پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه ننګرهار کې د لشکراسلام ډلې پر مشر منګل باغ برید شوی

په ننګرهار کې د لشکراسلام ډلې پر مشر منګل باغ برید شوی

تاند ( یک شنبه، د میزان ۲۰) یو شمیر امنیتي سرچینې وایي، چې بې پيلوټه الوتکې د لشکر اسلام ډلې پر مشر منګل باغ برید کړی دی.

سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وایي دا برید تېرماښام د ننګرهار اچین ولسوالۍ باندر سیمه کې د یادې ډلې پر مشر شوی دی.

د سرچینې په وینا دغه برید کې د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ سخت ټپي دی او یو شمېرغړي يې وژل شوي هم دي.

خو بل لورته ځایي خلک وایي: « برید داسې مهال شوی، چې د لشکر اسلام ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ ناسته وه او په برید کې زیاته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی مالوم».

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی بیا د برید د منښتې ترڅنګ وایي په دې پېښه کې د منګل باغ د ډلې ۳ غړي وژل شوي دي

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...