جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعراور، شپه او مساپر / عبدالغفور لېوال

اور، شپه او مساپر / عبدالغفور لېوال

لامې په ذهن کې بلیږې داسې

لکه دتورې شپې په غیږ کې دبیابان لمبه

چې له یو تللي مساپر هېره شي

مساپر یخ وهلی ،

                     مساپر لار نه ویني

شاته  داور وروستۍ لمبه ځلیږي :

راشه چې تود دې کړمه

راشه رڼا درکړمه  ، ودې سیزم

بیرته راوګرځه ، تیاره ده ، شپه ده

راشه یخني ده ، مرګ دی

مساپر ژاړي ، مساپر وړاندې ځي

مساپر اور نه تښتي

مساپر غېږ کې لمبه نه شي وړلای

مساپر اور ته شا کړه

مساپر مرګ ته مخامخ ولاړدی

اور ته چې ګوري

 دلمبې ځلا یې سترګو کې داوښکوڅاڅکي  لا ځلوي

ستا تصویرونه مې په اوښکو کې همداسې پټ دي

تا ته مې شا ده او مرګي ته مخه

دژوند سړه تیاره لا پای نه لري

زه،  لالهانده مساپر دژوند په لویه بیدیا

ته مې دذهن توروشپو کې شاته پاتې لمبه

چې نه دې وړای

                                    نه پریښودلای شمه .

۱۳۹۲ دچنګاښ یوولسمه شپه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب