغانستانه ترې د وسلو قاچاق کیږي.

طالب ویاند د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او ملي امنیت کمیسیون د یوه مقام یعقوب رضا زاده په غبرګون کې ویلي، چې یاده پوله د دوی له لوري امن ده، خو قاچاق یوه نړیواله ستونزه ده او مخنیوی یې ناشونی ښکاري.

رضا زاده نه دي ویلي، چې په مشخص ډول له افغان پولې یې هېواد ته څومره او څنګه وسلې د څه لپاره قاچاق شوي او څه شواهد ورسره لاس کې شته؟

د سیمې یو شمېر نور هېوادونه هم وخت پر وخت د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه دوی ته د خطرونو پېښیدو خبره کوي، خو طالب چارواکي یې ادعا ردوي.

تر دې وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي له افغانستان او پاکستان سره د دغه هېواد د ځینو پولو د تړلو د طرحې د پلي کېدو خبر ورکړی و.

1 COMMENT

  1. تاسو ، چې زمونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولې پولې په اوږدو کې مو اغزن سیم تېرکړی ، جرونه او خندقونه ، پوخ سرک او تقریبا په هرو 500 مترو کې یوه عصرې پوسته پکې جوړه کړېده ، هر ساعت ګزمې کوئ ، د دغو ټولو امکاناتو په موجودیت کې د قاچاق مخه نه شی نیولی ، د افغانستان سرحدی قوا به یې څنګه مخه ونیسي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب