پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

لومړی ټوک

د سین تر غاړې سپېره‌خولي غرونه د اوړي د تاوده لمر په وړانګو سوزېدلي وو، ژمی یې په سړې څپې پوستکی تک شین اړولی و. له تندې یې ګز ژبه وتلې وه، لاسونه یې د سین د وړانګو په زنځیرونو تړلي او رپ يې نشو وهلی.

د سین په یوه ډډه کې لږ وړاندې یو دنګ غوښن شین چېنار د زمانې بادونو ته ولاړ دی او د شنو څانګو پر ټټر د مرغیو سېل پړکوي، ډډ ته یې ستړې – ستړې ارواګانې خوب وړې دي. ښایست ته یې د سرو او تورو پیریانو سترګې اوښتې دي، په توره شړۍ کې تاو سیوری یې رګونه تخنوي چې کله خوله خندا ته جوړه کړي؛ نو ورو یې پر شونډو پرېوځي.
د زمانې یو وښکی یې له خندا شین او بل وښکی یې سپېره خوله پروت دی. سین د لونګو ځونډي پر سپین ټټر ګرځوي او د وږمو شور د عطار پر هټیو پلوري.

کله چې د وږمو خوږلني يې ګوتې په مستۍ راولي، د غره سوړ اسویلی یې خوا کې تېر شي؛ نو د چېنار پر غوښن ټټر تنکۍ ګوتې ونڅېږي او د سپینو پیو د وینا دا سیوری ترې پاتې شي، چې:
ـ یو وخت به راځي، د دغه سین له تله به رڼې څپې یوه مرغلره د منجمې د چینار سیوري ته راباسي، پر وړانګو به یې سپېره غرونه رڼېږي، د سین د پاولیو شور به دنیا په سر اخلي، د تندې لپې به په شور پسې رامنډې وهي، د مرغلرې د وړانګو شور به په سپینه غاړه کې اوبه ګرځوي، د سپېره خولو غرونو په غاړه کې به د وړانګو امیل لوېږي، مرغلره به دېوالونه رڼوي، د پاچاهۍ د کلا پر تندي به تور سور زرغون رپی له باد سره د زړه خواله کوي او د تورو تصویرونو مخونه به رڼېږي؛ خو…

۱
لاس د بري چار و، نر هغه و چې په جېب کې یې پنځه پنجتې وې، د پنجتو په شرنګ یې پنځه په ځان پسې روان کړي وو، دا شرنګ د اشرپۍ و، د ګوتو په شمار کسان وو چې په ورغوي کې به یې اشرپۍ خوله شوه، تش ورغوي به ترې را تاو و چې د اشرپۍ شرنګ واوري.

هغه به ځان ډېر بختور باله چې د اشرپۍ شرنګ یې اورېدلی و.

کلي کور به په جوارو او غنمو راکړه ورکړه کوله، دې ته به ناست وو چې فصل پوخ او لو شي؛ نو له سړو نغریو به تاوده لوګي پورته شي، د اسمان وږې سترګې به مړي کړي، د چڼچڼو او مرغیو سېل به لکه هار د اسمان په غاړه کې ولوېږي او د کروندو له اننګیو به مچکې واخلي.

د تاندې غرمې ستړیا او لوږه به د ولو او چینارونو ساړه سیوري ته د پیاز په ګنډه، سړو شړومبو، اینځرانو او شپني سوکړک دمه کېدله. که لږ به ستونی غوړ و؛ نو په تودو وچو پتیرو به یې د خپلې خانۍ ټغر تازه کاوه.

د ښادۍ سړې نغارې به وډنګېدې او په کور کلي کې به د خونیو او ومبارکیو پلونه تازه شول. د بټیاري ماما په بټ کې به د جوارو پولۍ او مټکور ترسېدل. په همدې هیلو د ژوند بېړۍ روانه وه.

د هغو خلکو بله وه چې دوه درې غوږي او من نیم پټی یې لاره، هغوی به یوه پښه په بله اړولې وه، کټ به یې کله د دېرې لر او کله بر سر ته په سیوری پسې ګرځاوه، په خوبونو به یې پر ځان سيوري وخندول.

د غړکو شړپېدو ټوله بلۍ او د الان په سر اخيستی و، هغوی بختور وو چې په کاله کې به یې زېړه اچۍ غوا لنګه وه او ژمي ته به یې غټ پسه ساتلی و چې په لاره به یې له خپل لمه مزل نشو کولای.

تورې هرکارۍ به د وازدو پټیو ته سپېره خوله نیولې وه، د هغه کور نغری به ډېر یادېده چې په توره هرکاره کې یې د دوه درې پوټیو په وازدو د شوتلې او سوکړک تنده ماتېده او د زېړو غوړیو بوی به یې لر کلی خبراوه، دا به نو د کلي ملک او خان و.
بختور به هغه کور و چې غلمینه، پیاڅه او وربشینه پکې په تبۍ اوښته، ګنې نور خو په وچو توتانو ګوزاره وه.

اشرګړي به د غنمو او جوارو لو، د پيازو او وربشو نال ته را مات وو. میندو به چې کال و سر لږ پیڅاڼی زېړ غوړي په مټې خوارۍ په خاورینو کټوریو کې ټول کړي وو، هغه به یې اشرګړو ته له وریجو ډکو خانکونو په جورغالي(ژورغالی) کې وځنځول او وځښول، په بوی به یې د تاندو پېغلو سپېره وربلونه او د ماشومانو سپېرې شونډې موسکې شوې.

اشرګړو به له ژورغالي په پټه ـ پټه غوړیو ته سوړه اېسته، په اخر کې به یې پرې غوبل ګډ کړ.
دادا به د ښي لاس په نرۍ ګوته خانک وڅاټه، په تودو ـ تودو ارګمیو به یې د ماشومانو خوله کې اوبه ډنډ کړې.

په کور کې به د موږک لکۍ نه سپېره کېده؛ خو دادا به مشهدۍ پګړۍ د دروز په بوکه خولې ول ـ ول را تاو کړه او جرګې مرکې ته به کېناست.

جرګې مرکې به د زنګ وهلې پڅې چړې ستونی هم لوند کړ، ملکان به په مچنغه سره وران وو. په کوم کور کې به چې د لونګین او پاولیو شرنګېدلی ټټر و، د مرکو وار به پرې نه و.

د نیمو شپو غلو به هم ورپسې خوله لګولې وه، شېبه په شېبه به لړونه شمارل کېده. خلک په خپلو خولو کې ډوب وو؛ خو راج د هغه چا چلېده چې ورغوي کې به یې پنځه پنجتې وې، تر نورو به یې دوه درې غوږه پټی زیات و، ټولې فیصلې د خان په دېره او له وړیو په اوبدل شوي ټغر کېدلې، د هر کلي ژرندې جومات ځان ته خپل خان او ملک لاره چې دوی به څه پرېکړه وکړه، هغه به میره وه، هېچا ترې سر نشو غړولی. خلک سپېره خوله وو، د جرګې له پړې او خان ملک به ډارېدل چې سبا ترې څه و نه غواړي؟!

ملک ارامه وو، چا رپ نشو وهلی، جنکۍ به لا په روڼي کې د یو چا په نامه کېدلې، د خپل تقدیر په زولنو به تړلې وې، ځینو به لا د خپل آبا په کور کې سر سپیناوه.

ځینې به لا نورسې پېغلې وې، زړو بوډاګانو به پرې ځان ته بدل کاوه، ځینو به د سورې په ډولۍ کې اوښکې تویولې.

جنۍ به خبره نه وه، پلار به د چا په نامه کړې وه، هغې بیا دا نشو ویلی چې دا مې خوښ دی، یا نه دی؟! وطن د پښتو و.

د خان و ملک ورغوي به چې لږ خارښ وکړ؛ نو د جېب خوله به یې خلاص کړه او ویل به یې چې دنیا راځي.

ده به په همدې خبرو او د مشهدۍ پګړۍ په ولونو بل کلی هم لاندې کړ، خبره له کوره ورو ـ ورو چم ګاونډ کلي او بانډو ته ورسېده، آسونه، کچرې، رمې پیدا شوې، د خان د خانۍ د پګړیو ولونو په چم ګاوڼد سیوری وکړ. ځان یې د خپل ولس په را ټولولو بوخت کړ.

دا وخت چې به فصل ټول شو؛ نو په درې برخو به ووېشل شو، یوه برخه د زکات، بله برخه د میا، ملک، ډم او کبسګر درېمه برخه د ځمکوال وه.

د خان د پګړۍ سیوری چې وغځېد؛ نو خبره له مچلغې او برخې نه لپکیو ته ورسېده. د خان پګړۍ د جاګیردارۍ پر سر کېښودل شوه، جاګیردار به خپله جاګیرداري د فصلونو په لپکیو پالـله.

په هر ځای کې لوی ـ لوی جاګیرداران پیدا شول، د ګڼو څڼورو، مټورو او برېتورو لښکرې ور پسې شوې، ښه جاګیردار هغه و چې د هغه تر جاګیردارۍ لاندې سیمه کې به څوک له لوږې نه کړېده او ټولې فیصلې به د جاګیردار په خوښه کېدلې.

جاګیردارنو په خپلو منځونو کې بریدونه وټاکل، یو به د بل پر برید یې پل نه ایښود. لوی او بختور جاګیردار به هغه و چې د سین تر غاړې پراخه او دنګه کلا ولري، په دېره او هوجره کې یې بې شمېره کټونه، بالښتونه، توشکې، د څارویو له وړیو اوبدل شوې ټغرې، پیالۍ، چیني چاینکې، لرګین خانکونه او چلمان وي.

د خان خاني په همدې وه چې د سین د مستې څپې شور ته کټونه واچوي او د خپل زړه رګونه پرې وترنګوي. دېره او هوجره کې یې مدام ببرڅټي او څنور پراته وي، سرپوښ، یو ټکی او دوه ټکي ولري، ډک ملابندونه، منګی او سېتار په ستنو پورې را ځوړنده وي، د کلي شوقیان د جاګیردار د سترګو له رپ سره خپلې څڼې وغورځوي او د ځمکې پرهرونه په خپلو نڅېدلو پاپلیو(پاپیو) وګنډي.

د هغو جاګیردارانو بیا بله وه چې د دنګو غرونو له شنه ټټره پرې سړه وږمه را الوته؛ نو هغه جاګیرداري بختوره او غوړېدلې بویه چې د سین د څپې شور پرې لګېږي او د سېتار و منګي ترنګ و ټنګ ته څڼې غورځوي او په سرو منګولو یې د جوسې چاټۍ را ډکېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب