سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeکالمونهقراروروستۍ دری پېښې، د یوه انځور دری ټوټې/ مجید قرار

وروستۍ دری پېښې، د یوه انځور دری ټوټې/ مجید قرار

پر فیس بوک دری ورځې پرلپسې درې موضوع ګانې بدلې شوې. غواړم یو څو کرښې بحث پر دې وکړم چې دا دریواړه څنګه یو له بله تړلي دي او څنګه د یوه انځور دری علیحده برخې جوړوي.

لومړۍ موضوع د کرکټ د لوبو او له پاکستان سره د افغانستان د کرکټ بورډ معاشقه وه. دا په حقیقت کې له ټولې معضلې سره د چارواکو د بې تفاوته، ساړه، بې عاطفې او خشک سیاسي چلند داستان دی چې دا یې یواځې یو مثال دی. دا چې زموږ د چارواکو کورونه په اسلام آباد کې وي، دا چې هغوی په پاکستاني شرکتونو کې سهمونه لري، دا چې د کرکټ ټیم مو ټول په پاکستان کې پنډ دی، دا چې موږ د پاکستان په اړه د دښمنۍ ادبیات نه کاروو، دا ټول له دښمن سره زموږ د نظام د مسامحه کارانه چلند، د کرښو د نه وضاحت، د دښمن او دوست په توپیر کې د حکومت لخوا په لوی لاس ابهام او تتوالی رامنځته کول او د چارواکو دوه مذهبي ښیي چې دې رنګ تګلارې هم پاکستان ته په نړیواله کچه د اعتبار جوړولو موقع ورکړی، هم یې په افغانستان کې دننه له خلکو څخه د دوست او دښمن تعریف غلط کړی او هم د پاکستان حکومت د افغانستان د ادارې د نرم چلند له امله د دې ځای داخلي چینلونو څخه د خپلو ترهګریزو او سیاسي اهدافو لپاره کار اخیستی دی. د دې لومړۍ حادثې لنډیز دا دی چې موږ د دښمن په تعریف کې پاتې راغلي یو.

دوهمه موضوع د حضرت علي د زوی لخوا د ملي اردو د سرتېرو د توهین سپېتانه وه چې دا رنګ پېښې په حکومتي دستګاه کې دننه د شفافیت او قانونواکۍ له نشتون څخه سرچینه اخلي. خدای خبر د حضرت علي د زوی په څېر څومره لنډه غر هره ورځ په بې پلېټه موټرو، د تورو ښیښو په موټرو او زرهې موټرو کې څومره ترهګر او څومره باروت او نشه یي توکي یوه او بل ځای ته انتقالوي او څومره امنیتي کارکوونکي په دې رنګ پټکو او ګواښونو له حقیقت ویلو څخه منع کوي او غلي ساتي. د لنډه غرو او ترهګر رابط د هېواد امنیت ته جدي ګواښ دی چې باید له هره اړخه مفصل بحث پر ېوشي. د دې دوهمې ستونزې لنډیز دا دی چې موږ له دننه څخه تهدید یو.

درېیمه موضوع د کابل نننی ترهګریز برید دی چې د تېرو دوو خطاګانو پایله ده. د دې دریو پېښو منطقي تسلسل باید موږ تاسې ته ډېر څه را زده کړي. د دې پېښو پرلپسې والی دا ښیي چې زموږ ټولې مسألې یو له بل سره تړلي دي. موږ چې کله شننه او یادونه کوو، باید د یوې حادثې پر ځای پر پروسې وغږېږو، او مکمل انځور ترسیم کړو چې له منطقي تسلسل څخه منطقي پایله هم واخیستلای شئ. همدې ته ستراتیژیک لید وایي چې زموږ نظام ورڅخه بې برخې دی. د درېیمې حادثې د تحلیل لنډیز دا دی چې موږ باید د مسألې د حل لپاره په هممهالې توګه د جګړې پر ټولو ابعادو بحثونه وکړو. هم د دښمن په تعریف، هم د فساد پر مخنیوي، هم د دښمن پر ضد په قاطعیت او د جګړې په ګټلو تمرکز.

1 COMMENT

  1. فی الحقیقت زموږ اساسی او اهم عامل د تباهیو،تنفر او انحطاط، فساد ،بیعدالتی او مفسدو عناصرو ته د ملت امانات ورسپارل دی ځکه فاسد حاکم د فساد د تولید فابریکه ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو ملغلرو مفهوم داسی ارشاد فرمایی چی که په ټولنه یایو ملت کی دوی طبقی خلک فاسد شی د ټولو خلکو د افساد زمینه مساعده کیږی او هغه دوی طبقی امرا ء او علما بلل شوی او هم فساد العالم ،فساد العالم بلل شوی ځکه ویښ علما د ورثة الانبیاء موقف ګټی شی نه نسواری خماریان یا حمال د کتابونو چی قرآنکریم ورته ( کمثل الحمار یحمل اسفارا) ژبه او مثال پکار وړی دی.
    د ټولنی ویښتوب د امرا او علما د ویښتوب سره مستقیم او نه شلیدونکی ارتباط لری یا ایها المؤمنون!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب