یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهازبکستان کې د افغانستان د وضعيت څېړلو غونډه؛ ملا متقي هم وربلل...

ازبکستان کې د افغانستان د وضعيت څېړلو غونډه؛ ملا متقي هم وربلل شوی

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) د ازبکستان پلازمېنه تاشکند به سبا د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي د

 دې کنفرانس ته د طالبانو د حکومت استازي هم وربلل شوي.

او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه اقدام د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیرامیرخان متقي په مشرۍ یوپلاوی نن هغه هیواد ته روان شو.

په دغه کنفرانس کې به چې د افغانستان د اقتصادي او امنیتي ودې په نوم جوړیږي، د شاوخوا شلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي. د کنفرانس ګډونوال واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت څیړي.

 د طالبانو حکومت چې نژدې کال یې په پوره کیدو دی، تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

 ياده غونډه په داسې حال کې جوړیږي، چې د ازبکستان او تاجيکستان پر خاورې په وروستيو کې څو ځله د افغانستان له خاورې د توغندیو د برید خبر ورکړل شوی.

د دغو بریدونو هدف داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

يادو بریدونو او د افغانستان په شمال کې د تاجیکستان او سیمې د نورو هېوادونو پر ضد جوړو شويو ډلو د افغانستان له خاورې سیمه ییزو هېوادونو ته د خطرونو اندیښنې پیدا کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب