Homeادبلنډه کیسهترهه/ اجمل پسرلی

ترهه/ اجمل پسرلی

تر چاودنې وروسته ورو ورو د امبولانسونو هارنونه کم شول. پولیسو د چاودنې ځای ته خلک نه پریښودل. له لرې مې سوځیدلو موټرو او لوګ سړک ته کتل.

 یو سپین ږیري مې څنګ ته ولاړ و، موبایل یې راته ونیو. که مې ژر پرې غوټه کړي نه وای موبایل پرمځکه لویده. ده په پوړیدلي غږ راته وویل:

-د خوشال شمیرې ته زنګ ووهه

زنګ مې تیر کړ. غوږۍ مې د ده غوږ ته ونیوله:

« ستاسو ډایل کړې شمیره له ساحې بهر ده…..»

سړي منډه کړه. پسې ګړندی شوم:

« ټیلفون دې، موبایل دې، کاکا ټیلفون..»

له سړکه پورې واته. پولیسو ماته لاس ونیو چې هاخوا ولاړ نه شم. شاوخوا مې وکتل. د چاودنې له ځایه لا تورې لوخړې ختې.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....