یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انسان د ګټې لپاره د اسلام او ساینس او تکنالوژۍ ترمنځ...

د انسان د ګټې لپاره د اسلام او ساینس او تکنالوژۍ ترمنځ د ګډو همکاریو انکشاف، نړیوال کنفرانس

محمد عارف رسولي

د کنفرانس پرانیستونکي وینا د مالیزیا د پخواني صدر اعظم ښاغلي تون عبد الله بن حاجي احمد بدوي

د ژباړونکي او ترتیبوونکي سریزه

دا لیکنه د مالیزیا د یوه پخواني صدر اعظم د یوه علمي کنفرانس پرانیستونکې وینا ده. ما ځکه د خپلو افغان لوستونکو لپاره غوره او راوژباړله، ترڅو په نن زمانه کې د دیني او ساینسي علومو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار اهمیت په ډاګه کړم. بله موخه دا هم ده چې وښیو نن سبا د ژوند په ټولو ساحو کې اړتیا ده چې دیني، ساینسي، ټولنیز او نور علوم او اړونده نهادونه په ګډه او په همغږۍ سره د مختلفو سکتورونو، دیسیپلونونو د کارپوهانو په ګډون باید ترسره شي، تر څو ستونزې حل کړي.

ااسلام علیکم و رحمته الله وبرکاته، د ټولو سهار په خبر وي.

جناب محترم پروفیسور ډاکټر محمد هاشم کمالي، د اسلامي مطالعاتو د نړیوال انستیتوب (IAIS) محترم مشر او د کنفرانس رئیس، قدرمنو استادانو او درنو ګډونوالو.

لمړی، غواړم د کنفرانس له ترتیبوونکو مننه وکړم چې ماته مو د بلنې ویاړ راوباښه تر څو دا مهم کنفرانس پرانیزم. د کنفرانس ترتیب او تنظیم د اوو قدر وړ علمي نهادونو اتحاد په مخ بیايي، او دا ښيي چې په اوس وخت کې په مهمو دیني، علمي او پرمختیايي چارو او د اسلامي امت په اصلاح کې د یوه کس، یوه دیسيپلین او مسلک، یوه علمي بنسټ او پوهنتون په ځای د زیاتو مسلکونو کارپوهانو، دیني عالمانو او علمي نهادونو ګډ کار او هڅو ته اړتیا ده. د دې مهم کنفرانس تنظیموونکي بنسټونه د مالیزیا د اسلامي پرمختللو مطالعاتو د نړیوال انستیتوت، د مالیزیا د پوهنتون د اسلامي مطالعاتو د اکادیمی، د برونای هیواد په مرکز دار السلام کې  د سلطان عمر علي سیف الدین د پوهنتون د اسلامي مطالعاتو د مرکز، د آستریلیا په هیواد کې د اسلامي مطالعاتو د لوړتیا ملي مرکز، د مالیزیا د تکنالوژۍ د پوهنتون او د مالیزیا نړیوال اسلامي پوهنتون دي، او د دوي په ګډو هڅو او مرستو به انشا ءالله دا کنفرانس خپل لوړ اهداف ترلاسه کړي.

زه پوهیږم چې د کنفرانس په بهیر کې به ۳۷ مقالې په مختلفو اړوندو مسئلو باندې، د یوې مشترکې عمومي موضوع یا: « د انسان د ګټې لپاره د اسلام او ساینس او تکنالوژۍ تر منځ د ګډو همکاریو انکشاف»  تر سرلیک لاندې وړاندې شي. دا د مالیزیا او اسلامي نړۍ لپاره یوه خورا مهمه موضوع ده. د خوښۍ ځای دی چې ګورو د علمي مقالو په رالیږلو کې ځواب خورا هڅوونکی او د ډاډ وړ دی. دا د لوړو موخو لرونکی یو پروګرام دی او زه هیله لرم چې کنفرانس خپل ټاکل شوي هدفونه په زیاته بریا ترلاسه کړي.

په دې کنفرانس کې لمړی موږ د ساینسي علم د منابعو او معنی اپیستمالوژیک اړخونه او د هغو میتافزیکي اړیکې له الهیاتو، معنويت او غیب سره تر څیړنې لاندې نیسو. د کنفرانس بل مهم تمرکز به په ځانګړي ډول په دې وي چې وګورو د دین او ساینس او تکنالوژۍ ترمنځ محور په عملي توګه څنګه وکاروو – داسې چې د ټول بشریت په ګټه وي، نه یوازې د یوه معتبره اقلیت په ګټه یا د محدودو فرقه اي او ګروپي ګټواو موخو لپاره.

زه باور لرم چي د تازه اسلامي معنوي روښ کارول به په ساینس او تکنالوژۍ کې د بشر د خیر او ګټې لپاره و نوو کشفیاتو ته لاره پرانیزي. د توحید قرآني بنسټ، انسان ته اخري نازل شوي مقدس ارشادات د بشر لپاره د ګټو توحیدي روښ او د پوهې او ساینس لپاره قوي سپارښتنه موږ هڅولی شي چې په ښه توګه د انسانیت اړتیاوې پوره کړو او خپلې زیاتې ستونزې حل کړو. دا به د اکادیمیکي کسانو او په عمل کې پلي کوونکو ادارو ترمنځ، د تیورۍ او عمل او د لرلید او واقعیت ترمنځ یو ګډ او له تعاون څخه ډکې هڅې وي.

په همدې هکله، کله چې زه د مالیزیا صدر اعظم وم په ۲۰۰۴ ام کال، ما څو ځلې په مختلفو مراسمو کې تاکید وکړ چې موږ باید داسې نوښتونو او هڅو ته زور  ورکړو چې لا زیات مالیزیايي ساینس پوهان وروزو ترڅو د زیاتو کشفیاتو توان ولري.

زه همدارنګه په دې باور یم چې کله د ښوونکي او څیړونکي چې کله ساینسي او علمي پوهې له دیني جذبې راولاړې شوې، له قوي انګیزې سره یو ځای شي همغږې راولي، زیاتو ځوانانو ته دا روحیه ورکولی شي چې اسلامي ارزښتونه خپل کړي او ساینسي پوهه ورسره یو ځای کړی تر څو د نړۍ چاپیریال وساتي او داسې یو امت جوړ کړي چې ټول بشریت ته مثال شي. اسلامي امت باید له قدره ډک حیات طیبه لوړ هدف له ځانه وښيي – د بشر لپاره ښه ژوند په دې نړۍ کې او همدارنګه بریا، مرحمت او فلاح په اخرت کې.

په پای کې، زه خوښ یم چې تاسو ټول دلته حاضر پوهان ښودلی شی او عملي مثال یې وړاندې کولی شی، چې د محصلانو، څیړونکو، ښوونکو او په عمل کې اجرا کوونکو یوه ستره مجموعه شته چې د داسې یوه لرلید په واسطه هڅول کیدی شي.

په مخ پروده هیوادونو کې ساینس پوهان کولی شي د الله تعالی دوه کتابه – کتاب تدوین ( چې قرآن یې د الهي ارشاداتو نمایندګي کوي) او کتاب تکوین ( طبیعي ښکارندې او د کائناتو خلق شوی عالم) دواړه په همغږۍ سره او یو ځای مطالعه کړي – موږ همدارنګه غربي ساینس پوهان هڅوو او تشویقوو چې د خپلو ادیانو توحیدي پیغام ته غوږ کیږدي، ورنه روحیه واخلی او د بشر د ګټو لپاره ورباندې عمل وکړي. په بریتانیا کې، د مثال په توګه، د اولسمې تر نولسمې پیړۍ پورې اکثریت ساینسي پراختیاوې د عیسوي دین د  پیروانو له خوا راغلې چاچې عقیده درلوده د طبیعت تقدس د الله تعالی د خلقت په پیژندنه او تشریح کې ورسره مرسته کوي.

په دې کې شک نشته چې انساني ټولنو د خپلو ژوندونو په ستندردونو کې د نني ساینس او تکنالوژۍ په مرسته حیرانوونکي اصلاحات راوستلي دي، چې تر ډیره د طبي تکنالوژیو او د عامې روغتیا او لوړو زده کړو په برخه کې د اصلاحاتو پایله وه. خو ساینس او تکنالوژي اخلاقو، اصولو، او زیاتو ارزونو ته اړتیا لري او دا بیا له دیني او ټولنیزو علومو ترلاسه کیدی شي.

