یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ښځينه فوټبالرانو د عزت په لوټلو تورن کرام الدين کريم کابل...

د ښځينه فوټبالرانو د عزت په لوټلو تورن کرام الدين کريم کابل کې ط- الب والي سره را څرګند شو

تاند( يکشنبه ، د اسد دويمه ) د طالبانو د کابل والي شېخ ندا محمد نديم د افغانستان د فوټبال فدراسيون له پخواني رييس او د پنجشېر پخواني والي جنرال کرام الدين کريم سره لیدل شوی.

د دوی په يوه تازه خپور شوي عکس کې د کورنیو چارو وزارت يو پخوانی قراردادي هم لیدل کیږي.

معترضانو ويلي، چې پخوانی قراردادي د فساد په تور څو کاله بند هم تېر کړی.

د طالبانو منتقدین وايي، چې دغه ډله د اسلامي شريعت د تطبيق په نوم له یوه لوري خپل وحشتناک سياستونه په خلکو په زوره مني او د سوچه اسلامي نظام د جوړولو ادعاوې کوي، خو په ورته وخت کې د افغانستان مشهور مجرمین په غېږ کې نيسي.

معترضانو طالبان د مجرمینو او بدنامو خلکو په « طالب » او « غیر طالبو» د وېشلو تور هم لګوي او وايي، چې طالبان په دې توګه د کرام الدين کريم، صدیق چکري او نورو تورنو نفوذیانو په اړه ېې تر محکمې رسيدلي ناسپین شوي کسان او تورونه ېې له پامه غورځوي.

کرام الدين کريم، چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس و، څو کاله مخکې په نړيواله کچه د بحث وړ او تورن شو، چې د فوټبال فدراسيون پر ښځینه لوبغاړو یې جنسي تیرې کړی.

کريم له دغو تورونو وروسته فراري او پټ شو، خو له هماغه وخته تورن و، چې د طالبانو حقاني شبکې سره نیږدې اړیکې لري.

طالبانو او کرام الدين کريم په دې اړه څه نه دي ويلي.

کريم په دې هم تورن دی، چې طالبانو ته ېې پنجشېر په سپارلو کې هم پټه معامله کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب