سه شنبه, مې 28, 2024
Home+مامور/ اجمل پسرلی

مامور/ اجمل پسرلی

د تقاعد په لومړي سهار وپوړیده. یخ یې په زړه ننوتلی و. سترګې یې پرانیستې. سپینه جالۍ پرده شمال د کوټې لور ته وهله. نرۍ کمپله یي پر سر کش کړه. پښې یې لوڅې شوې. کمپله یې ترځان تاو کړه، ورپورته شو د کړکۍ پله یې پورې کړه.

 غونج منج  پریوت خوب یې په سر شو، دباندې ووت، تر دوکانونو پورې ولاړ. د نانبايي مخې ته یې د سوځیدلي ډوډۍ بوی ته سپږمې وتخنیدې، ترکاري فروش په ګندنې اوبه شیندلې، نوی غرنی درملتون بند و. ترپ ترپ شو، پورته یې پام شو چې یوه میرمن په تراس کې جامي څنډي، هواروي. د یوې ونې ډډ ته یې ملا تکیه کړه، پاڼې یې بشپړې نه وې رژیدلې ورټوپ یې کړل یوه شنه پاڼه یې راوشکوله، یوه زیړه پاڼه یې هم لاس ته ورغله، یو لاس یې ملا ته ونیو، په بل یې شنه پاڼه بوی کړه. په نوک د ټپي شوې پاڼې د تازه نسوارو بوی ته، جیب ته یې لاس کړ د نسوارو ډبی یې په کور کې هیر شوی و. د کور په لور چټک شو، بیرته ورو شو دواړه لاسونه یې پر ملا کیښودل، ملا یې درد  کاوه.

د خپل کور د بلاک په زینو چې خاته، ښی ولی یې دروند احساساوه. جیب ته یې لاس کړ چې کلي راوباسي، خزان وهلې زیړه پاڼه راووته.

د اپارتمان له کړکۍ یې لاندې وکتل یوه زلمي ریړه په مخه کړې وه نارې یې وهلې:

کلچه پیاز کلچه پیاز

د سړک د پورې غاړې د بلاک په دریم منزل کې یوې نجلۍ بهر کتل چې په ده یې سترګې ولګیدې کړکۍ یې پورې وهله. د کړکۍ پله ده هم پورې کړه، پرده یې جګه ونیوله. همهغې کړکۍ ته د ایینې له شا ځیر شو، د کړکۍ شاته پرده کش شوه، ده وخندل له خندا سره وخوځیده، ملا یې وبریښده. مخامخ یې په دیوال راځوړند ساعت ته پام شو، اتو ته پنځلس پاتې وې، تر ژبې لاندې یې وویل:

« که تر اوسه له کوره نه وای وتلی حاضري دې قیدیده»

له پخلنځي د خوب کوټې ته د ایشیدلو شودو راغلي بوی ته یې پوزه داسې کش کړه چې باڼه یې سره ورغلل، لاس یې تکیه کړ ورپورته شو د پردې کونج یې پورته ونیو، د مخامخ بلاک هاغه کړکۍ چې مخکې نجلۍ بنده کړې وه اوس پرانیستې وه، د کړکۍ شاته کوټه توره ښکاریده:

« دا به یې د خوب کوټه وي که د ناستې…»

 پر سړک د مامورینو بس د څلورم مکروریانو لور ته تیر شو، د کړکۍ خواته په بس کې ناست سړي بل لور ته مخ اړولی و لکه چې له څنګلوري سره غږیده. چې کله به دی دفتر ته روان و او د تګ په وخت به له ملګري سره څنګ په څنګ ناست و هغه ورځ به یې تر دفتره سفر په خبرو خبرو د سترګو په رپ کې تیریده، له کړکۍ څخه یې په بس پسې سر ورایسته کړ، بس تیز و، نور پسې وڅکیده ملا یې څړیکه وکړه اخ یې کړل، په خوله کې یې د نسوار راټولې شوې اوبه څه وڅڅیدې، سترګې یې لکه پټه کړې خوله پټې کړې، کړکۍ ته یې شا کړه.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب