ژباړه: مامون چخانسوري
د خاوري بچې، د وحشي بوټو څانګه، په هغه باغ کې وغوړیدی او وده يې وکړه چې یو وخت د «شین میدان» د چوک په منځ کې و. له نامعلومه يې سر پورته کړی و، او داسې ناولي لاسونو وروزئ چې د انسان په سترګه يې ورته نه کتل؛ خوراک يې کوکرکه (کلکه) ډوډۍ او پوښاک يې پینه شوي جامې وه. بیا یوه ورځ، چې هغه لوي او غښتلی شوی و، یوه لاروي يې وخواته اشاره وکړه او خپل ملګري ته يې په لوړه خندا او غږ وویل، «هغه کټ مټ پاچا غوندي دی.»
پاچا! هغه پوه و چې یو پاچا شته، او له لیري يې د هغه د بدرګې کاروان لیدلی و. د دې سړي مقصد څه و؟ وخوا ته يې اشاره او په تعجب کاته تکرار شوه. مګه په ریښتیا هم پاچا ته ورته و؟ آیا داسې یو څه امکان درلود؟ بیړه يې وکړه او الحضر سړک کې د یو موبل او فرنیچر دوکان مخ ته یې یوه هنداره وموندل چې ځان ته وګوري، چې پاچا وویني. ښه، نو دا پاچا دی! نه يې زاړه جامو او نه يې هم ناولي مخ د څیرې ښکاره څرګندتیاوي پتولای شوای.
خپل مخ يې پریوی، ویښتیان يې ږمنځ، او د چوک چاپیره يې ګرځیدل پیل کړه. پرلهپسې بریاوي يې وموندل، په کراتو يې وخواته اشارې او تبصرې وشوې. همداسې يې تګ راتګ ته ادامه ورکړه، د خپل ارزښتناکه ظاهري بڼې له کبله په ویاړ موسکی و. د وخت په تیریدو، په منطقې کې د «اعلیحضرت» ، «اعلیحضرت جلالتمآب»، په نامه مشهور شو. د پخواني ارواښاد پاچا (د اوسني شاه پلار) عیاشۍ ته په کتو، خلکو، د خپل حدس و ګمان سره سم، د دې عجیبه ورتهوالي لامل په اړه ګنګوسې پیل کړې. څوک پوهیږي، کیدای سي چې…؟ آیا شونې نه ده چې…؟ مګم د امکان څخه لیري خبره ده چې…؟ بس، په دغسې سپکو تبصرو د اعلیحضرت پاچا محمد علي د خاندان پر سپیڅلی ویني ملنډي وهل کیدل.
هغه ته پخپله نه د مور درک معلوم و، نه د پلار، نو د هر څه احتمال و. پر ځمکه، لوڅ یا په یوې غوټي کې موندل شوی، او په تیرو پیړیو کې د خپل نیکونو په څیر د طبیعت په لاسونو لوي او روزل شوی و. د خپل نامعلوم اصلیت په هکله اریان و، او د دې پهزړهپورې شباهت څخه يې د ښه ورځو تمه درلودل. چې ریښتیا شي د څیرې برم و جلال يې، هغه د ایله ګرځیدو څخه خلاص کړی، او په لویه کچه يې د پولیس د ډنډو څخه ژغورلی و. همداراز، هغه په پایلوچانو کې تر ټولو سخي او په جیبښکونکو کې تر ټولو عادل و. ملګرو يې ورته ویل، «که یوه ورځ د خپل ښه بخته لوړ مقام ته ورسیدی، موږ هیر نه کړی!» هغه قول ورکړ چې د دوي سره به تل نیکي وکړي او خیال به يې ښه وساتي. بیا به په خپل ښکلی خیال کې لا ډوب شو.
بالاخره د هغه شهرت د پولیس حوزې ته ورسید. خبرچیان ولاړل، راغلل، او احوال يې راوړ چې، «قد، شکل او رنګ ټول – دا یوه معجزه ده.» د حوزې آمر پریکړه وکړه چې خپله يې باید وویني، ځوان يې مخ ته حاضر کړل شو، سر تر پایه يې په تعجب ورته وکتل او و يې څاری. چې رخصت یې کړ، آمر صاحب په دې فکر شو چې دا به یوه جدي ستونزه وي. دا خبره هسې د یوې خالي ټوکي په توګه له نظره وغورځول سي؟ که تر نظارت لاندې يې ونیسو او بالفعل يې راټینګ او بندي کړو؟ د حوزې آمر په دې او هغه حللارې قانع نه شو، بیا يې موضوع، په کورنیو چارو وزارت کې خپل رئیس ته وویل، چې نیږدې اړیکه يې ورسره درلودل. پلټنې پیل شوې، د امنیتي چارو عالي مرکزونه مغشوش شول او مسئله يې خورا مهمه اوخطرناکه وبلل. قضیې خورا پیچلې ناڅرګندتیاوي درلودل، او «که اوس کوم اقدام ونکړو، شاید بیا زموږ څخه پوښتنه وشي چې: جنابانو هغه وخت تاسو څه کول؟»
«څه باید وسي؟»
په دې صلاح وشوه چې سړی ونیسي او د «طور» بندیخاني کې يې عامه امنیت ته د خطر په حکم بندي کړي او له صحنې يې وباسي. په دې توګه ستونزه حل او زړونه آرام شوه، او «دویم فاروق» تقریباً په بشپړه توګه له هیره ووتی.
د جولای [اسد] انقلاب وشو، او تیر (شاهي) نظام د چکش تر ګذارونو لاندې راغی او له منځه ولاړ. وروسته یوه خبریال د هغه هیر شوي ځوان په هکله یو راپور ولیکی چې پاچا ته خورا ورته و او تر اوسه بندي و، دغه لیکنه د ځوان د خوشي کیدو لامل وګرځیده. هغه بیرته خپل آوارګي پیل کړه، خو دا ځل يې خیالپلوونه نه وهل، او د خپل آزادي له کبله يې د خدای شکرونه اداء کول.
ځینو مجلو د هغه تصویر خپور کړ، او سړي داسې یو شهرت وموند چې تصور يې نه کوی. بیا د فلم د تولید یو شرکت فیصله وکړه یو داسې فلم جوړ کړي چې د انقلاب نه مخکې دوران فساد پکې تمثیل کړي، او پاچا پکې د پیښو تر شا په یوه حاشیوی رول کې وښيي. د پاچا د کردار لوبولو لپاره يې دا ځوان وغوښت، او څرنګه چې نوموړې رول ساده و، د ځوان اداکاري ومنل شوه، او هغه له دې امله پوخ شهرت وموند. خو دې تمثیل هغه ته د بریاو دورازې خلاصي نه کړی او نه هم په ځوان کوم خاص استعداد ولیدل شو.
د چارواکو پام شو چې د ځوان په اړه خبرې ډیر تکراریږي او تصویرونه يې تر اندازې زیات چاپیږي. هسې نه چې له دې بابته یوه داسې نوې ستونزه پیدا شي چې انسان يې اټکل نه شو کولای. بیا په دوي کې یوه د لیري نظر خاوند او هوښیار وویل: «زموږ د خلکو زړونه پاک دي، او د امکان څخه لیرې نه ده چې ځینې خلک، د پاچا د فساد سره سره، د هغه سره خواخوږي ولري، او د دې ځوان حضور به د همدې خواخوږۍ د خپریدو لپاره یوه وسیله وګرځي…»
- ځکه د هغه د تصویر خپریدل باید منع سي.
- تر ټولو غوره به دا وي چې سمدم له نظره چپ سي.
ځوان فکر کوی له سره زیږیدلی دی، چې د زمانې په دې نوي پړاو کې ژوند وکړي. او هغه لنډ کردار چې يې په فلم کې لوبولی و، د هغه هیلي په پوره توګه پارولي وی، او د هرې ورځې پیل سره يې د نیکمرغۍ هیلې درلودی. کله چې به د انتظار شیبې يې ترخې شوی، ځان ته يې تسکین ورکوی چې: خدای تعالی، زه بې له کوم لوي حکمته په دې څیرې نه یم پیدا کړی.
خو ځوان پرته له کوم ظاهري دلیل نه ورک شو. بیا هیچا، هغه د خپل ناستې-ولاړې ځایونو کې و نه لیدی. له یوه مخه لادرکه شو، داسې بریښیدل چې د تل لپاره تللې وي.