چهارشنبه, دسمبر 11, 2024
Homeخبرونهپه بلوچستان کې چاودنې ۹ تنه وژلي، ۱۷ ټپیان کړي

په بلوچستان کې چاودنې ۹ تنه وژلي، ۱۷ ټپیان کړي

تاند (جمعه، د عقرب ۱۱ مه) په ناامن بلوچستان ایالت کې د نن (جمعې) د چاودنې د تلفاتو شمېر ۹ او د ټپیانو ۱۷ ته ورسید.

په دې چاودنه کې، چې په مستونګ، بلوچ مېشته سیمه کې وشوه، د پولیسو ترڅنګ څلور ماشومې نجونې هم وژل شوي دي.

د مستونګ د پولیسو چارواکي وايي چې د برید هدف د پولیسو د سپرلۍ موټر و خو د دې لپاره چې پېښه یوه ښوونځي ته څېرمه وشوه، د ښوونځي ۴ ماشومې زده کوونکې یې هم ښکار شوې.

امنیتي سرچینې وايي چې چاودېدونکي مواد په یوه موټرسایکل کې اېښودل شوي وو.

چارواکي وايي چې پولیس د پولیو کمپاین د واکسینرانو د ساتنې لپاره دندې ته روان و چې په لاره کې یې چاودنه وشوه.

سره له دې چې دا پېښه نن سهار شوې، خو تر دې دمه یې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونه د پاکستان تر ټولو ناامنې سیمې دي. د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ او په خیبرپښتونخوا کې بیا ټي ټي پي ډېر فعاله دي.

د پاکستان د امنیت او شخړو د مطالعاتو انستیتیوت په تازه راپور کې ویلي چې په اکتوبر میاشت کې په دغه هیواد کې ۱۹۸ تنه په بریدونو کې وژل شوي چې ۹۸ یې حمله کوونکي وسله وال او ۶۲ امنیتي ځواکونه وو.

دا انستیتوت عموماً د امنیتي ځواکونو تلفات او د حملو شمېر کم ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب