سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد اسد ۲۸ مه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

د اسد ۲۸ مه په هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

تاند: (پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه ) د طالبانو رژیم، په افغانستان کې د اسد ۲۸ مه( د افغانستان د خپلواکۍ ورځ) عمومي رخصتي اعلان کړه.

د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري په یوه مکتوب کې ویلي، چې یاده رخصتي د طالبانو د رسمي جنترۍ پر اساس ترسره کیږي.

نوموړي او نورو طالب چارواکو د دغې ورځې د نمانځنې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تېر کال د خپلواکۍ ورځ په کمرنګه توګه ونمانځله.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د اګسټ پنځلسمه، چې دوی پکې د بیا ځل لپاره پر افغانستان واکمن شوي،د خپلواکۍ او بریالیتوب د ورځې په توګه په پراخو مراسمو نمانځلي.

د طالبانو منتقدین دوی تورنوي، چې ملي ورځو، مشاهیرو او مناسبتونو سره ډېره لېوالتیا نه ښيي.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ایکاش د پورتنۍ امارتي جڼډي څنګ کې، د امان اله خاني سل کلن ملي بیرق هم رپېدلی؛په ځانګړی ډول بین المللی ناستو او نمایندګیو کې.
    او د استقلال د ګټونکو او نومورکو شهیدانو درناوۍ په خاصه توګه شوې وای او د غازي امان الله خان د ارمانونو اکمال ته کار وشي!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب