چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهسېلابونه؛ د کابل- جلال اباد لویه لاره یې تړلې او ځاني و...

سېلابونه؛ د کابل- جلال اباد لویه لاره یې تړلې او ځاني و مالي زیانونه اوښتي

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) د ننګرهار ځايي چارواکي په دغه ولایت کې د سېلابونو له کبله خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو د اوښتو تر څنګ د کابل – جلال اباد لويې لارې د تړل کیدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست يوه کارکوونکي قریشي بدلون وويل:«د تېرې شپې د ورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې یو تن پکې ول شوی او ۳ نور لا هم تری تم دي.»

د بدلون په خبره، دغه سېلابونه چې ډېری یې په بټي کوټ، کوټ، روداتو، ښېوې او سرخ رود ولیسوالیو کې راوتلي، پکې زرګونه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او یو شمېر کورونو ته یې هم زیان اړولی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همداشان د سرخ رود ولسوالۍ په نظر اباد سیمه کې یې د کابل- جلال اباد پر لویه لاره یو پل هم په بشپړ ډول له منځه تللی چې له کبله یې دغه لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

قریشي بدلون همداشان یاتوي چې په سرخ رود ولسوالۍ کې د برېښنا یوه پایه هم نړېدلې چې ورسره د جلال اباد د ډېری سیمو برېښنا هم پرې شوې ده.

د يو بل خبر له مخې: د میدان وردګ ولایت چارواکي وایي، وروستیو سیلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست صفي الله راید وویل چې په دې ولايت کې د سیلابونو له امله چې تیره ورځ د دې ولایت په جلریز، نرخ او چیک ولسوالیوکې راغلي، دولس تنه نادرکه دي، کرنیزې ځمکې تخریب شوي او یوشمیرلارې بندې دي.

د راپورونو له مخې د افغانستان په یوشمیرنورو ولایتونو کې هم وروستیو سیلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ځایي خلکو له طالب چارواکو غوښتي، چې د سېلاب ځپليو سيمو له خلکو سره مرسته وکړي.

افغانستان د طالبانو له واکمنيدو وروسته په پرله پسې ډول د مختلفو طبيعي پېښو شاهد دی، چې بېساري تلفات او ويجاړۍ ورسره رامنځته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب