دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار قومي مخور؛ د سولې له خبرو هېڅ تمه نه لري

د ننګرهار قومي مخور؛ د سولې له خبرو هېڅ تمه نه لري

تاند ( یک شنبه، د میزان ۲۰) د ننګرهار ولايت یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو په هېواد کې د جګړې پرضد پراخه ولسي غونډه ترسره کړه.

د غونډې ګډونوالو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې اوربند وکړي.

د غونډې ګډونوالو په ننګرهار او لغمان کې پر وروستیو پېښو خواشیني وښوده او د جګړې له ښکېلو لوریو یې غوښتنه وکړه چې له ورور وژنې لاس واخلي.

دوی دغه راز زیاته کړه که څه هم په قطر کې د سولې خبرې روانې دي خو وایي دوی هېڅ تمه نه لري چې مثبته پایله به ورکړي.

د غونډې یو ګډونوال افتاب خان وایي: « که څه هم د سولې خبرې روانې دي لومړیو کې مو تمه وه چې سوله به راځي خو اوس هیڅ تمه نه لرم. خو که طالبان او حکومت له هرڅه وړاندې اوربند وکړي بیا دسولې خبرې دوامداره وساتي بیا به هیله من شو.»

ننګرهار کې داسې مهال د جګړې پرضد پراخه ولسي غونډه ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې نا امنۍ سخت زور اخیستی او خلک یې اندېښمن کړي دي.

1 COMMENT

  1. خود به دسولې تمه نلرئ، اوسني وژونکي هم ستاسې شاګردان دي او همدا تاسې وئ یووخت یوروسی هم افغانستان کې پاته نه و، خپل ګلورین ننګرهار جلال آباد دپنجابي جرنیلانو کرنیلانو په قومانده وسیځلو، بیامو کابل دجرنیل ضیا په فرمایش په اور وسیځه،مکه کې به قسمونه خوړل بیابه مو خون آب جوړ کړ کابل کې، همدا تاسی وئ وطن ورانو، له برازیل څوک نه وه راغلي،
    همدااوس هم د سړي زامن نه یاستئ یا سیافیان یی یا ګلبټکیان یی یا ټالیبان یی دورانکارو ډلو لارویان یئ مردارو خیرنو ږیرو مو اور بل شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب