شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد یوویشتمې پېړۍ منصور | پوهاند دکتور م. ا. زیار

د یوویشتمې پېړۍ منصور | پوهاند دکتور م. ا. زیار

کابل ــ ۱۷فبروري/ ۲۰۲۰

وفا سمندر په ذهني-اشراقي انځورو

رښتیا د  ژبني هنر نوې لار پرانېسته؟

لرغونی او منځني ادبي پېر په هر ډول،خو نوی پښتو شعر و ادب تر ډېره له عیني انځورونواو سېمبولو سره اړخونه بدلوي؛که څه هم په دې روستیو کې دلته او هلته د ذهني  هغو یولړ بېلګې رامنځته شوې،خود سمندر هومره پېچلي هم نه، چې د کافکا اېمپرېشنېستي هغه راوننګوي.

تېر اوړي  په سپېدار ماڼۍ کې د هېواد رسنیو په تړاو تر یوې  سترې غونډېروسته له تالاره راووتم، د ګډونوالو په ګڼه ګوڼه کې یو دنګ برېتور شیک خوان  یوه ښکلي جیبي شعري ټولګه ( د غږ چینه) راکړه او ماهم ځنې مننه وکړه او نور راڅخه په هماغه بیروبار کې لکه د مولانا ((شمس)) تری تم شو. پر ټولګه لیکلی نوم يې راته اشنا ښکاره شو. څو مخه روسته مې چې پر یوه ازاده شعري ټوټه ‎سترګې ولګېدې او ومې لوسته، زړه مې باغ باغ شو او له ځان سره مې وویل، که خدای کړي وي، د غورځنګ یو بل پیاوړی غورځاوڼ مو د سر شمله شمله شوه، (دغږ چینه۷۶):

راځئ خپل زړه سپین خوشې کړو!

راځئ د خیال وزرې واغوندو او د غږ او رڼا په کاروان کې

هغه ستر سمندر، هغه ستر لمر

او هغه(نه) نالیدلي اقلیم ته کډه شو.

سمندر د څاڅکو وطن دی.

خو چې مخامخ مې  د ناپېیلې (منثورې) ټوټې په سر سرکې پر ( مولانا او څرخنده نڅا) سترګې ولګېدې، دا پوښتنه مې سترګوته نېغه ودرېده، دا څنګه کېدای شي، یو ږیرخریلی برېتور ویناوال دې د یوه فنافی الله لاره رَوده پرمخ واخلي؟

تر دې چې، که دی خپل عرفاني نښیر (د غږ چینه) پیلامه په ساده ژبه(ټوله هستي د خدای تعالی د غږ د سپینې سېنفونۍ انعکاس او ژوندۍ ننداره ده) راپیلوي، خو  مولانا يې پر وړاندې ورته خبره دتشخیص(پرسنېفېکېشن) انطاق (انیمېشن) او بیا اشارې اوکنایې((allusion (بشنو از نی چون حکایت میکند…) پر بستر د خپلې مثنوي معنوي پیلامه را پسوللې ده.

او بیا مې لا چې نورې ازادې، سپینې، ناپېیلې او یاهم ګړسره ساده ژورنالېستیکې ټوټې ورته ترځغلندې کتنې 

تېرې کړي، راته پوره ډاګیزه شوه چې دومره نوښتګرانه ذهني انځورونو یې له ذهني ایډیالېستي نړیلیده، یانې له  تصوفي او عرفاني لیدتوګې سرچینه اخېستې ده.

په دې کې څه شک و شوپیان نشته چې تصوف او عرفان د اپلاتون ذهني، انتزاعي او اشراقي فلسفې دوه نیم زرکلنې ړندې پېښې دي، په همدومره توپیر چې اپلاتون د لوی (زیوس) تر څنګ پر نورو ګڼو خدایګوټو (ارباب انواعو) ګرو هن وو او زموږ صوفیان، عارفان یادروېشان د یوه بې شریکه خدای ګروهن پاتې شوي چې له نورو مسلمانانو سره یې همدا ګروهه شریکه ده، هغه هم د (سکونت) تر روستي مقامه او بس.

که نه، دا هم جوته ده ، چې تصوف د اسلامي دین د ټاکلې لارې (شریعت) کومه رغنده برخه نه ده او لا ورسره په ټکر کې ده: نه یې په پېنځو رغنده توکیو (قرآن، حدیث، قیاس اجتهاد اواجماع)کې راځي او نه یې په پېنځو بنا وو(کلمه طیبه، لمونځ، روژه، زکات او حج) کې. ځکه تصوف یا په بله وینا طریقت پر ذهني ایډیالېزم ټيکاو لري  او شریعت له لویه سره پر عیني هغه، په نورو ټکو، دنیا او مافیها، ژوند او بیا انساني هستي یو واقعیت بولي. 

وایي، محی الدین بن عربی  لومړی اسلامي عالم وو چې لاتین سوفېزم (sophism) له یوناني ( ویښیارتیا)یا هم

(خبرې اترې؛ جدل) او(mysticism)یې له یوناني (مبهم ،مرموز) جاج و مانا سره په پر صوفېزم او بیاعربي تصوف (د نفس تزکیه) حسن تعبیرکړ؛ او ورپسې پلیونو يې ګړ سره د یوې (منقولې) اسلامي پوهنې په توګه ومانه. خو  په کړن کې یې هماغه تاریخ ځپلې اپلاتوني ذهني ایډیالېستي فلسفه، په نورو ټکو، اشراقي سوفېزم دی چې په عیسا یي لویدیځ کې یې تر رنساس پېره دود لاره، خو په اسلامي ختیځ کې صوفیانو عارفانو  هماغه اپلاتوني لیدتوګه او اندتوګه هو بهو ځانته مخبېلګه کړې او له یادشوي (حسنِ تعبیر) او ۷- ۸ مقامونو پرته یې پکې له جولیز ادلون بدلون پرته کوم بنسټیز-مانیز ونج نه دی راوستی؛ او نه يې پرې داسې څه ورزیات کړي چې له اپلاتوني اندیز او فلسفي چوکاټه  دې رابهر اوسي. بلکې هماغسې چې اپلاتون واقعیت او حقیقت او (روح) له انسان او پنځ او طبیعته بهر او ماورأ انګېرل، دوی همهمدغه زړه اپلاتونی ذهني، انتزاعي یا اشراقي ګروهه او یا هم نړیلیدترننه هو بهو پر مخ اخېستې او هغه ادعأ يې چې ګوندې له طریقت سره یې شریعت غاړه غړۍ کړي، په کړن کېناسمه ختلې ده. په بله وینا، طریقت له شرعي او فلسفي پلوه د یوه مشرک بنده (اپلاتون)، او هممهاله د ناسمې زبادشوې ذهني فلسفې په توګه پر ذهنيت او اوهامو ډډه لګوي.نو په دې ډول شریعت او طریقت یو دبل ضد  زبادېږي او د منطقیانو خبره، د ضدینو اجماع ناشونې (محاله) ده!

 هو، د اپلاتون ماورأ الطبیعي فلسفه لومړی د خپل شاګرد ارستو له خوا په عیني (مشایي*) فلسفه  ننګول شوې او بیاله هېګل، نېچې، مارکس و انګلز… رانیولې تر ټولو ایډیالېستو اوماتریالېستو فیلسوفانو،پوهانو، لیکوالوپورې ورته پایټکی اېښی دی… ( همداراز: دفلسفې استاد شهید س. ب. مجروح:  اژدهای خودی، دفتر اول و دوم-پوهنتون کابل ۱۳۹۵ ).

داهم څه پټه پنا نه ده چې عارفان روستي اتم مقام ((سکونت))ته له رسېداسره،نه یوازې خپل دودیز صوفیانه ریاضت ، بلکې له لویه سره د اسلامي شریعت رغنده توکيوته هم یومخیزه شاکوي او خدایي عبادت ته نوره اړتیا نه نګېري (احساسوي)، چې لاهریو ځان د منصور د(انالحق)  ادعا جوګه انګېري!

د داسې یوې لیدتوګې یاګروهې پلیونیان (صوفیان او عارفان) چې ستر څښتن ته  پر سیده ورتګ او ورسره پیوستون اندتوګه دازبادوي، پر شرعي لار رَوده او په دې لړ کې پرمرګ، نکیرو منکر، برزخ، لو ورځ (قیامت)، حساب وکتاب او جنت و دوزخ…ګروهه او ایمان نه لري او په ترڅ کې د جبر و اختیار او قضاوقدرربړه یا مسأله له نشته برابروي؛

د خواشینۍ خبره خو داده چې زموږ  اوسني جنګ وجهل او ترهګرۍ ځپلي پښتني- افغاني ډېری ټولنې‎  اوبیا پکې را زېږېدلي او رالوی شوي نوي ځوان پښت تصوف ته هماغسې مخه کړې ده،لکه په په دیارلسمه کې د  چنګېز او بیا ګوډ تیمور د ناتارونو له لاسه ورته د منځني ختیځ، منځنۍ اسیااو شاوخوا ډېرو مسلمانانوپنا وړې وه.

یوه تازه بېلګه یې په کابل کې د (ګروه شهود)او د (مولانا دوستدارانو) په نامه د پېغلو او زلمیانو  نوې رامنځته شوې ډله ده چې له سماع سندرو او څرخي نڅاوو سره یې هماغه شپږسوه کلن صوفیانه بنډارونه رادودکړي دي (پوهنیار سیدی مژګان مصطفوی، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو،ګرځندوی… معینه. انیس، ۹۸ لیندۍ… ګڼه).

 په پښتنو کې یې څه ناڅه ورته بېلګه دکرن خان صوفیانه قوالي ده چې د رحمان باباد دوه درو غزلوله غورچاڼه یې  را رغولې ده او ورسره مله نڅا یې هم اتڼ ته ورته ده.

په هره توګه د اپلاتون پیلیوني عارفان فیلسوفان یا حکیمان و نومول شول، لکه فېلسوف فارابي، حکیم سنایي، حکیم عمر خیام… او یا یې هم امام، مولانا او شیخد نومونو مختاړي شول، لکه امام غزالي، امام فخر رازي، شیخ نجم الدین رازي،مولانا جلا ل الدین  بلخي، عطار نیشاپوري… او په دې لړ کې د دغو ټولو (مسلکي) عارفانو او حکیما نو تر څنګ ډېری پارسی کلاسیک شاعران، لکه: حافظ چې د دېوان ړومبۍ عربي مسره(الاایها الساقي ادر کاسه و ناولها) یې له یزیده راتضمین کړې، او یا جاميچې یوسف- زلیخا یې په یوه دعائیه بیت را پیل کړې: (الهیغنچهءامید بکشای- ګلی از روضه ء جاوید بنمای)-  له(ګل) یې موخه اړونده احسن ا لقصص ده او له (روضهء جاو یده) يې مو خه قرآن… ترګردو نومور ابوالمعاني میرزا عبدالقادربېدل له هغو تصوفي او عرفاني شاعرانو ځنې شمېرل کېږي چې  اسلامي عرفان او بیا فلسفه یې د هندي ادیانو او فلسفي او عرفا ني ښوونځیو او هممهاله،له یونا ني او بیا افلا طوني او نوي افلاطوني فلسفې سرهاخښلې او غځولې ده… (سخی محمد صارم: انیس- ۱۹ مرغومی ۹۸ ګڼه)، خو بیاهم دغه ټول شاعران زازو د عطار، سنایي او مولانا…په توپیر، په ورهڼیزو (حرفوي) صوفیانو او عارفانو کې نه ګڼل کېږي.

 په پښتو کلاسیک پېرکې له لومړنیو روښاني شاعرانو ، انصاري او ارزاني، یا کریمداد او یو نیم  پرته چې بشپړ دیوا نونه یې تصوف او عرفان ته ځانګړي کړي، له بابا هوتک، شيخ متي رانیولې تر خوشال بابا ، هجري،قادرخټک، سعید خټک، معزالدین خټک… او بیا له رحمان بابا، تر حمید مومند، معاذ اله مومند او څمکنی محمدي صاحبز اده… پورې په ټوله مانا  په تصوفي او عرفاني ویناوالو کې نه راځي. خو ترکوم ځایه چې راڅرګندېږي،د بشپړو عرفاني دیوانونو خاوندانو ( انصاري او ارزاني یا کریمداد) په ګډون پښتنوشاعرانو په خپلو ویناوو کې زیاتره وحدة الوجود لیدتوګه ځلولې ده:

شيخ متی(623-688هق) هم په يوه عرفاني سرودکې راپسوللې ده:

وګړيو! ولې متی ژاړي؟ سورې يې اورئ غاړې غاړې

څه غواړي، څه وايي، څه باړي؟ خپل تون او کورو کلی غواړي

چوڼی چې بيل سي، نيمه خواسي،

تل يې د بڼ پر لور ژړاسي…

 

ارزاني بياهم((ټول دی دی)) داسې راپېيي:

د يوه وحدت له اصله- د کثرت شول ډېر فروع

اوانصاري يې هم په لازړه راکښونکې شاعرانه- صوفيانه ژبه:

په وحدت له هره جوده بېګانه يم

په کثرت(که) د ميرزا په خوله ويېږم

سترخوشال چې د نورو تر څنګ یې یوسمت غزل (که مسجد ګورې که دیر- واړه یو دی نشته غیر… ) ورځانګړی کړي او بیا یې دا یو شا فرد چې استاد حمزه پرې یو کتابګوټی (رساله) کښلې ده:

په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم  

چې له ډېرې پيداییه ناپدید شو

رحمان بابا:

مخ دیار مې هسې نقش دی په زړه کې

نه پوهېږم چې رحمان یم که جانان یم

همداسې استاد حمزه، غني او… (دیدار، د غږاو رڼالاروی۲۶- ۲۷)

هرګوره، له عربو تر موږ عجمو رومانتیک شاعران هم د صوفیانو او عارفانوغوندې اندوسول(فکروعقل) د خپلې مجا زي مینې د بري دلارې خنډ انګېري او  له دغه لامَله يې د هماغو په پېښو له پامه غورځولي او په دغه لړ کې تر اند وسولې،واند (خیال) او بیا ذهني ننداریزونې (تمثیلونې) ته ډېر ارزښت ورکوي؛ له دې ناخبرچې دانځور او سېمبول  پهرغاونه اند و واند یو له بله نه جلاکېدونکي دي، په نورو ټکو، واند له اند پرته راهستېدای او پرکارلوېدای نه شي- ځکه د پېژند(شناخت) تیورۍ په پرمختیایي بهیرکې اند تر وانده یو پړاو لوړ دی، دا اند دی چې واند په ځان پسې پسې راکاږي. خوصوفیان  او عارفان ، لکه استاد مجروح چې ورته نغوته کړې،په هماغه اپلاتوني ذهني (subject tive) ایډیالېزم کې پښه پرځای اومېخ کړي پاتې دي.

 که مولانا (حقیقي) مینه هغه ځواک بولي چې  کاینات سره پتلیسوي یا پیوندوي،نو زموږ رحمان بابا یې په خپل ساده شعر کې هم همداسې راپېژني: 

دا جهان دی خدای له عشقه پیداکړی

د جمله وو مخلوقاتو پلار دی دا

دا هم پوره جوته ده چې مولانا د حقیقي عشق ترڅنګ د شمس((مجازي)) مینې په ټومب او لمسه لاخوندوره غزلیزه شاعري له لوړژب-ښکلاییز ارمان سره هم راپرېښې ده او ان په مثنوي معنوي کې یې له عرفاني منځپانګې او پیغام سره سرهژب- ښکلاییز اوټولنیز داهم ښه ترا راځلولي؛ او زما پر اند، همدا غبرګو شاعرانه ځانګړتیاوو د پارسی کلا سیک ادب پهګوتشمېرونخبګانوکې راوستی او ان یونسکو یې له پېړیو راهیسې د یوه ټولمنلي او  هممهاله صوفي شاعر په توګه۲۰۰۸ کال په نامه نومولی وو. 

پښتو تصوفي شعر له لومړیو دېواني شاعرانو، انصاري او ارزاني، راروسته د مولانا تر هغه هم  زیات ټولنیز ارمان، هغه هم د خپلې پښتني ټولنې له رواني خورمنځ سره اړخ لګولی. هرګوره، د روښاني تصوف سرلاري بایزید روښان پخپله په لسمه اسلامي پېړۍکې تصوفله ازادیپال غورځنګ سره همغاړی کړی دی. په دې لړ کې رحمان بابا په خپل شعر کې زیاتره د تصوف  له دودو اوو- اتو… مقامونو څخه یوازې شریعت، عشق او معرفت راځلولي،خو داچې کله کله یې ځان ملنګ بللی،کنایتاًیې ځان له هغو رسېدلو دروېشانو سره پرتله کړی چې داسې یې راپېژني:

په یو رپ کې چې تر عرشه پورې رسي مالیدلی دی رفتار د دروېشانو…

 او دغه بل شعر یې خبره له کنایې راباسي او را ډاګیزوي یې:

که مې څوک په امیرۍ شمېري، امیر یم 

که مې څوک په فقیرۍ شمېري، فقیر یم

همداسې یې  له سپېڅلي نبوي حدیث (الفقرُ فخرِی) سره سم، نه یوازې خپله بېوزلي نه ده  ژړلې، بلکې د خپلې ملنګۍ فقیرۍ او دروېشۍ یو رغنده توک يې بللی او که له خدای یا بنده يې څه غوښتي، د مینې مینه وړو صدقې ته يې غوښتي دي:

که څوک راکاندې قسم پر کردګار 

نه حبه لرم په کور کې نه دینار

د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم…

په دې توګه سندرغاړي کرن خان په ټوله مانا  غوښتلي،د ډېري پښتون ولس له خورمنځ سره سم د  نوموړې قوالۍ په وړاندېینه رحمان بابا د مولانا بلخي هومره یو ټولمنلی متصوف شاعر رازباد کاندې؛ او ورسره ورسره د مزار په وربوی او بیا په بېګرونډ کې یې له خیالي شډلو ملنګۍ کالیوسره.

د مولانا د (سماع رقص) او څرخي نڅا پر وړاندې یې هم  د هندي مسلمانانو پر پلیونۍ خپل اتڼ وزمه دا ورسره مله کړی ده. هرګوره، په وسمهالي ادبي پېر کې استاد حمزه شینواري، د صوفيانه شعرونو په لړ کې له سندریز پلوه صو فیانه قوالي همدومره پاللې چې پښتانه ددغه شعري او سندریزځېل(قوا لۍ)له پلوه  کمیني و نه نګېري (کمتري احساسنه کاندې)!

 هرګوره، بیاهم کړې خبره راغبرګوم،د ځوان پښتسرلاري ، خوږ ژبی  شاعرولیکوالو ژباړن او رسنوال (وفا سمندر) چې له نومهالي اروپايي مود و فېشن سره پرې د چا هېڅ باور نه راځي،د سېکولرېزم پرځای دېتر مولانا هم زیاته نږه اپلاتوني- اشراقياو ان منصوري لیاره پسې واخلي!

څو ورځې وړاندې  چې ګران او هڅاند سمندر د افغانستان په علومواکادمۍ په خپل راتګ وپاسللم اویو پریوسره وغږېدو،دامنښته یې راته وکړهچې دخپلې ادبی او شعري وړتیا دلوړونېاو د یوې نوې ادبي، او بیاپه پښتو کې د نوښتګرانه لارې کښنې په موخه تش په تیوریکي  یا تاکتیکي، نه پراکتیکي توګه،بې له دې چې په کړن کې پرې وګروهېږي،د منډې له مخې تصوف ته مخه کړې او ځان یې پکې دومره ملا کړی چې څوک ګروهپلټونکی (محتسب) یې داتورتومت دپزې پېزوان نه کاندې: ((چې بې علمه شیخي کاندې، همدا کفر یې بس دی)!

او رښتیا یې هم دومره بری اوبریا ترلاسه کړي چې زموږ ژبنی هنر لږترلږه د دري پارسي هغه د سیالۍجوګه کاندې او په هماغو لومړیو کې د ازادو او سرکاري قرهنګي بنسټونو له خوا یې په ویاړ نمنځغونډې جوړې شي او په جایزو او ستاینلیکونو و نازول شي!

خو، که د سکې دابل مخ تر ککوین (ذره بین)  لاندې ونیسو،دا بخوله مو سترګو ته نېغه درېږي چې د ځوان پښت د تصوف پاسیفې او تاریخ ځپلې پدیدې ته راوڅکوي او یو بله نیمه پېړۍ مو یو بل مخبنایي او بېخبنایي پر شاتګ ته ورسیخ کاندې. په کار خو داوه، د دغې پاسیفې پدیدې پر یوه داسې اکتیف بلونج (بدیل)  یې سوچ کړی وای چې نه سیخ وسوځي، نه کباب (… که هم سیخ برجا بود هم کباب)، په بله وینا، (نوښتګرانه) او (روښانګرانه)هاندوهڅې سره غاړه غړۍکاندې او دغه کارکړن د نوې فلسفې، لږترلږه د عیني ایډیالېستي هغې او له فروایدېستي ګوټپېره شونتیا موندلای شي. زه ګومان نه کوم، د تصوف او عرفان هومره يې لوسته او زدکړه ګرانه او ستونزمنه وي!

د نورو  ښاغلو او اغلو کره کتونکو په لړ کې ورته  غفور لېوال د ځوان پښت د یوه بریالي حماسي شاعر په توګه همد اسې یوه بلنه ورکړې چې که له ذهني- اسماني نړۍ څخه دغې عیني خاوریني نړۍ ته لږ راستون شي، د خپلو مینه والو کړۍ به لا ښه ترا وغځوي.

فروایدېزم د رواني او روانشننې (سایکوانالیز) د شلمې پېړۍ د یو نټه نه منونکې پوهنې په توګه پر ازمېښت او کتنه (تجربه او مشاهده) ټیکاو لري. ړومبی ځل یې انسان په ټوله مانا له خپلې دنننۍ نړۍ خبرکړ، اود ټولو  بدمرغیو او نېکمرغیو لامُلونه یې ور ته په مخ کې کېښوول: له ناځانخبرې نړۍچې له تیخورۍ یې ترځوانۍ نارژېدلي، نوږیز (جنسي) او ټولنیز ارمانونه پرلپسې ورتمبول شوي او پرګرومونو (غوټو) اوښتي دي؛ د درملنې لارې چارې یې هم د درملو پرځای یو شمېر اښتنې پوښتنې دي چې د روان درمانګر (سایکاترېسټ) له خوا ورسره کېږي.  همداسې یې د اسماني اپلاتوني- (مینې)پرځاي، نوږیزه (جنسي) مینه د انساني توکم او خاورینې نړۍ د پیوستون او پایښت مجا زي وسیله زباده کړې ده.په نورو ټکو، هماغه غریزه چې میلینونونه کاله پخوا د انسان او ژوي تر منخ شر یکه وه، او له هغه راهیسې چې انسان د ذهني بشپړتیا په برکت د اند و سول او بیا ژپې او فرهنګ د راخپلونې جوګه شو،نو هما غه جنسي غریزه یې((مينه)) ونوموله؛  که یو ګڼ شمېر وګړي  دبېلاریو او ان وحشت او جنایت خواته بیایي، خو پر وړاندې یې  ښایسته ډېر ښمر و ښېګڼې، انساندوستۍ او په تېره دهنري شاهکارونو پنځونو جوګه کوي! 

زموږ د ژبې او ژبني هنر نیم پېړییز غورځنګ همیوني اوپلیوني پوره باور لري چې سمندر له دومره لوړې هنری لیکوا لي وړتیا اوبوختیا سره، هغه هم له دومره څرګندني لاسبري  اوبی له دخوږې او پستې امرخېلۍ او بیا (کره- نږه ادبي) پښتو سره کولای شول،خپل ژبنی هنر او بیاشعر د نورو ادبي ځېلونو (ژانرونو) ترڅنګ د نوي(ازاد، سپین او ناپېیلي یا منثورفورم په مټ له کلیشه والي راوژغوري اولا تردې زیات نوښتګرانه اوهممهاله روښانګرانه ستونځونه (قلې) ترپښو لاندې کړي؛ او ورسره ورسره خپل ځوان افغان- پښتون پښت له اوسني ډبرپېر (دورحجر) اکربکره راو ژغوري. په بله وینا، د خپلو پنځونو په مټ له او سني ګروهیز- فاشیستي اندو وانده پر شرعه برابرې، سمې سهي نومهالې پوهې او فرهنګ ته په راڅکونه او هڅونه کې یوه اغېزمنه ونډه واخلي. 

مااو همیونيو د ذهني انځورونو د رغاونې لپاره دا ځمکنۍ سرجینې او چمونه ازمایلي: خپله ناځانخبرې زېرمه (ناخود آګاه ذخیره)، ټولنیز چاپېریال، د ورځني ژوند و ژواک له ښو بدو پېښو او ورسره ورسره زاړه او نوي شعري اېماژونه، لکه: مخاوی(کونترستcontrast )،  د تشبیهو او استعاروسېمبولونګ (symbolizing)،اسطوره یي سېمبولونو (mythological symbols) کارونګ، نګېراخښلون (حس آمیزی paradox)، تشخیص (personi fication)، انطاق ( animation)… 

له دې لاندې ذهني- انځوریزو بېلګوسره:

سکروټینې بوللې

*دخونړيو توروشپو په زړه کې

ماسرې بوللې دمهال بوللې..

سرې سکروټينې ترانې دپېړۍ،

 د وينې وينې چاپېريال بوللې!

باد و باران

باران کښي په پستوګوتو

څه پستې پستې سندرې

څه خوږې خوږې بدلې…

خو،

دباد دې

غبرګ لاسونه

چورلټ مات شي

چې يې څومره

زړه راکښونکې

مينه وړې ترانې

راولوټلې!

 

د کتو لاسليک

 

په نن اوپه سباکې

ډېرکلونه ولاړه راغله،

او زما برخليک

لاهسې دی

په تمه

ستا د سترګو په دوتر کې،                                                                                 

ستا د يوکتو لاسليک ته!                                                                                     

د پلیونی ځوان سېکولر پښتني پښت  بیا داسې بېلګې مخې ته راځي چې د چا خبره سمندر په کوزه کې ځایوي، لکه د محب سپین غر دا:

*ستا د غېږې په جومات کې مې

یو ګوټ او رکعت وکړ.

خو سجده مې د یادونو

لکه کال هومره اوږده شوه. (دا ستوري بل کړه ۷۴)

 *ته مې د زړه جیوپولېتیک ته

پلمې مه لټوه: 

دېمو کراسي ده

د بشر حقوق دمینې پلورالېزم ته

کړکۍ پرانېزي. (هماغه ۷۸)

* غږ دې راولېږه

تیاره دهلاره مخ پټوي.

سپوږمۍ د څانګو له حجابه

راکتلای نه شي.(هماغه۸۸)

* ارزان قیمته پروژه شوې

واک دې باد چلوي. 

د یادو خاورې

پر داعش باندې مې

نه یې پېرزو! (هماغه ۹۶)

* غواړم 

چې یو عشاریه دوه ځلې دې 

ووینمه…

زړه مې درزېږي

د ګامو بودیجې

کسر کړی. (هماغه۱۱۰)

دا  هم د ځینو لنډ اندو او پوهلنډو، بې نیاوه او بې سروبوله تورې ټپې، لکه: 

تحریک د ځان پرځاي نورو ته ګوته نیسي:  که (څوک) دسمندر په لیکنو نه پوهېږي دا یې خپله ناپوهي یا رخه ده، د پېچلتیا په تړاو د نورو ډېرو پخو شاعرانو او کره کتونکو  د نیوکو په دفاع کې وايي (هماغه ۱۹): …د ده هنري اثار یو شمېر تقلیدګر او کلیشه یي لیکوال  په غوسه کړي، پټ او ښکاره د ده لیکنو ته ګوته نیسي؛ اوبیا دمخوینې دادو پاړه: خو زه باورلرم چې تر (۲۰۵۰ ع) کال پورې به د نثري او داستاني  لیکوالۍ د ډګر ډېر لیکوال اوډېر رخه ګر، ښاغلي، منلي او نومتي (نوموتي) او لیکوالان (لیکوال) به د ده د اثارو په (پر) وړاندې په (پر) ګونډو شي!

له اکبرکرګره  تر اسد اسمایي پورې چې دواړه په ساپوهنه او فلسفه کې داستاد مجروح  شاګردان پاتې شوي، د سمندر د لارې لېلې په ارزونه کې دېته نه دي ځیرشوي دغه لیکوال د ذهني-اشراقي فلسفې یانې  دتصوف اوعرفان له جاجونو او سېمبولونو کاراخلي چې هغه استاد یې تاریخ ځپلې پولي.

نو، که مولانا یې تش په خوب کې لیدلی او بیا یېپه ویښه مثنوي او د شمس د مجازي مینې رومانتیکي غزلې ورلوستې او یا یې هم د سماع څرخي نڅایې په سترګو لیدلې. تر دې چې  پر وړاندې یې،له روښاني ویناوالو انصاري، ارزاني … رانیولې تر رحمان بابا په خپل پښتني تصوف سترګه نه ده ډکه شوې او یا يې پرې ګړسره ځان ناګاره اچولی دی!

د میلیونونو کلونو په پرمختیایي بهیرکې د انسانانو دولس-دولسنیمسوه ګرامه مغزو له ذهني- عصبي ودې پرمختيا سره د نورو وړتياوو په لړ کې بېلابېل حواس، اندو واند هم راخپل کړي ول، خود ‌‌‌ژبې له  پنځونې سره دغه ذهني ځواک دومره غوړېدلی وو چې د ځان و جهان د پيدايښت په تړاو لومړي کږنو انګېرنو ته مخه وکړي او بيايې ورو ورو هرې پوښتنې ته يو دک و دليل يا په نورو ټکو، د علت و معلول ټولۍ (مقوله) رامنځته کړې او له دې سره يې د ځان وجهان پېژندنې په اړه يوه ټوليزه پوهه (فلسفه) راخپله کړې،خوکه سمندر دا تدریجي تکامل (evolution) چې د بل هر ساینس او پوهنې غوندې له طبیعت او ژونده و ژواکه د رایستلي قانون په توګه پر مشاهده او تجربه ټیکاو لري.او دی یې ترخپلې لیکوالۍ او شاعرۍ پورې هر څه اسماني،یو واریز  یا اشراقي انګېري، ان تر دې چې پخپله ذهن له ټولوکارندوییو سره یو سیوری بولي او پرته له خدایه د بل چا نوم اخېستل او یادولشرک بولي؛ په داسې ترڅ کې چې پخپله خدای پاک په سپېڅلي قرآن کې نه یوازې د انسان نوم پر وار واریادکړی، بلکې پر ځمکه باندې یې خپل خلیفه بللی، نه د صوفیانو  په ګروهه د خپل زات رغنده توک!

بیاهم په دې لړ کې دا لاندې  څو علمي-منطقي (ولې)مخامخ د وفا صاحپ مخې ته ږدم او  ځنې پوښتم چې که ته په دې یوویشتمه پېړۍ کې همدغه لوی زات خپل ځمکنۍ خلیفه دومره ذهني پرمختیایي پړاو ته رسولی چې الکتر و نیکي تېکنالوژۍ رامنځته کړي، د ګمپیوټر ساینس له ارتو و بیرتو شاهکاریو په لړ کې تر مېس ربوت( الکترونیکي کور مزدورې ) پورې ورسوي؛د  بیولوژیکي انجنیرۍ په چوکاټ کې پروتو پلازم ورغوي او له DNAڅخه ژوي څار وي راوپنځوي. او چې لا د همدې روانې پېړۍ په اوږدو کې انسانی ماغزه نورې څه معجزې راپنځوي، وار له مخه یې فرضیې، تیورۍ او وړاندوینې،خبرتیایي (انفارماتیکي) وزلې وسیلې (انټرنېټي رسنۍ)، او ساینس فېکشنو نه پرلپسې ټولې وا قعي  انسانی نړۍ ته رسوي؛ اکر داچې ته د مسلکی صوفیانو غوندې تراوسه پر تاریخ ځپلې دوه نیمزرکلنه ذهني (sub jective)اپلاتوني فلسفه شخوند وهې او بیا یې تر هرڅه له مخه په ټول ښاڅ و غر ور سپین سترګۍ داسلامي عیني (objective) فلسفې ځایناستې کوې، ایا ګرده اسلامي او بیا خپله پښتني- افغاني ټولنه په ځان پورې نه خندوې؟

او په دې لړ کې دا اپلتې(واهیات) څنګه په خدای راکړي ذهني سول  اوسني خرد، نه ستا په (خرد قبلي) توجیه کولای شې:

د میلیونونو کلونو په پوړیو کې دا پر مختللی ژوند و ژواک له معجزه وزمه ذهني کارندوییو او بریاوو سره پر نشت شمېرل!

د زرګونو  کلونو تمدن د ژبې له ایجاده تر ننني معراجه له صفر سره ضربول!

تر  وینده ژبې چې  تمدن يې په مټ رامنحته شوی او له چوپتیا (سکوت)، په نورو ټکو، له ګونګېداسره دغه هرڅه سم له سمونې پر سیند و سمندر لاهو کول!

دا دومره  ارته بیرته نړۍ له ټولو مادي او معنوي پرمختګونواو نعمتونو او خوندونو سره چې پر ځمکه د خدای خلیفه ( انسان) په کاروزیار رامنځته کړي او لا کوي یې،له نشته برابرول!

له ناخوالو سره د جنګ جګړې پرځای سمڅوته تېښته کول… لکه، ستر خوشال چې وایي:

کښېنې په خلوت کې شیخه، سود یې راته وایه!

ولې پر خپل ځان دا هسې ارت جهان تنګ کړې؟

او داهم د یوه نوښتګر ټاپ پارسي شاعر او اندیالسید رفعت حسینی دامنطقي شننه

  او ارزونه:

 

عرفان وتصوف درافغانستان وایران وهند وپاکستان

اسلامگرایی /غیرعربی/ می باشد.

درتمام اینکشورها

رکودِ اجتماعی مشهود است .

گونه یی دیگر از باصطلاح، جهان بینی نیست 

و دریچه وشیوهء دیگرگونِ اندیشیدن دربارهء هستی وکائنات و انسان نمیباشد.

د ملګرو ملتو  تازه ګوزارش وایي  چې ستا په نومَونه (مجازي) نیمه  نړۍ، اوپه دې لړکې ستا نیم هېوادوال،د شپږو میلیونو ماشومانو  په ګډون، همدا سږنی ژمی له مرګاني ولږې سره مخامخ دي او دغه سازمان مټې تر نیمایي ژمي پورې مرسته کولای شي او  ته بیاهم په خیالی اسمانو کې ددوه نیم زرکلنې اپلاتوني ببولالې راغبرګوې: دا هستي د زماناو مکان په قلمرو کې د خالص عشق  انعکاس دی او… (د غږ چینه ۱۶۶)!

او یا به وایې،له دې هستۍ سره تړلې  هر راز ښې او بدې او په دې لړ کې ولږه تنده، ترهګري او مرګ و ژوبلې زموږ د خپل ذهن زېږنده ده. خو زه  ګومان نه کوم، ته د ورته لیدتوګې ګروهن د هندوانو لسمه هومره ولږه تنده وزغملای شې چې له۵۰-۶۰ کلنۍ سره یې د روژې په نامه تر مرګه پورې  نیسي او پرخپل اټکل ترتش په نامه اسلامي عارفانو مخکې فنا فی الهي پوړۍ ته رسېږي، که نه، لږ تر لږه جنت ته خو په یوه منډه ځان رسوي!

او بیا د دې پرځاي چې پر  خپلو نوښتګرانه ادبي پنځونو وویاړې، په لوی لاس يې سپکه وړۍ کوې، لکه د(خدای شته) په نامهپه کښلي سپین شعر سره (هماغه ټولګه ۱۸۰) او داسې نور.

بس دی چې بنسټپالۍ تر بلې هرې اسلامي ټولنې زموږد د غې افغاني ټولنېژوند تر روستۍ سلګۍ رسولې. له محی الدین بن عربی تر تاداوه ګیره خودوحدت الوجود او وحدت الشهود  ټول صوفیان او عارفان د ګردو مسلما نانو۰ اعشاریه ۰۰۰۰۰۰۰۰۰ سلنې ته هم نه رسي. زه وایم، نن سبا د ډېرو بدو سیمییزو او نړیوالوربړو او ناخوالو له لامله پېنځه بناوې، په تېره ، یو میاشتنۍ روژه، هغه هم  په اسیا او افریقا کې له نازغموړې تودوخې او په قطبي سیمو کې تر شپږو میاشتو د ورځو له اوږدوالي سره نوره ستره ربړه ګرځېدلې او هغه اجتهاد ته يې اړینتا پیداکړې چې ستر پیغمبر (ص)يې وړاندوینه کړې وه او هغه داوه: که کوم عبادت زما د امت د کړ او کړاو لامل کېږي، په کار ده، د څو متقیانو له خوایې د منسوخولو اجتهاد وشي او که په اجتهادهم تر بشپړې هوکړې و نه رسېده، اجماع به یې تر بشپړوې هوکړې رسوي!

دابه سم له لاسه  ومنو چې سمندر د داسې اشراقي انځورونو  او سېمبولونو په کارونګ سره په ژبني هنر ، په تېره، پښتو دې کې یوه نوې او نوښتګرانه لار پر مخ اخېستې، خو هماغو ارزوونکو یې له بېخرته ابهام او پېچلتیا هم سر ټکولی- ځکه د ابهام پرځای  ولې دایهام ځایناستی کوي؟

غفور لېوال: … د نویو سېمبولونو ایجاد (تعقید) رامنځته کوي. هغه څه چې د وفا سمندر کار ستنزمنوي. د تعقید د نرمولو لپاره باید د سېمبولونو بستر او زمینه هواره او د پوهاوي وړ شي.

اسحاق ننګیال هم دا کار په (سیوري) کې هم دا کارکړی دی.

کله کله د سېمبولونو او ذهني انځورونو بیروبار او ګڼه کوڼه هم ستونزمنه وي. د همدې لپاره عیني زمینه رامنځته کول اړین دی . دا کار د ګابرېل  ګارسیا مارکیز په (سل کاله یوازېتوب) کې لیدلای شو. د وفا سمندر د (بنیادمان) کتاب یوه صحنه هم وګورئ…

کرګر یې په عینی انځورونو د ذهني هغو دفاع کوي، لکه د(( روس)) په تړاو  ګوزارش وزمه لیکنه یې. دیدار

  ورته له ټولې  شننې او ستاینې سره سره مېتافيزیکي اندو واند او بیادې نیمګړتیا ته ګوته نیسي: 

 سمندر خپل ټکي په ابهام محکوم کړي دي، ملګري وایي چې موږ د سمندر په سکون و حرکت نه پوهېږو، دی له موږه ډېر هاخوا روان دی او له ځانه سره غږېږي. او بیا دا  ښکلې ټيکه پکې هم اچوي:

خلک چې څه وايي رښتیا وايي

زما پر سپینه لمن اور ولګېدنه

 (ډاکتر درمل ۵۷)  هغه کانه کوي چې که پير نه الوځي،  مریدان یې الوځوي. سمندر د انساني خرد پرځای پر ((خرد قبلي)) ګروهن دی او دی يې لیکي: وفا سمندر ځینې بېلې خبرې لري چې  د منطق، ارواپوهنې فلسفې، تاریخ او ان د ساینس له څانو راشوکېدلي…؛ او  همدغه یې د (د زړه تنګو لوستونکو) پلپوټونه (شکایتونه) راپاروي او  ان افقي او عمودي هنري پردازونه یې په کمالاتوکې شمېري او داسې نورې سپینونې او ستاینې یې درواخله!

1 COMMENT

  1. ډاکترصاحب تانداو آباد اوسې – قلم دې زرغون ـ الواک دې زرین – ژونددې لاهم اوږد شه!
    دسولې دزیری په درشل کې- څڼوروته به یې له همدې منځ پانګې نه را غبرګه کړو:
    کښینې په خلوت کې شیخه،سودیې راته وایه!
    ولې پرخپل ځان داهسې ارت جهان تنګ کړې؟
    یاربه !افغان نوی کول دساینس په ګاڼه پسول کړې- په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب