سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+د روزګان جریدې لومړی مسؤل مدیر وفات سو

د روزګان جریدې لومړی مسؤل مدیر وفات سو

محمدابراهیم سپېڅلی/ المان، بن ښار

زه په ١٣٨٢ لمریزکال د هیواد د تاریخي ورځپاڼي (طلوع افغان) په مرستیالۍ ډېر خوشحاله وم.

له رسنیو سره د ځانکړي لېوالتیا له امله مي په طلوع افغان ورځپاڼه کي د همکارانو په مشوره اوونیزي ځانګړي برخي لکه د ځوانانو، مېرمنو او… مرکو لړۍ راپیل کړې.

هغه وخت په ټول لوی کي یوازي همدا طلوع افغان او کندهار مجله خپرېدله،چي خورا ډېر لوستونکي او قلمي همکاران یې هم درلودل.

د همدغو قلمي همکارانو په ډله کي یوهم غلام فاروق انورزی ؤ.
داخبار په اکثرو ګڼو کي مو د ده رالیږلي مطالب ځکه یو څه زیات خپرول، چي د روانو چارو او ټولنیزو حالاتو په اړه یې رواني لیکني کولې.

ابراهیم سپېڅلی او غلام فاروق انورزی

د ده په لیکنو کي د ولس ږغ او د ځینو موضوعګانو په اړه پر چارواکو رغنده نیوکو هم د لوستونکو ډېره توجه جلبوله.

نوموړي شاعري هم کوله، خو نثر یې پر نظم غښتلی ؤ. غلام فاروق انورزی، چي د (دره نوروال) په مستعار نامه يې هم ډېر مضامین په طلوع افغان کي خپاره سوي، په ١٣١٥ لمریزکال په کندهار ښار کي  د ارواښاد محمد انورخان ایوبي په کور کې دې نړۍ ته سترګي روڼي کړي دي.

په ١٣٣٥ لمریز کال د حاجي میرویس خان نیکه له عالي لیسې څخه په ښو نومرو فارغ،خو له بده مرغه د اوږدې ناروغۍ له امله لوړي زده کړي ورڅخه پاته سوې.

تر روغتیا وروسته یو څه وخت له پلار سره په کښت او کرونده بوخت ؤ.
په ۱۳۴۴لمریز کال یې د کندهار په قول اردو کي دعسکرۍ دوه کلني دورې ته کمربند تر ملا وتړی.

نوموړی په ۱۳۴۹لمریز کال د خپل مشر ورورغلام محی الدین ایوبي،چي هغه مهال د کندهار د اطلاعات او کلتور آمر ؤ په هڅونه او وړانديز د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي مصحح وټاکل سو.

انورزي د خپل دغه ٨ کلن رسمي ماموریت  ترڅنګ د طلوع افغان ورځپاڼي له خبري څانګي سره هم همکاري کوله.

په ١٣٥٦لمریزکال چي د ښاغلي غلام محی الدین ایوبي په هلو ځلو د روزګان ولایت لپاره په کندهار کي د (روزګان) جریدې په نامه د چاپي مطبوعاتو بنسټ کښېښودل سو، نو لومړی مسؤل مدير يې هم انورزی ؤ.

دیادي جریدې ١٤ ګڼي په پښتو او دري ژبو خپرې سوې،چي یو شمېر لوستونکي یې ځینو طباعتي غلطیو ته ګوته نیسي، خو بیاهم په هغه وخت کي د روزګان ولایت لپاره دا جریده د يو لوی پرمختګ زېری ؤ،خو له بده مرغه د ١٣٥٧لمریزکال له اوښتون سره د هیواد د نورو ګډوډیو په لړ کي د (روزګان) جریدې دروازه هم وتړله سوه،چي لا تر اوسه هغسي تړلې ده.

د روزګان جریدې د لومړي مسول مدیر لیکني پر کندهار مجله، روزګان جریدې او طلوع افغان ورځپاڼي سر بېره په هیواد، چاریکار،سنایي، وړانګه، فراه،هلمند او یو شمېر نورو مطبوعاتو کي خپرې سوي دي.

لکه تر مخه،چي مو یادونه وکړه دده په لیکنو او شعرونو کي د ټولني ناخوالي او د وخت پر واکمنانو نیوکي ددې سبب سوې، چي په ١٣٥٨لمریز  دوه کاله د زندان تورو کوټو ته ټېل وهل سو،مګر تېزقلم او ژبي یې د ولس له ملاتړه لاس وانه خیست.

له بده مرغه د هیواد په سطحه یادي مطبوعاتي څېرې څلور ورځي تر مخه د ١٤٠٣ لمریز کال د لړم میاشتي پر ٧مه نېټه د دوشنبې په ماخستن د٨٨ کالو په عمر د ورپیښي ناروغۍ له امله خپله روح حق ته وسپارله او په کندهار ښار، خپله پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپارل سو.

نوموړی د هیواد په تاریخ، نړيوالو ادبیاتو اوسیاست خبر ؤ.

راډیوګاني یې اورېدلي او چاپی مطبوعات یې نه قضاء کول.

هر وخت،چي به طلوع افغان مدیریت ته راغلی موږ ته یې د یادي ورځپاڼي د پرمختګ لپاره مسلکي مشورې راکولې او د مخکنیو افغان مطبوعاتیانو خاطرې به یې راسره شریکولې.

اخر وار مي نژدې څلور کاله تر مخه،چي زه المان ته راتلم  د ده په کور کي ولیدی.
مریض ؤ، موږ یې پوښتني ته ورغلي وو، که څه هم یواز اوسیدی، خو بیا یې هم زموږ له ټینګار سره سره چای را پخې او پر خپله دغه پلرنۍ مېنه(زوړ کور) یې وګرځولو،ددغه کور سره تړلي ځوانۍ مطبوعاتي خاطرې یې راته بیان کړې.

دده پر له پسې خبري، ادبي ټوکي، معلومات ،رښتینولي  ورین تندی، خندانه څېره او د سپین ږیرتوب پخې مشورې مي یې هیڅ وخت نه هیریږي.

له ١٣٨٢ کال راهیسي، چي ما او ده سره پېژندلي دي څو واري مي د مرکې لپاره ورته ویلي اودا اخر وار مي هم ریکارډر له ځان سره ور وړی ؤ، مګر خدای خبر،چي ولي یې له مرکې سره نه وه جوړه!؟

ماخذ، مخوره کورنۍ

2 COMMENTS

  1. دتاند ددرنې ویبپاڼې او سپیڅلي صاحب څخه یوه نړۍ مننه چې د هیواد د مطبوعاتو دپخوانیو څیرو یادونه کوي ارواښاد غلام فاروق انورزی زما وروستی ماما وو چې دابدیت په لور ولاړ په مشرانو کې زما د نیکه د کور وروستنۍ پایه وه چې ونړیده (الله دې فردوس جنت ځای کړي ) څو کلونه مح ته محترم ورور وحید احمدزي د کبرا نورزي په هکله معلومات غوښته چا ارواښاد ورته ښوولي وو اوبیا يې ورته ویلي وه چې زما ، ماما دی هغه مسیج راولیږي او ما دارواښاد نمبر ور کړ په ضمن کې مې ورته وویل ، چې موږ یې شیرین ماما بولو څوورځي وروسته يې بیا مسیج را ته وکړ د منننې وروسته یې راته لیکلي وه ،( داخو په ریښتیا شیرین ماما وو)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب