جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د طالبانو د اوسني رژیم په اړه څو ټکي| عصمت الله "آشنا

د طالبانو د اوسني رژیم په اړه څو ټکي| عصمت الله “آشنا

(یوه لنډه کتنه)

١-د سیاسي سیستم ناڅرګندتیا(د اساسي قانون نه شتون )

د حکومت بڼه معلومه نه ده،که څه  هم طالبان خپل حکومت امارت بولي خو د امیر د ټاکل کېدو بڼه، وخت،صلاحیتونه او د ټاکل کېدو لاره چاره روښانه نه ده.

٢-د طالبانو د امیرالمؤمنین ناڅرګندتیا،

د طالبانو مشر مخ پټی او مرموز دی،حتی سیاسي شنونکې ښاغلی سید بلال فاطمي چې د طالبانو سره په اړیکو کې دی و ویل:”اصلا ملا هبت الله ی وجود ندارد این یک کود ایس ای پاکستان است.”الله ج ښه پوهیږي،خو ښه دا وه چې ښاغلي ملا هبت الله اخندزاده د افغانستان خلکو ته مخ ښکاره کړی وای،خپله پېژندګلوي او بیوګرافي یې څرکنده کړې وای او پدې اړه یې شته شکونه لرې کړي وای.

٣-د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د شپږمو ټولګیو څخه پورته،د ښځو دندو ته نه پرېښودل،یوازې د روغتیا په برخو کې ورته د کار اجازه

شته.

د طالبانو رژيم پخپله لومړنۍ پنځه کلنه واکمنۍ کې هم شپږمو ټولګیو څخه د پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه وه ورکړې،

په اغلب ګومان د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي او په سر کې د دوی مخ پټی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخند دغه چاره د دوی پر برداشت اسلامي شریعت سره مطابق نه بولي . مګر په ټولنه کې په ډېرو برخو کې مسلکي، پوهو او لوستو مېرمنو دندو ته شدیده اړتیا ده،ښکاره ده چې د نجونو،ښځو د زده کړو او دندو څخه مخنیوی افغانستان ته ویجاړونکي پایلې لري.

د بی بی سي پښتو په یو نوې خپور شوي رپوټ کې لا دا هم ویل شوي چې:

“طالبان ځینو ولایتونو کې له “لس کلنۍ پورته نجونې لومړنیو ښوونځیو ته نه پرېږدي”

په یوه لنډه جمله کې ویلی شو چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمن کېدو سره د نجونو او ښځو پر ستونو یوه ډیره بده خپسکه کېناستلې ده،

٤-په تېره بیا د طالبانو رژیم په راتلو سره پر هېواد باندې د فقر بېکارۍ شوم سیوری خپور شوی ډېر شمېر ځوانان د کار موندلو په هڅه د قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو ته د تللو خطرناکې لارې غوره کوي په خواشینۍ سره چې ځینو ته یې د سرونو په بیه تمامیږي.

د امريکا حکومت له خوا د افغانستان بانک د پشتوانې افغانیو کنګلولو هم د هېواد په اقتصادي اکر ناوړه منفي اغېز کړی.

 ٥-په طالبانو د پاکستان اغېز شته که

شته څرنګه او څومره؟

په طالبانو باندې د پاکستان ژور اغېز شک په قوي په توګه شته.

 

د پاکستان فوځ او استخبارات د افغانستان په اړه بد نیتونه لري،دوی هیله لري چې افغانستان د پاکستان د پنځمې صوبي او ورته منونکی “مطیع” حیثیت ولري،طالبان باید ثابته کړي چې د پاکستان سره یې اړیکې د دوه خپلواکو متساوي دولتونو په توګه دي.

٥-د طالبانو نړیوالتوب د اندېښنې وړ دی،که دوی په ریښتیا په عمل کې نړیوالتوب وپالي،د افغانستان سلامتتیا،امنیت او استحکام د خطر سره مخ کيږي،په افغانستان کې د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ هم دا خبره ثابته کړې ده چې د طالبانو نړیوالتوب د افغانستان خلکو او هم پخپله د طالبانو ډلې ته په

کومه بیه تمام شو؟د طالبانو لومړنی رژیم ظاهراً د القاعدې نه قربان شو، ایا طالبانو د مخکنیو تېروتنو څخه د عبرت درس اخستی که نه؟

د طالبانو د اوسنۍ واکمنۍ په دوره کې هم پر دوی د نړیوالتوب شک شته چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم پدغه اړه خپلې

انديښنې څرګندوي، چې مثالونه یې هم شته لکه د ایمن الظواهري د وژل کېدو خبره،او یا هم لکه د طالبانو مشر مخ پټی، مرموز ملا هبت الله ته د امیرالمؤمنین خطاب کول،ځكه پوښتنه پیدا کیږي چې نوموړی د طالبانو او یا مثلا د افغانستان امير دی او که د نړۍ د ټولو مومنانو، ځکه چې په نورو اسلامي هېوادونو کې خو امیر خپل ځان يوازې د خپل اړوند هېواد امير بولي، لکه د قطر امیر، د بحرین امیر او نور…

د نړیوالتوب څخه مقصد د نورو هېوادونو د افراطی اسلامي ډلو سره د اړیکو پالل دي.”

 

٦-د طالبانو د رژیم یوه جالبه ځانګړتیا د طالبانو په وینا د اسلامي شریعت مطابق د کړنو ترسره کول دي چې دوی یعنې طالبان ترېنه ځانګړی یا منحصر به فرد برداشت لري،لکه د نجونو او ښځو د تعلیم،تحصیل او کار کولو د اجازې ورکولو په اړه دوی تر اوسه د اسلامي نړۍ د نامتو عالمآنو او مرکزونو مشورو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

٧- ډېر شمېر په کار پوه مسلکي افغانان لکه د پوهنتونونو استادن،ځوانان،مسلکي ځوانان او مسلکي مېرمنې د هېواد نه مهاجر شول او یو شمېر د هېواد نه وتلو ته منتظر دي،

د بی بی سي د موندنو له مخې یوازې د کابل پوهنتون څخه٤٠٠ استادان بهرنیو هېوادونو ته مهاجر شویدي.

٨-د طالبانو تر ادارې لاندې د حکومت په یو شمېر ادارو کې بد او ستومانوونکی سستوالی موجود دی مثلآ په میاشتو،میاشتو او حتی یو کال کې څوک نه شې کولی چې د پاسپورت ادارو نه پاسپورت تر لاسه کړي.

٩- تر اوسه پوري یې متقاعدینو ته خپل حقوق ندي ورکړی،او نه یې تر دې وخته د اجرا کولو په اړه اراده څرګنده کړې، اړینه ده چې د طالبانو

حکومت ژر ترژره د متقاعدینو حقوق ور کړي.

د معلولینو او یتیمانو کورنیو ته یې معاشونه ورکړي،خو د پخوا په نسبت یې پنځوس سلنه یا له دغه  ډېر کم کړي.

١٠- د طالبانو د حکومت کړنو ته په کتو سره تر اوسه چې دوه کاله د دوی د حاکمیت تېر شول په ملګرو ملتونو کې یې رسمیت نه دی موندلی،او نه لا کوم هېواد د دوی

حکومت په رسمیت پېژندلي.

١١- طالبانو د دیني مدرسو جوړولو او ډېرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې.

د دې چارو تر څنګ:

١-طالبانو تقریبا د افغانستان په ټوله خاوره خپل حاکمیت او اغېز ټینګ کړی.

٢-په مالیاتو،ګمرکاتو،او په ټول کې په عوایدو تقریبا بشپړ واک درلودل،او د عوایدو راټولول.

٣- د قوشتېپې کانال د جوړولو کار پیلول او د کارونو پرمختګ ته یې ښه پاملرنه کول.

که د دې کانال چارې په خیر سره بشپړې شي:

((دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د هیواد د شمال په درو ولایتونو، بلخ، جوزجان او فاریاب کې به ۵۵۰ زره هکتاره مځکه خړوبه کړي.

د قوش تیپې کانال د جوړېدو په صورت کې به ازبکستان او ترکمنستان د امو دریا ۱۵ سلنه اوبه له لاسه ورکړي.))

٤– د طالبانو حکومت د یو شمېر  کانونو د را ایستلو چارې پیل کړی چې عواید ترې تر لاسه کوي،خو پدغه برخه کې نيوکه دا ده چې يو خو په بې رویه توګه را ایستل کېږي او ډېره برخه یې پاکستان ته صادریږي،او بله خبره چې د کانونو په اړه یې کار پوهان د افغانستان په ګټه بولي د کانونو څخه د رايستل شوو توکو د پروسس چارې بايد په افغانستان کې ترسره شي.

او بله خبره د چین هېواد په اړه کیږي هغه دا چې د چین هېواد چې په نورو هېوادونو کې د کانونو تړونونه تر لاسه کوي زیاته ګټه ځان ته رسوي او مقابل لوری تاواني کوي.

البته د چین هېواد او پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو نه د کانونو تړونونه تر لاسه کړي.

٥- د کوکنارو د کښت دمخنیوي په اړه د طالبانو کړنې نسبتا بریالۍ ګڼل کیږي.

همدا راز د معتادانو په درملنه او راټولولو کې هم طالبان تکړه معلومیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب