د کوټې پردې يې کش کړې، د لمر وړانګو يې سترګې ور پټې کړې ورو، ورو يې بېرته سترګې خلاصې کړې د وجود شخي يې ووېسته خوب يې سم نه و پوره، د شپې تر ناوخته پورې ويښه وه، د کړکۍ پر کنج کې يې د مرغۍ ځالې ته پام شو، له کړکۍ يې سر ور بهر کړخو مرغۍ والوته.
زړه کې يې وويل.
ـ له انسانه وېرېږي
مخ يې را واړوه د تخت پر ژۍ (سوله او جګړه) ناول ايښى و د شپې خوب وړې وه، وروستۍ پاڼې ترې نالوستې پاتې وې، کتاب يې راواخیست د بالښت لاندې یې کېښود.
د کوټې پر مخ پرتې سپينې پاڼې يې راټولې کړې.
له بلې کوټې د تلويزون غږ راته خبرونو کې خبريال ويل:
ـ چاودنه شوې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، شپږ کسه ټپیان او څلور نور مړه شوي دي.
جګه شوه کړکۍ يې بنده کړه.
له ځان سره يې وويل:
ـ بیا يې وژلي
لاسونه يې تر زنې لاندې ونيول کېناستله
تر پوزې او غوږونو يې مچ تاوېده
ښه يې پسې ور وکتل، تر سترګو لاندې يې کړ، مچ يې د چپې پښې پر ځنګانه کيناست په لاس يې ټس ورکړ ويې واژه.
پرديوال ځوړندې آېينې ته ورغله له مخه يې ويښتان د غوږونو شاته تېر کړل د ښي لاس د بټې ګوتې پر څوکه يې لبسيرين ښه وموښه، او بيا يې ګوته پر شوندو کش کړه، له کوټې ووته.
لمر د کوټې تر کونجه رارسېدلى و.
پاى
ډیره په زړه پورې کیسه ده.
لکه د تل په شان د طبیعي ښکلا څخه ډکه وي، د یوې شیبې لپاره داسې اټکل کوو چې ګویا همدا مو په خپلو سترګو ولیدل.
دا صحنه ډیره په زړه پورې راته ښکاره شوه، چې د تخت په ژۍ د (سولې او جګړې ) ناول ایښی و..
څومره ښه په دې ننني حالاتو کې چې د سولې او جګړې ناول لولې او د شپې خوب هم ورنه ځاروې .. 🙂
مننه، د لا نورو کیسو په تمه.
ډېره ښکلې کيسه ده. لا بريالۍ شې.