ساینس او تکنالوژي، که له اړوندو سکتورونو او علومو سره په نا همغږۍ سره و کارول شي، داسې چې زموږ چاپیریال ته پکې پاملرنه و نه شي، یا داسې وکارول شي چې په انسانانو یې اغیزې ونه ارزول شي، په خورا لوړه کچه په انساني ټولنو اغیزه کولی شي. موږ دا مسئله د شنو خونو د ګازاتو په واسطه د نړۍ د تودوخې په اړه، د ځمکې د زیاتې برخې د صحرايي کیدو، د سمندر د سطحې د رالوړیدو، په ساحلي سیمو یې بدې اغیزې او ککړتیا چې قوي احتمال لري د راتلونکو نسلونو لپاره د چاپیریال په سالمیت بده اغیزه وکړي.

د نړۍ زیاتې سیمې، په ځانګړې توګه په اروپا او جاپان کې د اصلاح شوو زرغونو تکنالوژیو او ستراتیژیو په مرسته دې حالت ته ځواب ویلی دی. د جمعي تخریب وسلې چې زیاتې په غرب کې جوړې شوې دي چې د جنګیالیو او بې ګناه انسانانو تر منځ توپیر نه شي کولی. همىارنګه عنعنوي وسلې په غزه کې په خورا بې احتیاطۍ وکارول شوې چې د ماشومانو، ښځو او عمړ خوړلو زړو خلکو په ګډون یې زیات ملکي معصوم ژوندونه له منځه یوړل.

موږ باید یوې بلې موضوع ته هم اشاره وکړو چې عصري تعلیم چې د ساینسي علومو او پوهې لپاره ګټور دی د ځینو مسلمانو تندروانو لخوا له مخالفت سره مخ شوی، په ځانګړې توګه د نایجریا په شمال او پاکستان کې – تر یوې کچې له دې کبله چې دوی باور لري عصري علوم چې په سیکولر ډول درس ورکړل شي خلک به له اسلام څخه لیرې کړي. زموږ په نظر دا ستونزه دوه عوامل لري: لمړی سبب دادی چې له ساینس څخه ځینې کسان او ډلې غلطه ایدیولوژيکي او سیاسي استفاده کوي، ساینس مطلق کوي او هغه رول ورکوي چې نه یې لري. بله ستونزه داده چې دا مسلمانې ډلې چې کم علمي صلاحیت لري، د اسلام له تاریخه او د هغه په طلايي دور کې د ساینس په ډګر کې له لاسته راوړنو، د ساینس او دین تر منځ د همغږۍ له ګټو خبر نه دي، له ساینس سره مقاطعه کوي او ځانته او خپلو خلکو ته ضرر رسوي.

په روښانه توګه موږ باید په ډاګه او په صراحت سره ووایو چې له ساینس سره معنوي اړیکه علمي څیړنو ته وده ورکوي او د اسلامي ملتونو او اسلامي امت لپاره د سترو لاسته راوړنو سبب کیږي. امام ابو حامد الغزالي رح په اوږدو لیکنو کې څرګنده کړې ده چې د ساینس، ریاضي، طبي علومو او په حقیقت کې ټول ګټور علوم فرض کفايي دي او له مسلمانانو غواړي چې یو ټاکلي شمیر ښاروندان چې اړتیا وي باید په اړوندو څانګو او رشتو کې وروزل شي او په اړوندو ساحو کې دندې تر سره کړي تر څو بشریت ته خدمت وکړي او انسانیت ته د ګټه رسولو لوړ انساني ارمان پوره کړي.

د توحیدي روښ په مرسته، چې د الله تعالی په وحدانیت او کامل علم اعتراف کوي، موږ کولی شو چې د ژورو څیړنو له لارې پرمختګ وکړو. دا روښ د علمي مطالعاتو لپاره په ځان کې د ټول جهان او کائناتو یو ټول شموله نظر او ټول شموله اپیستمالوژي رانغاړي. د الله تعالی دخلقت کرکتر یووالی دی که هغه تر خپلې لمړۍ سرچینې پورې تعقیب شي. الله تعالی په خپل معظم کلام او کتاب کې موږ ته فرمايي چې: « آسمانونه او ځمکه یو وو او موږ له یو بله بیل کړل. (الانبیا ۲۱:۳۰) او او انسانانو! خپل هغه رب ته چې تاسو یې له یوه واحد نفس او د هغو له جفت، او دې دواړو، څخه خلق کړي یاست، تابع او فرمانبرداره واوسی، هغه ذات زیات شمیر نارینه او ښځینه خلق کړي یاست. (النسا، ۴:۱) »

دا زما د زړه له کومي هیله ده چې د ساینس او تکنالوژۍ لټون د مسلمانانو په واسطه به مرسته وکړی شي چې ښوونکي او استادان، څیړونکي او محققان او پلي کوونکي به سره یو ځای کړي تر څو اسلامي امت تقویه کړي او ستاسو راکړه  ورکړه له غیرمسلمو سره به وښيي چې موږ د یوه رښتیني تعاون لپاره په ځان کې صلاحیت او په ځان ویسا رامنځته کوو او هم نورو ته لاس ورکوو او د بشریت لپاره د مشترک ښه والي لاره تعقیبوو. یووالي او توحید په ټولو ساحو کې کې بنسټیز اصل دی.

یو بل اړخ چې موږ یې باید د معاصر ساینس په هکله وننګوو، په غربي ساینس کې هغه مسلطه نظریه ده چې ګواکي هر څه میخانیکي او بې روحه دي.  لکه چې دا ننګونه د یوه بریتانیايي ساینس پوه د ژورو لیکنو په واسطه تایید کیږي او دا لیکوال، روپرت شیلدرک دی او هغه  په خپل کتاب کې چې « د ساینس د غلط فهمۍ» په نامه دی، دا غلطه مفکوره په ښه توګه ننګولې ده. د مثال په توګه، دا چې مرغان پیچلي میکانیزمونه دي، نه داچې ژوندي ارګانیزمونه دي چې په خپل لنډ ژوند کې خپلې اړتیاوې او هیلې لري؛ او داچې خلک ماشینونه دي له داسې مغزونو سره چې لکه ماشینونه په جینیتیکي توګه پروګرام شوي دي.

خو د دې غلطو نظریو په خلاف، الله تعالی فرمايي چې دا عالم ژوندی دی او د هغه ذات حمد او ثنا زمزمه کوي. په  سوره النور، ۲۴:۴۱، کې الله تعالی فرمايي: « آیا تاسو نه وینی چې هغه ذات الله تعالی دی چې د هغه حمد او ثنا په ځمکه او آسمانونو کې ټول مخلوقات تجلیلوي، د مرغانو په ګډون چې وزرونه یې خواره کړي، هر یو د هغه ذات عبادت، ثنا او روښ یې پیژني.»

ملیتي همغږي، کلتوري او مذهبي بنسټونه او د ښاروندانو ګډ لرلید د مالیزیا لپاره د یوه مستحکم ملي بنسټ په توګه عمل کوي. همدارنګه، د ساینس او تکنالوژۍ پوهه او ورباندې بنا رغنده تجارتي چاپيریال د ټولو مالیزیایانو لپاره د اقتصادي پراختیا فرصتونه برابروي. موږ ارومرو باید په خپلو فکرونو کې وساتو چې د طبیعي چاپیریالي سیستمونو سلامتیا او تولید د تلپاتې او دوام لرونکي راتلونکي لپاره اساسي رول لري او دا چې موږ یې و راتلونکو نسلونو ته سپارلی شو.

همدارنګه، د دین او ساینس په ساحه کې یو زیات شمیر ستر سوالونه شتون لرٍي، لکه د بیولوژیکي تطور، د هوښیار دیزاین، څنګه الله تعالی په دې نړۍ کې عمل کوي؟ موږ اړتیا لرو چې امتحان کړو، و ارزوو او په دې مسئلو کې حقایق کشف کړو. زه په رښتینولۍ سره باور لرم چې د الله تعالی حقانیت به موږ د خپلو ناپوهیو او تیروتنو څخه ازاد کړي. په دې هکله، زه له تاسو ټولو مننه کوم او د الله تعالی په اذن سره کنفرانس په رسمي توګه پرانیزم. و من الله توفیق و الهدایه، والسلام علیکم ورحمته الله و برکاته.

3 COMMENTS

  1. سلام
    سیانس دکلام الله تصدیق کوی .الانعام،الاعراف،الرعد،النمل،الانبیا،الومنون،النوراونورو سوروکې په صراحت سره فرمایی زه به دسورې بقرې۱۶۴ ایة تاسې سره شریکه کړم :
    ان فی خلق السموت والارض واختلاف الیل والنهار والفلک التی تجری فی البحر بما ینفع الناس وما انزل لله من السماء ماء فاحیا به الارض بعدموتها وبث فیها من کل دابه وتصریف الریح والسحاب المسخر بین السماء والارض لایت لقوم یعقلون. ص
    داسمان خلقت،په خمکه کې دشپې او ورځې اختلاف او ورپسې داهر یو ټول عوامل اړیکی،همغږی،همپذیری ،همکاری اوهمسازی سره لری خو یوازې خودخواه،مستبد اوجاه طلب ،متمرد او نه تسلیم کیدونکی ا لناس دی چې دپوهې لاره یی دترکستان به لوری ده بله ستونزه نشتهږ ستا لیکنه په ټول محوری ،فرضی او متودیک سیاس،تکنوابزارواووسایلو ولاړه لیکنه ده چې اکادمیک فرهنګ څخه استازیتوب کوی.ستالهجه اودسبلین مسلکی دی.

  2. محترم ورور رسولی صاحب
    السلام علیکم و رحمت الله۰
    سره لدی چې شریف زاد ورور ښه اشاره او تقدیر یی درلود،زه دومره عرض لرم چې دا هغه اهم علمی،
    حیاتی او له اسلام څخه نه بیلیدونکی جز دی چې لمړی اوو پیړیو کی محمدی مدرسی ورباندی کار کړی ،او امت یی هغی ځای ته ورسوه چې د نړی اخلاقی،اقتصادی،نظامی ،سیاسی،صحی او تر ټولو اهم علمی او ساینسی قیادت یی تر لاسه کړ ، او ویل به یی؛ العلم والدین توامان ،اذا افترقا احترقا۰
    هماغه قیادت سره اسلامی امت د عزت،عزت او بیا هم د عزت ژوند درلود ،د اروپا او ټولی دنیا نه
    د تداوی او تحصیل علم لپاره خلکو اسلامی مرکزونو ته مراجعه کوله ،ښی شفاخانی او علمی مراکز یواځی اسلامی امت درلودل ،د الجبر علم چې د ساینس او تکنالوجی بنسټ جوړوی ،لمړنی معلم او
    بنسټ ایښودونکی یی محمدبن موسی نامتو اسلامی ریاضی پوه وو ،همداسی ابن الهیثم ،ابن حیان، البیرونی ،الکندی ،ابن سینا او په سلګونو نور متبحر امتی علما روزل شوی وو
    خو مع الاسف د امرا او علماوو غفلت ،بی کفایتی ،فساد او بالاخره غلامی او انحصار د امت د عزت
    ژوند یی ختم کړ ،او ڼن امت شیندلی او استخباراتی لومو کی ګیر او هره ډلګۍ خپل انحصار ته ګډیږی
    چې دا د اسلام د روح او امت سره جاهلانه دښمنی ده۰
    باید ووایم هغه وروڼه چې غواړی ساینسی یا تکوینی ایتونو په تفسیر پوه شی د اسلامی امت نامتو عالم د۰نابلسی تالیفات چې په فارسی ترجمه شوی او محاضرات یی یوتیوب کی کتلای شی۰
    وروڼو،جاهلو دوستانو امت ډیر دړی وړی کړی ،اوس هغه چا چې ځان او کورنۍ نه وی جوړه کړی ،ټولنی او امت ته هیڅ خدمت نشی کولی ،او د پښتو د ضرب المثل په افاده ؛ دخرِی مینه لغته وی
    یا به مومن ملت په کنداغ وهی یا به یی مکتبونه ورتړی او داسی نور۰
    د محترم رسولی صاحب د همدی سلسلی د نورو مرغلرو په انتظار۰

  3. الله تعالی د تاسو محترمو شریف زاد صاحب او ډاکټر صاحب همت ته خیر کثیر ورکړي چې زما د واړه کار مو قدر کړی او خورا ګټور معلومات مو هم شریک کړي دي. لکه تاسو چې فرمایلي په دې اړه د نورو تر څنګ زیات کار ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب