ژباړن : اسدالله غضنفر
د هند د مغولو د زمانې لویو اشرافو به چې د نوم او شهرت شوقیان وو، بې حسابه مصرفونه کول او د خپل زور له ښودلو سره یې ډیره جوړه وه. البته، د سرکار د اداري او پوځی چارو په ترسره کولو کې یې لټي نه پیژنده او له ورسپارل شوې دندې یې غاړه نه غړوله. دوی د جوماتونو د ودانولو، د خیراتونو د کولو او د ختم قرآن د غونډو د برابرولو له لارې نورو ته خپله دینداري هم ورښودله.
شیخ فرید چې به دربار ته روان و، په لاره کې به یې په سوالګرو او محتاجانو باندې جا، شړۍ او بوټونه ویشل. ده به کال په کال کونډو، یتیمانو او خوارانو ته پیسې ورکولې او د بې وسه کورنیو د واده په لګښت کې یې برخه اخیسته.
شیخ فرید خپلو نوکرانو ته د کال درې ځله خلعتونه ورکول او په خپلو عسکرو یې هر کال بوټونه، شړۍ او جاروګان ویشل. هره ورځ به د ده په خوان زر کسان مړیدل.
د شیخ سلیم چشتي چې اکبر پاچا یې بزرګی منلې وه، یو لمسی اسلام خان چشتي د بنګال والي و. ده ټولې کاسیرې، سندرغاړې او نڅارګرې استخدام کړې او د کالني عاید یوه لویه برخه یې په دوی ولګوله. په دې سربیره یې وریښم او جواهرات هم وخت په وخت ورکول. ده که څه هم ساده ډوډۍ خوړه او د وربشو یا باجرو ډوډۍ او یو څه سابه یې خوراک و، مګر میلمنو ته به یې په زرو خوانچو کې ډول ډول ډوډۍ ایښې وه. اشرافو به د هغه اوبه چې د پوتاشیم نایټریټ په ذریعه یې یخولې، په خوند ، خوند څښلې.
جهانګیر قلي خان د جهانګیر پاچا د دربار یو اشرافي و. ده به له ځان سره د قرآن کریم دوه سوه حافظان ساتل چې هرچیرته به ورسره وو. خو دی په بې رحمۍ مشهور و. قلي خان به په وړو خبرو خلک په درو وهل او ان اعدامول یې. ده سل کسان دې ته ساتلي وو چې د جګړې په میدان کې تروم ووهي او د سلو نورو کار دا و چې هر هغه مارغه ووژني چې د ده د سر له پاسه د تیریدو جرات کوي.
یو بل اشرافي، سید خان، د هیجړاګانو( نرښځوکو) شوقي وو. سید خان زر ښکلي هیجړاګان ساتلي وو چې د څلورسوو یې دنده دا وه چې شپې مالې په ده باندې پیره وکړي.
خان بهادر ظفر د آسونو، تورو، الماسو او فیلانو په اړه د خبرو شوقي وو. حکیم صدرا درې سوه وینځې نجونې ساتلې وې او هرې یوې ته یې خاصه دنده سپارلې وه.
د اورنګزیب وزیر جعفرخان د حساسې طبعې او عالي ذوق خاوند و. ده له سپینو ګرانبیو ټوکرانو سره جوړه وه. یو ځل د ملوې قاضي تر ټولو ښه ټوکر ورته واخیستل او سوغات یې وروړل. جعفر خان، د ټوکر له لیدو وروسته وویل چې پکار یې نه دي ځکه نه دومره ښایسته دي او نه ښه پاسته. قاضي چالاکي وکړه، خبره یې بدله کړه، ویې ویل چې دا خو یې د اغوستلو لپاره نه بلکې د فرش کولو لًپاره راوړي دي. د قاضی له دې استادانه توضیح وروسته سوغات ومنل شو.
مغول اشراف ارزومن وو چې وروسته له مړینې هم یاد شي او په همدې وجه یې باغونه او مقبرې جوړې کړې چې ځينې اشراف له مړینې وروسته په همدغو مقبرو کې خاورو ته وسپارل شول. که به دوی په خپل ژوند کې ځانته مقبره جوړه نه کړه، له مړینې وروسته یې اولاد دغه چاره تر سره کوله.
مغولو غټانو په ودانیو او تزیین باندې بلا پیسې لګولې. دوی په مقبرو باندې د قرآن کریم د تلاوت لپاره قاریان استخدامول او چې د متوفی تلین به راغی، خیراتونه یې کول او ډوډۍ یې ویشلې. شاید همدا وجه وي چې خلکو د دوی بدې خبرې هیرې کړې او یوازې ښې خبرې یادې ساتلې دي.
د مغولو د ودانیو او مقبرو په لیدو اوس نه یوازې د تاریخ مینه والو بلکې عادی سیلانیانو ته هم د رعب یو حالت پیدا کیږي. ځينې دغه مقبرې او ودانۍ دوه، درې نسله وروسته له پامه ولویدې او د غفلت دوړې ورباندې کښیناستې. د هند په مختلفو سیمو کې دغه متروکې، شاړې ، ویجاړې ، خورې ورې ودانۍ د مغولو اشرافو د ظهور او زوال غمجمن داستان بیانوي.