یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+په ماناپوهنه کې د قاموسي او دایرة المعارفي مانا توپيرونه

په ماناپوهنه کې د قاموسي او دایرة المعارفي مانا توپيرونه

محمد جاوید عرفان

لارښود استاد: پوهاند اجمل ښکلی

۱۴۰۳ هـ ش.

Abstract

The difference is that encyclopedic meaning is the standardized, general definition, while contextual meaning is the specific, situated interpretation of a term. Encyclopedic meaning is based on authoritative reference sources, while contextual meaning is determined by the unique circumstances in which the word is being used.

For example, the encyclopedic meaning of the word “bank” is a financial institution. However, the contextual meaning could be different if the word is used in the phrase “river bank.” In this case, the contextual meaning refers to the edge of a river, rather than a financial establishment.

کلیدي کلمات: قاموس، دایرة المعارف، مانا، ماناپوهنه، توپير.

سریزه

الحمد لله رب العالمین والصلواة والسلام علي اشرف الانیاء والمرسلین وعلي اله واصحابه اجمعین.

اما بعد؛ د مانا پوهنې د په زړه پورې موضوعاتو له جملې یو هم د کلماتو قاموسي او دایرة المعارفي مانا ده، چې یوه په زړه پورې موضوع ده، چې په دې مقاله کې پرې بحث کېږي، په لومړي قدم کې په مانا پوهنه کې د کلمې مانا پېژندل کېږي، بیا د قاموسي مانا او ورپسې د دایرة المعارفي مانا په مفهوم بحث کېږي او په پای برخه کې د دایرة المعارفي او قاموسي مانا پر توپيرونو بحث کېږي. دا موضوع د مانا پوهنې د معاصرو موضوعاتو په لړ کې یوه په زړه پورې موضوع ده، چې د یوې کلمې د قاموسي او دایرة المعارفي مانا په اړه معلومات وړاندې کوي.

په مانا پوهنه کې د کلمې مانا

مخکې له دې چې د قاموسي مانا او دایرة المعارفي مانا پر پېژندنه او د هغوی پر توپير خبرې وکړو، غوره بولم چې لومړی د کلمې د مانا (word meaning) په مفهوم پوه شو، د مثال په توګه کله چې موږ د چوکۍ (Chair) کلمه وایو یا اورو زموږ ذهن ته څو ډوله ماناګانې راځي. لومړی د چوکۍ کلمې عمومي یا ساده مانا (چې د فرنیچر یوه برخه ده) زموږ ذهن ته راځي. خو که د ژوند تجربو ته په کتو سره د چوکۍ په اړه نوره پوهه هم بیانوو، نو بیا هغې ته دایرة المعارفي مانا وایو چې د چوکۍ پر هر اړخېزه مانا باندې را څرخېږي. خو هغه څه چې موږ د چوکۍ د کلمې په اوریدو سره احساسوو له هغه څه سره ډېر ټوپير لري چې د چوکۍ د هر اړخېزې مانا سره تړاو لري (Anderson et al., 2024: 254).

شکل: د کلمې (چوکۍ) لغوي (قاموسي) مانا په بشپړه توګه د هغې له دایرة المعارفي مانا سره توپير لري (Anderson et al., 2024: 254).

د چوکۍ کلمې په ژبپوهنېز ظرفیت کې د هغې کلمې پر اصولو (فونولوژیکي اصولو او نحوي اصولو) او د هغې قاموسي مفهوم روښانه کېږي په قاموسي مفهوم کې د هغې تلفظ چې څنګه باید تلفظ شي، نحوي معلومات دا چې د چوکۍ کلمه اسم (نوم) دی. او قاموسي مانا یې چې یو حسي څېز ده، چې د ناستې لپاره کارول کېږي.

په ادراکي لحاظ د چوکۍ مفهوم یو پراخ مفهوم دی، چې د انسان ذهن ته د هغې پر لیدلو یا د هغه د نوم په اوریدلو سره ډېر څه ورځي. په دې توګه چې چوکي یو حسي څېز دی، چې لمس کېږي، لیدل کېږي، ماده ده (وزن لري) له سطحې سره د تماس په سبب غږ رامنځته کوي او داسې نور.

په دې توګه قاموس ممکن د Chair/ چوکۍ کلمې لپاره لنډه لغوي مانا او لنډ تعریف وړاندې کړي، داسې چې چوکۍ د فرنیچر یوه برخه ده.  او د ناستي لپاره کارول کېږي. خو که یو څوک بیا هم د چوکۍ پر مفهوم نه پوهېږي ممکن په قاموس کې د هغو لپاره داسې پېژندنه بیان شي. چوکۍ یو د شمارلو وړ څیز دی، د ناستې لپاره کارول کېږي، شا او مخ لري د ناستي لپاره ځانګړی ځای لري، ممکن ځینې یې د تکیه کولو برخه هم ولري. تاسو کولای شي پر هغې کښېني. عموماً له لرګي او اوسپني څخه جوړېږي.کولای شو هغه واخلو (وپېرو)، خلک یې د اشپزخانې لپاره رانیسي. دا پېژندنې ممکن د چوکۍ کلمې لپاره په قاموس کې موندل شي (Anderson et al., 2024: 254).

شکل: په اکسپورډ ډکشنري کې د Chair کلمې مانا

خو که چېرې په دايرة المعارف کې د Chair/ چوکۍ کلمه وپلټو هلته ممکن په زیات تفصیل سره د چوکۍ کلمه راوپېژني. چې وروسته پرې بحث کوو.

قاموسي مانا

په مانا پوهنې کې د یوې کلمې قاموسي مانا عموماً د کلمې بهرنیو عواملو او جوړښت ته اشاره کوي. د هغه کلمې په اړه دومره معلومات وړانندې کوي چې پوښتونکی یا پلټونکی یې د ځان لپاره کافي بولي او ځان پرې یوه مفهوم ته رسوي. د یوې کلمې په قاموسي مانا کې لاندې موارد شامل وي:

ماناپوهنېزه (Semantics): په قاموسي مانا کې د کلماتو عادي او مفهومي مانا چې عموماً په هغه باندې دلالت کوي په نظر کې نیول کېږي. لکه د چوکۍ څخه د ناستې وسیلې مانا اخېستل.

له متن سره تړاو (Context-dependence): په قاموسي مانا کې ممکن یوه کلمه په متن کې د کاریدنې یا متني محیط سره تړلې مانا ولري یا ممکن هر کلمه په مختلفو اوبونو کې مختلفې ماناوې ولري. لکه موږ چې په پښتو ژبه کې د (لور) کلمه لرو. چې په لاندې جملو کې له متن سره د تړاو له کبله مختلفې ماناوې اخلي.

  • احمده کله کله خو زموږ پر لور را چکر کېږه/ د طرف په معنا
  • تا د غازي امان الله خان لور لیدلې وه؟ لُور، دختر
  • چې فصل ته راځي هغه زما لور هم درسره راواخله؟ داس، د وښو ریبلو وسیله

څوماناوې (Polysemy): ډیری کلمې څو ماناوې لري یعنی یوه کلمه څو اړوندې ماناوې لري. لکه د انګلیسي ژبې د Bank کلمه چې د پیسو (بانک)، ساحل، کنار یا اړخ، شونډه، سټایل یا ډول او نورې ماناوې لري.

عمل پوهنه (Pragmatics): ډیری کلمې د مختلفو عواملو له کبله مختلفې ماناوې لرلای شي، لکه د ویونکي له قصد او ارادي، ټولنیز او فرهنګي اړخ او همدارنګه ضمني او محاوري اړخ سره مختلفې ماناوې ولري.

 د مثال په توګه احمد له محمد څخه پوښتنه کوي یا ترې غوښتنه کوي او ورته وايي:

احمد: ته نن شپه له ما سره د لوبې کتلو ته ځې؟

محمود ورته وايي: زه بیخي ډېر کار لرم چې باید تر سره یې کړم.

په پورتنۍ جمله کې محمود د احمد د غوښتنې ځواب داسې ورکړ چې هغه پرې پوه شو، چې د محمود ځواب منفي دی، په دې مانا چې هغه نه ځي، ځکه هغه نور کارونه لري، چې باید تر سره یې کړي.

متحرکیت (Dynamism): په قاموسي مانا کې کلمې د مانا له اړخه ولاړې (ساکنې) نه وي، ممکن د وخت په تېریدو یا د ژبې په بدلون سره په مانا کې تغیر راشي، یا یوه کلمه نوې مانا واخلي او زړه مانا له لاسه ورکړي.

اړیکې (Relationships): په قاموسي مانا کې یوه کلمه له نورو کلمو سره د اړیکو له مخې ورته والی، تضاد او نور شکلونه غوره کوي (Dash, 2014: 22- 23) 

دایرة المعارفي مانا

دایرة المعارفي مانا عموماً هغې مانا ته کارول کېږي چې د یو کلمې په ټولو جزئیاتو باندې راڅېرخېږي،  دایره المعارفي مانا د یوې کلمې لپاره هغه مانا وړاندې کوي، چې د هر مسلک کسان ترې اخذ اخېستلای شي او د اړوندې کلمې پر ټولو جزئیاتو پوهېدای شي. د یوه ساده مثال په توګه کیله (Banana) کلمه په قاموسي مانا سره د اکسپورډ ډیکشینري کې داسې معنا شوی:

شکل: د کیلي قاموسي مانا

یعنې کیله یوه اوږده منحني ډوله میوه ده چې په ګروپي (اوښکی ډوله) توګه وده کوي د پخیدو په وخت کې نرم او پوست شکل اختیاروي او ژیړ رنګ لري. خرما ته ورته د ګرم محیط میوه ده، چې لویې پاڼې لري خو تنه نه لري (Evans and Green., 2006: 215- 216).

که چېرې په دایرة المعارفي توګه د کیله مانا وپلټو، نو ممکن په تفصیلاتو مو ستړي کړي؛ په عمومي توګه په دایرة المعارفي مانا کې د کیلې نوم اېښودنه (تکسانومي)، ډولونه، بوتانیکي ځانګړنې، مورفولوژي، صحي ګټې، درلودونکي غذايي مواد او همدارنګه د کرلو شرایط او اړوند وده کوونکی اقلیم بیانېږي، همدارنګه د ساتنې او لېږد شرایط او په نړیواله توګه لوی تولیدونکي هېوادونه او نور….

 (Evans and Green., 2006:  216). 

په مانا پوهنه کې د قاموسي او دایرة المعارفي مانا توپيرونه

څرنګه چې د قاموسي او دایرة المعارفي مانا په اړه معلومات وړاندې شول دلته په مشخصه توګه د دوی تر منځ پر توپيرونو بحث کوم:

قاموسي مانا دایرة المعارفي مانا
د کلمي اساسي او ژبني تعریف وړاندې کوي د کلمې هر اړخېز او وسیع تعریف وړاندې کوي
د کلمې بنسټیز لغوي مفهوم او له نورو نږدې کلمو سره د هغې توپير بیانوي د کلمې په اړه د زیاتې پوهې وړاندې کول، د هغې ځانګړتیاوې، اړخونه او اړوند موارد ټول بیانېږي.
د کلمې ویناییز اړخ بیانوي، چې اسم دی، فعل دی، او که بل څه د کلمې په اړه کامل درک وړاندې کول چې هر لوستونکی تر مفهوم تر لاسه کړي، که څه هم هغه کلمې یې مخکې اوریدلې نه وي.
د کلمې معیاري او منل شوې مانا وړاندې کوي په دایرة المعارفي مانا کې د کلمې داسې پېژندل چې لوستونکی یا اوریدونکی ترې په واضحه توګه هدف ته ورسیږي او یو جامع درک تر لاسه کړي.

کلیدي توپیر دا دی چې دایرة المعارفي مانا پراخه او ډیر څه را نغاړونکې ده او د یوې کلمې په اړه ژور معلومات وړاندې  کوي، پداسې حال کې چې قاموسي مانا تنګه او په ژبې پورې متمرکزه ده، د یوې کلمې بنسټیزه مانا وړاندې کوي.

دایرة المعارفي مانا د یوې کلمې بشپړې ساحې او توضیحاتو ته ځي، پداسې حال کې چې قاموسي مانا د یوې کلمې د اصلي ژبني ځانګړتیاو او سیمانټیکو اړخونو پورې اړه لري. د دایرة المعارفي مانا موخه دا ده چې په هر اړخیز ډول یو مفهوم تشریح او توضیح کړي، پداسې حال کې چې قاموسي مانا د یوې کلمې معیاري، منونکي مانا وړاندې کوي.

بېلګې

د دې لپاره چې د دایرة المعارفي او قاموسي مانا پر توپيرونو ښه وپوهېږو دوه بېلګې وړاندې کوو:

لومړۍ بېلګه

د سپي  (Dog) کلمه

د سپي کلمه په قاموس کې د هغه غوښه خوړونکي حیوان په توګه پېژندل کېږي چې څلور پښې لري او د بوي په احساس کې ډېر پياوړی دی.

خو په دایرة المعارفي مانا کې د سپي په اړه په پراخه توګه معلومات وړاندې کېږي چې ځینې یې عبارت دي له:

  • سپي مختلف ډولونه او نسلونه لري.
  • سپي مختلفه اناټومي او فزیالوژي لري.
  • سپي په انساني ټولنه کې مختلف رول اداء کوي.

دوهمه بېلګه

دیموکراسي (Democracy)

په قاموسي مانا کې دیموکراسي داسي پېژندل کېږي، چې دیموکراسي د حکومت یو ډول دی چې په هغه کې د خلکو او ملت ونډه د پام وړ وي.

خو په دایرة المعارفي مانا کې دیموکراسي باندې په لاندې توګه توضیحات وړاندې کېږي.

  • د دیموکراسي د کلمه مانا
  • د دیموکراسي منځته راتګ
  • د دیموکراسي اړتیا
  • د دیموکراسيکي هېوادونو بېلګې

پایله

د پایلې په توګه ویلای شو، چې په ماناپوهنه کې د قاموسي او دایرة المعارفي مانا توپيرونه د کلمې د پېژندنې لپاره دوه جلا جلا مفهومونه وړاندې کوي، په قاموسي مانا کې عموماً د کلمې بنسټېزه او ژبنۍ مانا وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې په دایرة المعارفي مانا کې د کلمې په ټولو برخو او جزئیاتو باندې معلومات ارائه کېږي.

ماخذونه

  1. (2010). The Encyclopedic Scope of Semantics. 5 The Encyclopedic Scope of Semantics – YouTube.
  2. Anderson, C. Bjorkman, B. Denis, D. Doner, J, Grant, M, Sanders, N and Ai, T. (2024). McMaster University Essentials of Linguistics 2e. Open Education Resource (OER) LibreTexts Project (https://LibreTexts.org)
  3. Evans, V. and Green, M. (2006). Cognitive Linguistics An Introduction. Edinburgh University Press Ltd .Pages: 215- 222.
  4. Dash, N. S. (2014). Context and Contextual Word Meaning. SKASE Journal of Theoretical Linguistics 5(2). Pp: 21- 31.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب