شالید
د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلی ګرامر د پیر محمد کاکړ (معرفت الافغاني) دی چې ښوونیزه بڼه لري د کلماتو د انشقاق او ترکیب په برخه کې هم یو څه معلومات وړاندې کوي دا کتاب په ۱۱۹۵ کال کې لیکل شوی.
دویم کتاب چې په پښتو ګرامر برخه کې لیکل شوی د نواب محبت خان ریاض المحبت دی چې د لغاتو او تاریخي مسایلو ترڅنګ یې ځینې پښتو فعلونه هم ګردان کړي.
دا کتاب پخپل وخت کې د ډېر ارزښت وړ و خو د فعلونو په برخه کې یې بشپړ کار نه دی کړی دا اثر په ۱۸۰۶ ع کال کې چاپ شویدی.
بل کتاب د قاضي میراحمد شاه رضواني (وافيه) اثر دی چې په ۱۸۹۰ ع کال کې چاپ شوی، په همدې توګه مولوي محمد اسمعيل(اتالیق) پښتو ګرامر دی چې د فعل په برخه کې لږ څه بحث لري خو د فعلونو تشریح برخه کې بشپړ اثر نه دی.
د نورمحمد افغان په تحفت الامیر چې په ۱۲۷۹ ه ش کې چاپ شوی، دا کتاب په نحوي برخه کې د پښتو فعلونو په اړه ابتدايي معلومات لري.
همداراز پښتو پښویه (۱۳۴۷) کال کې، د قاضي رحیم پېښوري ګنجینه افغاني ۱۹۳۸ ع ګرامر، درسي اثر دی.
د صالح محمد کندهاري خود اموز پښتو (۱۳۱۳) ه ش او دوه ټوکه دی په دواړو ټوکو کې د پښتو فعلونو په اړه ګټور بحثونه لري.
د معلومو او مجهولو فعلونو په اړه یې ښه څېړنه کړې او د هغه وخت لپاره ډېر غټ کار و، ځکه ځینې ګرامري قاعدې یې څېړلې دي.
د محمد عثمان بارکزي مدرس افغاني ۱۳۱۶ ه ش کال
د محمد ګل خان مومند د (پښتو ژبې ليار) چې نظر نورو پخوانیو ګرامرونو څخه پياوړی لیکل شوی دی او د صرف او نحوې او مصدرونو په برخه کې تر نورو ښه معلومات لري چې په ۱۳۱۷ ه ش کال کې په لاهور کې چاپ شوی.
د محمد اعظم ایازي (قواعد پښتو) ۱۳۱۸ ه ش کال هم په صرفف او نحوې برخه کې یو څه معلومات وړاندې کوي چې له مخې یې نور اثار لاسته راغلي دي.
همدا راز پوهاند صدیق الله رشتين د ګرامر په برخه کې ډېر اثار لري، لکه: د پښتو درسي ګرامر ۱۳۲۴ ه ش- لومړی لیار ښوونکی ۱۳۲۶ ه ش کال
پښتو ګرامر ۱۹۹۴ ع کال – دا ګرامر یو ځل په دوو برخو کې د بېل بېل اثر په توګه چاپ شویدی، د پښتو ګرامر لومړی جز۱۳۲۷ ه ش- د پښتو ګرامر دویم جز ۱۳۵۹-۱۳۷۰- ل په هر صورت دا ګرامر هم په خپل وخت کې د خورا ارزښت وړ ګرامر دی چې موږ ته یې د ګرامري قواعدو لارې پرانیستې دي.
په همدې ترتیب د پوهاند رشتین ژبښودنه چې څو څو وارې چاپ شوی چې لومړی ځل په ۱۳۴۱ ل کال کې چاپ شوی دی.
د پښتو مصدرونو لارښوود چې په مصدرونو یې بحث کړی او له وخت سره سم په زړه پورې اثر دی، د پوهاند رشتین دا اثر په ۱۳۴۴ کال کې چاپ شوی دی.
بل اثر چې په پښتو ژبه کې د فعلونو، ترکیبونو، اشتقاقونو او نورو ګرامري او نحوي مسایلو ښه څېړنه کوي هغه پښتو نحوه ده، چې ډاکتر پوهندوی زرغونې رشتين زېور اثر دی او په ۱۳۸۲ هل کال کې چاپ شوی دی. دا اثر ښه ارزښتمن مسایل لري.
د ډاکتر صیب مجاور احمد زیار اثر (پښتو پښویه) د فعل په برخه کې یو لنډ بحث لري، دا اثر په ۱۳۶۲ کال کې چاپ شوی دی.
د ډاکتر حبیب الله تږي هغه مقالې چې په وږمه مجله کې چاپ شوې دي (پښتو فعلونه) یې په ډلو او ډلګیو وېشلي، ډېره پراخه وېشنه ده.
بل اثر د (پښتو ګرامر) د هربرت پنزل دی چې ډاکتر محمد رحیم الهام یې پښتو ژباړنه کړې.
په دې اثر کې فعلونه په څلورو قسمونو وېشل شوي دي چې په خپل وخت کې د قدر وړ اثر دی.
همدا راز د پوهاند صابر خوېشکي (پښتو فونولوژي مورفولوژي) ۱۳۸۰ ل کال یو داسې اثر دی چې د ژبې، ګرامر، فونیم، مورفیم، قید او نورو زیاتو مسایلو ترڅنګ یې د مطلق او استمرار پر اسس د پښتو فعلونو پر وېش محدود بحث کړی دی.
د ډاکتر محمد رحیم الهام، د پښتو ګرامر طرحه۱۳۴۴، د عبدالکریم بريالي جامع القواعد، د راحت زاخېلي د پښتو قاعدې د فضل محمد کندهاري د پښتو ژبې لنډ ګرامر، د عظيم شاه خيال صرف و نحو پښتو او نور چې دغه اثار هر یو په خپل ځای ارزښت لري خو د فعلونو د وېشنې او ګردان په اړه یې هېڅ بحث نه دی کړی.
فعل:
فعل هغه کلمه ده چې د زمانې په چوکاټ کې د یوڅه پېښېدل څرګندوي. یا د یوه کار په کولو دلالت کوي.
فعل په یوه جمله کې اصلي توکی ګڼل کېږي لکه: ګورم go*rem، ومې لید، وبه یې ګورم، ځم، ولاړم، لاړ به شم، تللی وم او داسې نور…
څرنګه چې فعل بې له زمانې څخه نه شي څرګندېدای نو ډاکتر مجاور احمد زيار په اند ورته زماني لغت هم ویل کېږي.
د فعل ګرداني اړخونه
په عمومي توګه فعل په پښتو کې د دریو اړخونو له مخې ګردانېږي:
۱-شخص
۲-عدد
۳-جنس
الف- شخص: په پښتو ژبه کې فعل شخص څرګندوي، یانې په فعلونو کې له وروستاړو شخص څرګندېدای شي او همدغه وروستاړي د فعل په ريښې پورې اړه لري.
لکه:
زه ډوډۍ خور+م /am
ته ډوډۍ خور+ې /e/
دی ډوډۍ خور+ي i//
دا ډوډۍ خور+ ي i//
په پورته مثالونو کې (ام، ې، ي) د لومړي، دویم او دریم مفرد شخص څرګندونه کوي.
ب- عدد:
چې شخص د مفرد او جمعې په اساس ټاکي.
د مفرد او جمعې لپاره هماغه تصریفي روستاړي دي چې موږ پرې د مفرد او جمعې تفکیک کولای شو لکه: زه کتاب لولم، ته کتاب لولې، دی کتاب لولي، تاسې کتاب لولئ، دوی کتاب لولي، موږ کتاب لولو.
په پورته بېلګو کې د زه لپاره (ام) (ته) لپاره (ې)دی لپاره (ي) تاسې لپاره (ئ) دوی لپاره (ي) موږ لپاره (و) روستاړي راغلي چې د مفرد او جمعې تفکیک کوي.
په پښتو ژبه کې فعل د شمېر دوه بڼې (مفرد او جمع) لري.
په فعلونو کې د مفرد او جمعې د معلومولو لپاره مشخص او ټاکلي مورفیمونه نشته دي، خو هغه د شخص تصریفي وروستاړي دي چې د مفرد او جمعې بڼې هم ترې معلومېږي.
لکه:
الف- مفرد ب – جمع
زه کتاب لول+ام موږ کتاب لولو
ته کتاب لولې تاسې کتاب لولئ.
دی کتاب لولي دوی کتاب لولي
دا کتاب لولي دوی کتاب لولي
په پورته مثالونو کې د (الف) په ردیف کې (ام، ې، ي) وروستاړي دي چې په ترتیب سره د لومړي، دویم او دریم شخص څرګندونه کوي او د (ب) په ردیف یې جمع ده.
یادونه:
د دریم شخص وروستاړي په ناتېرمهال کې د مفرد او جمعې لپاره یوازې (ي) ده، یانې په ناتېرمهال کې درېیم وګړی یوازې د شخص له پلوه له خپل فاعل سره مطالقت کوي او د عدد له پلوه مطابقت نه کوي.
خو فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې د عدد له پلوه په منظمه توګه ګردان شوی، یانې فعل د لومړي او دویم شخص په برخه کې مفرد او جمعې بڼه لري چې وروستاړي یې (م،و) او (ې، ي) دي خو د دريم شخص په اړه یوازې (ي) په بڼه څرګند شوی دی.
ج- جنس:
چې شخص نرينه وي یا ښځينه څرګندوي یې. له جنس څخه موخه نارينه او ښځينه نومونه دي، یانې دا راته ښيي چې شخص نارينه دی او که ښځينه دی. خو په پښتو ژبه کې جنس یوازې د دویمې ريښې په ګردان کې څرګندېږي. د جنس مسله یوازې د تېر مهال په دریم شخص کې معلومېږي. د لومړي او دیم شخص په برخه کې فعل د نارينه او ښځينه لپاره په یوه بڼه ګردانېږي. خو د شخص او عدد له پلوه فعل له خپل فاعل سره سمون کوي. د موضوع بېلګې په دغه ډول دي:
اوسمهال کې د فعلونو ګردان
فعل (پاڅېدل) نا تېره زمانه کې لکه:
- متکلم مفرد: زه پاڅېږم متکلم جمع: موږ پاڅېږو
- مخاطب: ته پاڅېږې تاسو پاڅېږئ
- غایب: دی پاڅېږي دوی پاڅېږي
- ماضي زمانه کې(پاڅېدل)
- زه پاڅېدم موږ پاڅېدو
- مفرد جمع
- زه روانېږ+م موږ روانېږو
- ته روانېږې تاسې روانېږئ
- دی روانېږي دوی روانېږي
- دا روانېږي دوی روانېږي.
تېر مهال:
- مفرد جمع
- زه روانېدم (+ام) موږ روانېږ+و
- ته روانېدې تاسې روانېدئ.
فعل په اوس مهال کې د لومړي او دیم شخص لپاره د شخص او عدد له پلوه د فاعل لپاره تصریف شوی خو فعل ددریم شخص په برخه کې یوازې د شخص شخصي شيي یانې فعل یوازې د فاعل لپاره ګردان شوی دی. خو په تېر مهال کې د لومړي او دویم شخص په مورد کې فعل بیا د شخص او عدد لپاره تصریف شوی دی، مګر د دریم شخص په اړه فعل سربېره په شخص او عدد د جنس له پلوه هم د فاعل سره مطابقت کړی دی.
ماخذونه:
پښتو پښویه: زیار، مجاور احمد، ۱۳۸۱ لومړی چاپ-کابل
فعلونو وېش، حقپال، پوهنیار اريانا، کال ۱۳۹۴، ملي تحریک خپرندویه ټولنه- کابل
خوېشکی، محمد صابر، کال ۱۳۹۸ ل-جهان دانش خپرندویه ټولنه-کابل
سلامونه،
ورور امېد حیران ! د پښتو فعل ګردان (اوړون) یا صرف په باب مو لیکنه په زړه پورې ده.که څه هم زه ژبپوهاند یا د ادبیاتو داکتر نه یم لاکن، د خپلې مورنۍ او پلرنۍ ژبې سره لایتناهي مينه لرم او کله نا کله تبصرې لیکم.دلته هم ځينې کوچنۍ ملاحظې لرم:
-د شالید په برخه کې ،پخوانیو مشرانو خو ډیر کار کړی دی. خو،ما چې د ډیرو مشهورو نړیوالو ژبو قاموسونه کتلي دي لکه فرانسوي، انګلېش، هالیڼډي،عربي،تورکي ا.د.ن. ..په پای کې ېې د منظمو او غیر منظمو فعلونو یا مصدرونو په ټولو زمانو کې تصریف یا ګردانونه وړاندې شويدي مګر پښتو قاموسونو کې ما دا مهم نه دی لیدلی.
– تاسو یو ځای کې د ”نا تیر مهال” تذکر کړی؟. زه فکر کوءم (اوس مهال یا حال ) به آسانه بدیل وي!
-د راتلونکې یا مستقبل یا آینده په باره کښې مو کومه بېلګه نه ده ذکر کړې ؛ یعنې د تېر او اوس مهالونو کې مو یو فعل ګردان کړی خو په فیوچر یا راتلونکې کې هم زما په آند یو مثال ورکړی وای ،بده به نه وي.ځانګړې ډولډډنوي ځوان نسل لپاره!!!
-بله خبر د استثناءاتو ده چې پکر کوم پښتو کېېدا بیخي ډیرې دي.مثال : د لیدل یا کتل مصدر نه بیلابیلو زمانو کې فعلونه بل رقم بدلون مومي.؛ وینم،ګورم؛ وینې ګورې، ويني ګوري ؛؛ولید ولیدل وکتل …؛؛؛ وبه ګورم وبه ګورو، او داسې نور تر پایه…
–هیله ده چې ځوان ادیب حیران صاحب نا امیده نه شي او زما دا لیکنه په ښه نیت وګوري او که وخت ې درلودهء ،خپل نظر شریک کړي. په ټوله پښتني مینه او درنښت.
بروکسل/بلجیم: د فبروري ۰۵ /۲۰۲۳=د رجب ۱۴=د سلواغې =دلو ۱۶
وعليکم سلام قدرمن ډاکتر صيب،له نېک نظراو هڅونې مو نړۍ مننه.
که په لنډو ووايم پښتو کې مصدر د «فعل نوم» ته وايي.
نور نظريات مو ستاسو نوټ کړل.
ما ماخذونه هم ذکر کړي، زه به پرې بيا کتنه وکړم.
ډېره ډېره مننه
د حیران صیب د علمی لیکنی څخه مننه.
که څه هم پښتو ژبه د نړۍ له ګرانو او سختو ژبو څخه شمیرل کیږی خو د نیکه مرغه پښتانه ور سره ډیره او لږ آشنائی لری او زده ئی ده البته د 《 پښتونولی 》اصول او قواعد تر پښتو هم ګران او سخت ښکاری.
تر شوخی وروسته،
د پورته لیکنی په ۱۴۳ مه کرښه کی یوه اشتباه تر سترګو کیږی ( یا ممکن زما سترګی کمزوری وی ) ؛
تېر مهال:
。 مفرد جمع
。 زه روانېدم (+ ام) موږ روانېږو +و
اشتباه دا ده:
(تیر مهال یا ماضی ) او روانیږو ؟؟؟؟؟
یوه بله ملاحضه:
په ګرامری تشریح کی د تیر مهال یا ماضی د فعل صیغه معمولاً د مطلق ماضی په بڼه کاروَل کیږی ( مثلاً زه روان سوم ) او ” روانیدم ” یا ” روان وم ” استمراری ماضی فعل دی او عمومیت نلری.
ډې ه مننه قدرمن حضرت صيب، ستاسو نظر مې نوټ کړ.