Homeخبرونهایران او افغانستان د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر دوام...

ایران او افغانستان د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر دوام خبرې کړې دي

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۰) د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له رییس او د افغانستان او ایران د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون له مشر رضا ارداکیان سره تلیفوني خبرې کړې دي.

دواړو لورو پوره یو ساعت پر بېلو مسایلو بحثونه کړي دي.

دواړو لورو همدا راز د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر راتلونکو کارونو یې بحثونه کړي دي.

ایراني لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکي دي او په دې لټه کې دې چې له دغه هېواد سره د انرژۍ په برخه کې هم همکارۍ او اړیکې پراخې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...