زمانې د خپلو پېرزوینو په لړ کې زمونږ پر پښتو ژبې دا لورینه کړې، چې په دې سپېڅلې ژبه کې یې د ولسي ادب برخه دومره غښتلې کړې ده، چې د نړۍ هېڅ ژبه د پښتو فلکلوریک ادب معادله نه شي کېدای او یوه خاصه لورینه یې د ټپو برخه ده چې پښتو یې خپلو همزولو کې یکه تازه کړې ده.
محمد نور بابا
مونږ چې کله په پښتو کې د ولسي ادب خبره کو حتمي ده چې دهغه هستیو نومونه زمونږ ذهن ته راځي کوم چې د دې برخې سر لاري دي.
د دې سر لارو په کتار کې ولسي شاعر ارواح ښاد محمد نور بابا یو نوم دی.
محمد نور بابا د محمد میر زوی دمحمد طالب لمسی په۱۲۴۳ هـ ش کال کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړونده د ازبین په غرنۍ سیمه کې دنیا ته سترګې غړولي دي؛ محمد نور بابا له ازبین نه په ځوانۍ کې د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ ګډه کړې او د یادې ولسوالۍ په غازي اباد نومې کلي کې یې استوګنه غوره کړې وه او چې د عمر په وروسیتو کې د لغمان مرکزاړونده نانکزیو کلي کې مېشت او همدلته په۱۳۲۴هـ ش کال کې وفات او همدې کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
ارواښاد محمد نور بابا په پښتو او پشه یئ ژبو شاعري کړې، چې (دوبار به نه کرم دسیند غاړې ګلونه) دایې شعري ټولګه ده؛ چې د پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون په زیار د چاپ په ګاڼه سمبال شوې.
ارواح ښاد محمد نور بابا په ولسي ادب کې د دربار دبزم او د محل درزم سړی و.
د ولسي شاعر اروا ښاد نظراب درویش له قوله:
چې ((محمد نور بابا به د دربار د عاليقدرو وګړو څخه شمېرل کېده او هره خبره یې د لغمان محلي اداره کې دتاییدوړوه)). همدا راز محمد نور بابا د ولس په منځ کې داسې وچې هر مشر ته منلی او ښاغلی و او د ولس اکثره محفلونه دمحمد نور بابا په ناسته او شعرونو باندې رنګین ول او همدا راز د دربار ناستې به اکثره دمحمد نور بابا په خوږو شعرونو پیلېدلې؛ ځکه محمدنور بابا ته د دربار دبزم او د محل د رزم سړی وایو.
د محمد نور بابا په اړه مې یوکال له ولسي شاعر خدای بخښلي یحیٰ خان ماما نه پوښتنه وکړه چې رښتیا هم محمد نور بابا ټول لغمان ته منلی و؟ هغه په ژړغوني غږ راته وویل: هو. ((کله چې محمد نور بابا ځوان و دقدر وړ و؛ خو چې ضعیفه شو چارواکو او ولس ورته شا واړوله، وایي چې یوه ورځ یې نانکزیو ته یې دیدن ته لاړم راته یې کړل چې دغنمو د لو وخت دی راشه چې لږې قودې را ټول یې کړو ما ورسره ومنله؛ خو په کوډله کې یې یو زوړ ټغر او یو تور چای جوش نه بل څه نه ول!! له وتو سره مو چای جوش له اوبو ډک کړو او د اور په منقل مو کېښود، مشوره مو وکړه چې له قودو راشو چای به وڅکو، لاړو چا قودې راکړلې او چا رانه کړلې؛ خو راغلو ګورو چې له منقله د اور بڅره الوتی وه او په زاړه ټغر لوېدلی وه چې دتغر لږه برخه یې سېځلې وه نو، محمد نور بابا سخت خپه شو او کېښناست داشعر یې ولیکه)):
د دنیا په سودا کې شوم پاتې ګدا
نه دولت شو حاصل نه رضا شو خدا
دا پیري فقیري مې راځي په هر چا
که په تخت دسلمان ناست وي دی وي پاچا
یو مرض شي بهانه دی کړي وچ لکه خس
صدف سو صد ارمان عمر تیر شو عبس
فولکلور
د عوامو هنرونه، رسمونه او په کلو او بانډو کې دهر مروج دود او په شفاهي ډول هر منظوم الفاظ ته په منځینۍ اسیا کې خلک فولکلور وايي.
فولکلور یوه انګليسي کلمه ده له فولک- خلک) او (لور- پوهه) څخه جوړه شوې ده او په همدې اصطلاح په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې ده؛ په انګليستان، فرانسې او امريکا کې د ټولو خلکو د محصول او اثارو حالت ته فولکلور وايې، لکه: شعر، موزيک، نڅا، حکاکي او همدارنګه عقيدو او عنعناتو ته هم فولکلور ويل کيږي.
په پخواني شوروي اتحاد کې د خلکو شفاهي اثارو او همدارنګه د خلکو سندرو، موزيک، او نڅا ته هم فولکلور ویل شوي دي(١-٥) فولکلور (folklore) د خلکو ادبيات، د اولس ادبيات، د خلکو فرهنګ، ولسي پوهه، د خلکو زده کړه، عاميانه ادب او رسوم؛ اولس پېژندنه، د خلکو پوهه دفولکلور عمده برخې دي)
داستاد محمد داود وفا په وینا:
ځینو ادب پوهانو بیا د فولکلور تعریف داسې کړی:
د فولکلور اصطلاح له دوو کليمو څخه جوړه شوې ده، فولک (folk) وګړي يا خلکو ته وايي او لور(lore) ادبياتو يا زده کړو ته وايې چې له دواړو څخه اولسي پوهه يا د خلکو زده کړه يا ادبيات جوړيږي، ځېنې يې د کوچنيو هلکانو او انجونو ادبيات ګڼي، چې ځينې يې ويل او ځینې یې اوريدل کېږي.(٢-٦)
که د فولکلور په برخه کې پورتنيو تعريفاتو او توضيحاتو ته ځير شو؛ نو ويلى شو چې فولکلور په تاريخي لحاظ د انسان له پيدايښت سره سم منځته راغلى دى، او د انساني ژوند په ټولو برخو کې یې فولکلور لکه وینه خورا مهمه ده.
په پښتو فولکلوریک ادب کې ټپې یو خاص مقام لري، چې خدای بخښلي محمد نور بابا د دې صنف یو پېش تاز قدم وهونکی و او په دې برخه کې یې پښتو ژبې ته ډیر قدرت وباخښه، د ارواح ښاد نظراب درویش له قوله چې محمد نور بابا به ډیری وخت د ټپو په جوړولو بوخت و چې ځینې به یې دنمونې په شکل د دې له خولې چې راته یاد پاتې دي ولیکم:
نن په جنت کې حوري ژاړي
ځوانانو ګرو کړو په دنیا کې ایمانونه
جیب دخالي دی او ډک دی
فاني دنیا ده خلک تش لاسونه زینه
دکونډې لور د نجنو میره
دکلي پیره څه په ناز اږدي قدمونه
زلفې یې بیا په مخ خورې کړې
دا سپین جبین یې علمونه قتلوینه
ارزښت
مشهور یوناني فیلسوف افلاطون د شعر په اړه داسې تعریف لري: ((افلاطون د شعر رغوونکی توکی مادي علت، محاکات، ممسیس او بیا جوړونه ګاڼه خو څرنګه چې د اپلاتون په نظر دا نړۍ او طبیعت د یوه اصل تصویر یا عکس و، نو ده د شاعر کار ته په سپکه کتل ځکه چې شاعر په خپل د طبیعت دتصویر یا نقل جوړوي او دا کار د افلاطون په نظر دنقل، نقل یا دکاپي څخه کاپي ګڼل کېده او ډیر ارزښت یې ورته نه درلود))
شعرستان
زمونږ ډیری پښتانه اوس هم په دې نظر دي، چې شعر په ټولنه کې بې ارزښته او په عامه اصطلاح د وزګارخیلو کار ګڼل کیږي؛ خو دوی دې ته فکر نه کوي کومه خبره چې په زړه او فکر مثبت تاثیر لري هغه موزون او اهنګینه کلام کېدای شي، چې شعر له همداسې کلیمو څخه مرتبه ده.
ریالست، نقاد لیکوال علامه الفت د شعر د ارزښت په اړه وایي: ( هر شی دزړه غږ لري د انسان دزړه غږ شعر دی، دا غږ د بل انسان پر زړه مستقیماً تاثیر اچوي) رښتیا هم که د رحمان بابا شعرونو ته لږ ځیر شو، نو حتمي ده چې انسان یو حقیقي مقصد له پاره چمتوکوي.
دابیتونه وګورئ:
چې ایام پرې د کفن او غسل راشي
بې پردې شي پرده دار د دې دنیا
که هزار ځله پشتي هم ورله ورکړې
بې بنیاده ده دیـوال د دې دنیا
شعر دی چې د انسان په زړه کې دمینې تخم کري هغه مینه که حقیقي وي یا مجازي؛ خو د شعر په ژبه انسان خپل منزل مقصود ته په اسانه رسیدی شي، زه چې کله د درانه لوی انسان پیر محمد کاروان شعرونه اورم بې له شکه مې په زړه او دماغ بل شانتې تاثیر کوي او یو ځانګړي مقام ته مې استوي هغه مقام ته دکوم مقام ارزښت چې یوازې او یوازې د زړه په سترګو یې لیدل شوني دي او د ژبې پر سره بیانول یې لا محاله ده.
تاسو د کاروان صیب د اشعر وګورئ څنګه په کې انسان نه د وطن د مینې لیونی جوړیږي.
وطنه! ستا دبدن مونږه یو غړي غړي
ستا په ژوندون کې مو شتون بېلتا مړي مړي
ته مو څادر د لمانځه د ډوډۍ شکور یې زمونږ
کورې زمونږ وطنه مورې زمونږ.
کاروان
دشعر د ارزښت له پاره که د تاریخ پاڼې واړو نو راته به جوته شي چې د ملالې یوه ټپه دانګریزي ښکېلاک دړنګولو سبب شوه او زمونږ تاریخ یې د زرینو تاریخونو په کتار کې وداروه.
که په میوند کې شهید نه شوې
خدای ګو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
د شعر د ارزښت په اړه امام محمد حجازي څه ښه ویلي: (( څوک چې په شعر نه پوهیږي، د هغه په زړه کې مدام ژمی وي)).
زمونږ ولسي ادب د داسې کارنامو نه مالا مال دی او هر لفظ یې د زړه د سکون او د انسان د بیدارۍ له پاره رغنده رول لري؛ چې د دې لارې چټک قدم وهونکی محمد نور بابا ټول عمر فریاد کړی او خلکو ته یې د ابدي ژوند ښایسته کولو له پاره شعرونه لیکلي او دا دنیا یې نامراده او نیمګړې ښودلې او انسان یې دې حقیقت ته متوجې کړی چې دا دنیا فاني ده او د څو محدودو ورځو له پاره خپل ابدي ژوند مه خرابوئ.
دا دنیا ته مه کوئ هوس خوشې ګردون دی
غم دې هغې دنیا خورئ چې همیش په کې ژوندون دی
یا دا شعر
یو روځ به خلک وایي محمدنور پورت په تخته ده
کفن ورکړئ شوده ده
اسمونه د الله وایي په خوله یې کلیمه ده
له شاتونه خوږه ده
نا څابه به اواز شي محمد نور ډک له ارمان ځي.
محمد نور بابا
تشبیه اواستعاره
تشببیه په شعر کې یوه ځانګړنه ده، چې شاعر یې د شعر د ښکلا او د شعر د کره والي له پاره په مناصبو کلیمو سره په خپل ځای کې کاروي، چې په همدې سبب ځینې پوهان او فلاسفه شعر ته هنر وايي او دهنر د تعریفاتو نه یو تعریف همدای دی چې (هر هغه شی په خپل ځای یې ایښودنه او یا د هرې کلیمې په خپل ځای کې یې کارونې ته هنر ویل شوی دی) چې شاعر د الفاظو په مناسبه کارونه کې له نورو خلکو ډیر زیرک وي.
تشبیه دپوهانو له نظره:
تشبیه دهغه ورته والي او شباهت یادولوته وایي چې د دوو بېلابېلو ( مختلفو) شیانو ترمنځ له یوه اړخه یا له څو اړخو موجود وي؛ د تشبیه په مټ مونږ یو شی دبل شي په واسطه تشریح او یا تعریفوو.
داکتر درمل شعرستان ۵۵ صفحه
تشبیه او استعاره په اصل کې یو دي، خو دلنډوالي او اوږدوالي له امله ورباندې دوه نومونه اېښودل شوي دي؛ لویدیځوال دواړو ته ایماژ (Image)وایي؛ تشبیه د شباهت ( انالوژي ) او استعاره د ( یو شانوالي ) د ادعا پر بنسټ جوړیږي؛ خو په هر صورت، دواړې دپدیدو او اشیاوو تر منځ دمشترکو اړخونو دبرجسته کولو اوکشفولو له لارې کارکوي.
داکترسیروس شمیسا، بیان صفحه ۶۷
همدا راز اروپایان استعارې ته د شعر ملکه وایي چې د شعر د ښکلا اصلي پدیده ده او د لویو شاعرانو په شعرونو کې د استعارې استعمال ډیری لېدل کیږي.
دبیلګې په ډول دصوفي شاعر عبدالرحمن بابا دا بیت وګورئ:
لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم
که خزان راباندې راشي که بهار
رحمان بابا
پورته مو ولیکل چې د یوې کلیمې په مناسب ځای کې کارونې ته هنر ویل شوي دي، شاعر څومره په هنر ځان له ونې سره تشبېه کړی، چې د هرې بدرنګۍ سره د مبارزې جوګه وي، انسان هم همداسې وګڼه ترکومې چې د تقدیر په لومو کې ښکیل وي دهرې ښې او بدې ورځې سره لاس او ګریوان وي او همدا تقدیر انسان ژوند کولو ته لکه ( ونه) مستقیم کړی وي تر هغې چې دی د تقدیر له لومو ازاد شي او مرګ ورته راشي.
دمحمد نور بابا په شعر کې تشبیه او استعاره
د تشبېهاتو استعارو په کارونه کې محمد نور بابا هم ډیرې ښې بېلګې لري، چې یو دوه بیته یې ترې لیکم:
دوبار به نه کرم د سیند غاړې ګلونه
چې باغ مې جوړ شي رانی یوسي سیلابونه
ته دسیند پورې، زه، را ورې
دلبرې څله راته ګورې؟!
وربل جاله کړه دواړه زلفې تنابونه!
محمد نور بابا
دلته په ولس کې یوه افسانه مشهوره ده چې د محمد نور بابا نر اولادونه، نه پاتېکېدل، چې لږ به زلمکي شول مړه به شول!!!!
نو محمد نور بابا په همدې خاطر د پورته لیکل شوي شعر اوله مصره داسې لیکلې چې د خپل ګډ ژوند یې د سیند له غاړې سره تشبه کړی او خپل بچي یې له باغ سره، چې د ثمر په وخت کې یې له لاسه ورکړي وو، چې همدې ته مونږ استعاره وایوو.
دمحمد نور بابا په شعر کې داسې نادرې تشبیه ګانې سړی ډیر لوستلی شي لکه وربل له جالې سره او زلفې د جالې له تنابونو سره چې تشبیه شوي دي.
داچې اوس وخت د شعر په رواني ثلاثت، هندسي جوړښت، پر سمبولونو اوتشبېهاتو …ډیر کار شوی چې دا د انسان د خوارۍ او کمال نتیجه ده، چې نړۍ یې په ورغوي کې رابنده کړه او په همدې پار د شعر په هره برخه کې د پام وړ پرمختګونه وشول؛ که څه هم دا پرمختک د پښتو ژبې پور نه شي ادا کولی کوم پور چې هره ژبه یې پرخپلو ویونکو لري؛ خو بیا هم له لسیزو وړاندې الحمدلله ډیر کار شوی، مونږ ته لازمه ده، چې دې ژبې ته دومره کار وکړو ترهغې چې د سیمې له ژبو سره هم سیاله شي.
سره د دې چې لسیزې وړاندې زمونږ ادبي برخه خواره وه؛ړخو محمد نور بابا همغه وخت داسې شاعري کړې چې د دې زمانې په تول تال یې سمه برابره او په زړه پورې شعر ټولنې ته دمیراث په توګه پاتې ده، نوي زلمکي شاعران باید د شعر د کروالي له پاره د محمد نور بابا له شعره ګټه واخلي.
تلمح
په شعر کې مشهورې کیسې او یا متل ته چې اشاره شوي وي په ادبي صنعتونو کې ورته تلمح وايي، چې دا صنعات د شاعر د ډیرې مطالعې ښکارندوي کوي او په ولسي ادب کې د شاعر د ټولنیزتوب ښکاره دلیل دی، کوم انسان چې ټولنیز ژوند ولري نو حتمي ده چې د ټولنې له کیسو او متلونو اګاه وي؛ چې دا ادبي صنعات د محمد نور بابا په شاعرۍ کې ډیر ځله لیدلی او یا لوستلی شئ.
بېلګه
لیلا دګلو ونه لکه سروې خرامان ځي
بلبله د بوستان ځي
ته لور د نا مسلم زه جلات خان زوی دخونکاریم
راغلی په دې لاریم
شپږ وروڼه مې دي تللي دا زه اووم په زړه افګاریم
له خدایه طلب ګاریم
نامردې شمایلې نغارې دې په سماځي
بلبله د بوستان ځي
په دې شعر کې محمد نور بابا د شمایلې او جلات خان ټوله کیسه بیانه کړې، چې دا زمونږ په فولکلور کې خورا مشهوره کیسه ده؛ محمدنور بابا داسې ډیر شعرونه لري چې زمونږ فولکلوریک روایات په کې خوندي دي.
د پښتنو په اساطیرو کې دا یو افسانوي روایت دی چې کله به له چا زین کړی آس لاړ ( وتښتیت ) نو هغه سړی به بدبخته شمېرل کېده چې په دغه افسانه کې زمونږ خرافاتي فلکلور خوندي دی، چې محمد نور بابا همدا افسانه په خپل شعر کې داسې راولي:
د محمد نور فقیره بخته څنګه راپرېوتې له تخته
بخت دې کوټه شو آس دې لاړ سره د زینه
راتاوشه لونګینه.
په شعر کې له کایناتو سره خبرې کول او د خپل د زړه خبرې له دوی سره شریک کول په حقیقت که هغه کمال دی چې یوازې او یوازې شاعري کولی شي، چې د شعر په اوصافو کې دا راغلي چې شاعر به ناممکنه چاره ممکن کوي او یوازې شاعر دی چې مجاز حقیقت ته اړوي، دا چاره د لویو او پخو شاعرانو له خوا ممکنه ده.
محمد نور بابا هم په دې برخه کې غښتلی دی او د خپل د زړه خواستې یې له بې روح وو سره په هنري انداز کې شریکې کړي، په همدې سبب د محمدنور بابا شعرونه د خوږلنۍ له اړخه د ډیرو پر زړونو حکومت کوي.
دا بیتونه یې وګورئ:
با دې سبا یار ته مې ورشه
سلام پرې وایه چې له حاله مې خبرشه
بادې سبا یار ته مې ورشه
یا دا چې
له تا به ډیر شومه خوشحاله
ماته لیلا دزلفو بوی راوړه شماله
یا دا:
زړه مې هلک شو هردم راته ژاړي
اوس هم دوران دې ځوانۍ رانه غواړي
غاښ مې وتلی په خوند نه پوهیږم
هرڅه چې خورمه په شخوند نه پوهیږم
غوښه سابه شو په جم د ورخاړي
زړه مې هلک شو هردم راته ژاړي.
لکه څنګه چې نور عام خلک له غمازه کریکې وهي او شکایتونه ترې کوي محمد نور بابا هم د نورو په څېر له غمازه په امان کې نه دی پاتې شوی او غماز له بد ځناور سره تشبه کوي او خپل مخاطب ته یې ورپیژني چې د غماز اصلیت دغه دی.
راغی غماز په شتاب لکه سک
ډیر ترې ویریږم دا سک دی بدرګ
چغ کړه دا سک محمد نور به وداړي
زړه مې هلک شو هردم راته ژاړي
پر مخلوقاتو فکر کول عظیم عبادت دی، چې دا فکر د ډېرو کمو خلکو په برخه شوی دی او د مخلوقاتو په راز پوهېدنه بیا لوی علم ته اړتیا لري، چې دا هم د کمو خلکو خاصه ده او پر دې فکر کول چې دا چا پیدا کړي؟ او څنګه پیدا شوي؟ دا نو د لویو خلکو تفکر دی چې په دې اړه یې کوي؛ خو د دې تخلیق د خالق منل د ستر رب جل جلاله رحم دی، چې پر مونږ مسلمانانو یې کړی او مونږ یې منونکي یو چې دا ټول د هغه ذات تخلیق دی کوم چې د انسان په واړه وجود کې یې د نړۍ د مسَخر کولو ماده پیدا کړه.
پر دې ټول پوهیږو چې دا ټول کاینات الله جل جلاله پیدا کړي؛ خو محمد نور بابا یې دتایید له پاره په شعر کې داسې راولي سمه ده؛ چې د ټولو پېدا کوونکی الله جل جلاله دی، خو د دنیا نعمتونه او اسانتیاوې هغه مسلمان له پاره دي کوم چې د الله جل جلا له پر ښودلې لاره ځي. دلته سوال دا پیدا کیږي چې کافر خو د الله جل جلاله پر لاره نه ځي څنګه یې هغو ته ورکوي؟
ځواب دا دی چې زمونږ خوږ نبي کریم( ص) وایي دا دنیا د کافرو له پاره جنت دی ځکه یې هر څه زیات دي.
نو شاعر بیا دا دنیا هغه چا ته د ارامتیا ځاله بلي کوم چې د الله جل جلاله پر لاره سم وي.
محمد نوربابا وایي.
څوک چې دا ستا په لاره سم دی
ستا په دربارکې څه شی کم دی
مرغان ډاکو کې ساتې ماهیان اوبو کې ساتې
بل دې نعمت رقم رقم دی
پیداشو ستا له رویه واړه ګیا خوشبویه
دهر عاشق په زړګي غم دی
زه محمدنور مشهور غم دهجران کړم ترور
بعضې غزلې مې مرحم دی
ستا په دربار کې څه شای کم دی.
د امحمدنوربابا پر شاعرۍ ډیرې خبرې کېدای شي او هغه خلک لا پرې ډېر ښه پوهیږي کوم چې د دې برخې متخصصین دي؛ خو د اړتیا له پاره ما هم څه ماتې ګوډې ولیکلې تر څو د دې حقدار انسان یاد پرې تازه پاتې شي او بله دا چې د شعر د لارې نوي مزل کوونکي به له دې ماتې ګوډې مقالې څه لاسته رواړي اوهغه پښتانه چې د محمدنوربابا شاعري یې اورېدلې وه او پر دې نه پوهېدل چې دا عظیم ولسي شاعر د کوم ځای او د کومې سیمې اوسیدونکی و، نو د دې لیکنې له لوستو به ورته څه ناڅه معلومات حاصل شي کوم چې ما د محمدنوربابا په اړه ولیکل.
هیله ده چې دغه نیمګړې هڅه مې درنو لوستونکو ته څه ورکړي.
درنښت
ستاسو بشیر احمد ( سایل)
ماخذونه
۱: شعرستان داکترصیب احسان الله درمل
۲: د فولکلو سر چینې استاد ازمون
۳: دځینو مخلصو سپینږیرو قولونه.
نیټه: 14/10/1401