تاند (شنبه، د عقرب ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بینیټ د جمعې په ورځ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د روان کړکېچ د هواري لپاره یو هراړخیز، د بشري حقونو متمرکز پلان جوړ او عملي کړي.
بینیټ وویل، د نړیوالې ټولنې له لوري د یوه متحد او پیاوړي غبرګون د نشتوالي له کبله طالبان زړه ور شوي چې افغانستان په یوه داسي هیواد بدل کړي چې په منظم ډول ښځې وځپل شي، او دې وضعیت ته اوس ډېری افغانان د “جنسیتي اپارتاید” اصطلاح کاروي.
ده په خپل وروستي راپور کې د ښځو او نجونو زیاتېدونکې ستونزې او د طالبانو د واکمنۍ اوږدمهاله اغېزې بیان کړې.
بینیټ د طالبانو د نوي “امر بالمعروف او نهی عن المنکر” قانون په اړه ځانګړې اندیښنه څرګنده کړه، چې په اګست کې رسمي شوی او هغه یې د ښځو او نجونو پر حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو د رسمي کولو یوه بېلګه وګڼله.
ده وویل: “دغه قانون په ټولنه کې په ټولو کچو اغېزه کوي او ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه محروموي.”
ځانګړي راپورتر د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په خپل وروستي راپور کې په افغانستان د خبریالانو، لږکیو، پخوانیو حکومتي چارواکو، امنیتي پرسونل او قانوني مسلکي کسانو ته د ګواښونو یادونه وکړه.
بینیټ له طالبانو وغوښتل چې خپلې ظالمانه پالیسۍ بدلې کړي او اساسي بشري حقونه بېرته ورکړي، او له نړیوالې ټولنې یې د افغانانو د ملاتړ لپاره د همغږې شوې هڅې غوښتنه وکړه.
هغه وړاندیز وکړ چې هېوادونه دې له طالبانو سره د اړیکو په عادي کولو کې ځان وساتي تر هغه چې په بشري حقونو کې څرګند پرمختګونه نه وي شوي او د عدالت او حساب ورکونې لپاره روښانه لارې نه وي ټاکل شوي.
بینیټ په نیویارک کې له ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو وغوښتل چې د ښځو، سولې، او امنیت اجنډا په کار واچوي او د افغانستان په اړه خپلواکه ارزونه ترسره کړي.
هغه له امنیت شورا او عمومي اسمبلۍ غوښتنه وکړه چې د افغانستان لپاره د سولې او حقونو ته درناوی لرونکي راتلونکي ملاتړ وکړي.
د ملګرو ملتونو په وینا، افغانستان چې د طالبانو تر واک لاندې څلورم کال ته ننوځي، په هېواد کې، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، د بشري حقونو بحران لا پسې خرابېږي.
بینیټ نه پښتنه وکړئ چه دا ورځ تاسې پر افغانستان تنبه نکړه؟ [آیا فقید شیخ السفرا د افغانستان څرنګه یې چه ماته قسم سره په ۱۹۹۰ کال کې خپل دفتر د امریکې ستراتېژي مرکز کې وویل چه ده په تېرو لسو کلونو کې یې یوولس خطونه سپينې ماڼۍ ته لیکلي دي چه د افغانستان په هکله تاسې په غلط لار روان یاست خو یو ځواب هم را نه کړ شو!]. دی ډېر خفه ؤ او نږدې ؤ چه په سپین سر ماته وژاړي!
دا چه دا زمینه د ده د لیدلو ماته برابره شوه څرنګه:زن زمری کاسی ۱۹۷۱ تر ۱۹۷۴ کال کې په افغانستان کې د پیس کورپ د انجنیري مشاور ، د شمال او د غنم په مقابل د کار آمر او د ریّس معاون ؤم، هغه زمانه کې چه د سولې او آشتي څپه د داکتر نجیب او ملل متحد روانه وه، زه ۱۹۹۰ کال کې له سویس نه خپل وطن افغانستان ته له سویس نه ولاړم او یوه روغتیایي مرکز مې جوړ کړ او کوچني معیوبو یتیمانو او یسيرانو له پاره د «سولې او روغتیا» کور جوړ کړ چه مې غوښتل دغو کوچنیان ته مصنوعي لاسونه او پښې جوړ کړم، تربیوي او تعلیمي زمینه هم ورته برابر کړم چه د یونسکو په مرکز نیو یارک کې هم زما نامه لاندې درج شوی دی! کله مې چه بسټ کېښود بیا ولاړم واشنګتن ته او د هغې زمانې د پیس کورپ ریس فقید لو مچل چه زه یې معاون ؤم، ووینم که وکولای شي چه مالي مرسته راسره ؤشي خو له هېڅ ځای نه مرسته ؤ نشوه، ده دا زمینه راته برابره کړه چه ښاغلی ربرت نیومن ووینم که را سره مالي مرسته ؤشي چه ؤنشو! تر ۱۹۹۲ پورې چه یونسکو غوښتل خپل کارونه په افغانستان کې ماته وسپاري خو د وطن او ناموس پلورونکي کودتا د سویس په مشوره«زه شاهد یم» سر ته شو او زما وطن کې اور بل شو، نژدې ؤ چه زه هم قتل ته برابر شم، مګر لا ژوندی یم. زه شاهد او دا خبری مې مستند دي د یونسکو د یو خط پر بڼسټ ماته په ۲۰۰۱ کال کې او نور خطونه!دا لیک هم ؤساتئ، زما په مسؤلیت!