سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهپاکستان: ملا هبت الله ته د اسنادو سره پلاوی لیږو، چې پاکستاني...

پاکستان: ملا هبت الله ته د اسنادو سره پلاوی لیږو، چې پاکستاني طالبان کنټرول کړي

تاند:( يکشنبه، د دلوې شپاړسمه)‏ ‏‏د پاکستان حکومت افغانستان ته د يوه پلاوي د استولو خبر ورکړی، څو په وینا یې د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وویني او طالبان د پاکستان د طالبانو تحریک کنټرولولو ته وهڅوي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف یوه نیږدې سلاکار فیصل کریم کونډي ویلي، چې د پاکستان پلاوی به د طالبانو عمومي مشر نه وغواړي، څو په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه کنټرول او مخنیوی یې وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې پلاوی به ېې په دې اړه مستند اسناد هم ورسره یوسي او ملا هبت الله سره به شریک کړي.

د طالبانو ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي، خو مخکې ېې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت ادعاوې رد کړې وې.

معلومه نه ده، چې دغه پلاوی کله افغانستان ته سفر کوي او ملا هبت الله سره به ېې لیدل وشي کنه؟

3 COMMENTS

  1. دا هغه سې دې لعنتی پاکستان پروپاګند ده هیبت خپله دې ای اس ای کس ده دې هغه لیدو ته او جعلی اسنادو ته ضرورت نشته چتلستان دا پنځوس کاله په همدی جعل کاری باندې ټوله دنیا غوله ولی ده نو بیسواده ملا هیبت ته به خوشې یو کاغذ وړاندی کړې اوبس دا ټول نوی پلانونه دې چی افغانستان ته جوړېږې الله دې دا ویده ملت بیدار کړې زمونږ سرنوشت تل یا دې غله او لندغر په لاس کی ده یا دې وطن فروش هیڅ کله مو یو انسان او وطن دوست پیدا نکړو

  2. داسی ویده ملت د همداسی تمسخر او غلامی لایق لایق دی. خصوصا پشتانه، نه خپله پوهیژی نه هم دبل لا منی. همداسی به وژل کیژی لکه سپین ماشینی چرگان قیمت به لری خو پوشتنه به نه وی، دپشتنو د وینی خرسلاو به همداسی بی پوشتنی په مختلفو بهانو په جهان کی لیلامیژی، دا به تر هغه وی چی هره کله او شخص منظور پشتین، علی وزیر، محسن داور، شهید لونی، شهید عثمان لالا شی.
    د دی هدف لپاره یوازنی لار د علمیت او پوهی خپراوی دی انسان چی تعلیم یافته شی بیا حد اقل زانته تاوان نه پیشوی.

  3. مونږ خو دا تش په نوم امیرالټالبین ونه لید ، که پنجابیان د هغه په لیدو موفقه شول ، افغانانو ته د هم خبر ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب