پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهتورسپین | اجمل پسرلی

تورسپین | اجمل پسرلی

په څټ کې یې پاتې تار تار سپینه ویښته وګیرول. په تلویزیون کې لګیدلې سندرې ته وزنګیده راوزنګیده:

« ماته په سرو شونډو کتل مه کوه مړ به مې کړې 

زما جانانه مړ به مې کړې….»

د بوډا خوله ویړه شوه. مصنوعي غاښونه یې له خولې وختل، ژر یې په ژبه شاته کش کړل.

لمسیانو یې د کوټې په کونج کې یو بل په څنګلۍ پورې واهه، خولو ته یې لاسونه ونیول خو له خندا ځای پرځای خوټکیدل.

د تور سپين فلم د موسیقي غږ جر شو ماشومانو لاسونه پر غوږو کیښودل. نیکه ریموټ د دوی خواته پورې واهه:

-واخلئ خپل فلم وګورئ

هلکانو پر ریموټ غوټه کړه. کارتون یې ولګاوه. نیکه امسا ولګوله له کوټې ووت، له بهره  لنډ راوګرځید د کوټې د پرانیستې کړکۍ مخې ته پيتاوي ته کښیناست.

 یوه هلک وویل:

-بابا څرنګه بدله بلله

-ښه ده چې ژر خلاصه شوه

-چیرې ژر خلاصه شوه

په کارتون کې جیري د ټام پر لکۍ پښه کیښوده، ټام له بامه لاندې وغورځید. ماشومانو کټ کټ وخندل.

بوډا سر پر دیوال کیښود، سترګې یې د لمر وړانګو ته پټې شوې، سندره یې له ځان سره ماته ماته زمزمه کړه:

« ماته ته ..په سرو ستر..ګو کتل مه …کوه مړ به مې …کړې، زما جانانه …مړ به مې کړې»

پراګ 

2020-02-12

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب