Homeخبرونهتایلنډ کې ترافيکې پېښې ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تایلنډ کې ترافيکې پېښې ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( یک شنبه، د میزان ۲۰) په ټایلنډ کې یوې ترافیکي پېښې ۴۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه په پلازمینه بنکاک کې د یوه مسافر وړونکي بس او اورګاډي د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

راپورونه وایي چې په پېښه کې ۱۷ کسه مړه شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

په ورته مهال د تایلنډ چارواکي بیا وایي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دوی وایي ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي او درملنه یې دوام لري.

خو د تایلنډ روغتیایي چارواکي بیا په ژوبلو کې د ځينو کسانو حالت نازک ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....