شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونههلمند کې د املوکو بڼونه په پراخېدو دي

هلمند کې د املوکو بڼونه په پراخېدو دي

تاند(یکشنبه، د میزان ۲۰) د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې هلمند ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املوکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

الکو ویلي، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې اېښودل شوي او پرې څېړنیې شوي دي. ښاغلی الکو زیاته کړه، له دې ډلې د املوکو بڼونه کال تر بلې په پراخېدو ده او ځمکوال او بڼوال په خپلو ځمکو کې املوکو بڼونو جوړولو ته لېوال شوي دي.

هغه زیاته کړه، ددې ولایت د مېوه لرونکو نیالګیو روزنې ټولنې له خوا نږدې پنځه زره د املوکو نیالګي چمتوشوي دي، چې سږکال به په ۵۰ جریبه ځمکه کې کېښودل شي.

باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه پلي کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب