Homeخبرونهامریکا وايي، د چین جاسوسي بالون یې ویشتی دی

امریکا وايي، د چین جاسوسي بالون یې ویشتی دی

تاند (یکشنبه، د دلوې ۱۶ مه) امریکا د چین یو ستر بالون، چې وايي د جاسوسۍ لپاره وراستول شوی و، ویشتی دی.

د متحدو ایالتونو دفاع وزارت تایید کړه چې جنګي الوتکو یې د متحدو ایالتونو په اړوندو اوبو له پاسه چینايي بالون ویشتی دی.

د شنبې په ورځ دې بالون د ویشتلو د عملیاتو په ترڅ کې امریکا د شمالي کارولینا او جنوبي کارولینا هوايي ډګرونه بند کړل.

د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ورځ د امریکا د مونتانا ایالت پر فضا د چین د جاسوسي بالون د کشف خبره کړې وه.

د امریکا د اتومي توغندو په درو مرکزونو کې یو په مونتانا کې دی. ویل کېږي چې دا بالون د شمالي کارولینا ایالت لور ته روان و.

دا مسله د امریکا د حکومت د سخت غبرګون او د چین سفارت ته د رسمي شکایت سبب شوه. همداراز دا موضوع په کانګریس کې د جمهوریپال ګوند د استازو اعتراض وپاراوه.

جمهوریپال د پیکینګ په وړاندې د غوڅ دریځ د غوره کېدو غوښتونکي دي.

د چین د باندنیو چارو وزارت یوه ویندوی د جمعې په ورځ په نسبتاً پخلایونکو الفاظو وویل چې دا بالون پوځي نه دی او د هواپېژندنې لپاره د څېړنو لپاره وه چې له خپلې اصلي لارې بې لارې شوی دی.

یوه امریکايي چارواکي د امریکا د خاورې له پاسه د دغه بالون د تېرېدو په اړه ویلي، پنتاګون باور لري چې دا د هواپېژندنې بالون نه دی او نه له خپلې لارې بې لارې شوی دی.

د فاکس نیوز تلویزیون د راپور له مخې، یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې دا بالون د چین له خاورې راالوتلی خو د تصادف له مخې د امریکا خوا ته نه دی راغلی.

په همدې حال کې یوه امریکايي چارواکي ویلي چې د چین د جاسوسي بالون له کبله پیکینګ ته د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزیر سفر ځنډول شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت د جمعې په ماښام د لاتینې امریکا په اسمان کې د یوه بل چینايي بالون د تېرېدو خبر ورکړ.

د پینتاګون ویندوی جنرال پاتریک رایډر په یوه بیان کې ویلي چې دوی د لاتینې امریکا په فضا کې د یوه بالون د تېرېدو راپور ترلاسه کړی او اوس په دې غور روان دی چې دا د چین یو بل جاسوسي بالون دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...