شنبه, اپریل 27, 2024
Home+افغان سوله او راتلونکې لویه لوبه (سوله په سیمه ییز تناظر کې)

افغان سوله او راتلونکې لویه لوبه (سوله په سیمه ییز تناظر کې)

د مجید قرار لیکنه

له دوه زره اوولسم راهیسې انګرېزان د امریکا او پاکستان ترمنځ د مینځګړیتوب په هڅو اخته دي او پرلپسې امریکایانو ته دا مشوره ورکوي چې که غواړي په سیمه کې دې خپلو سترو حریفانو، روس، ایران او چین مخه ونیسئ ازمویل شوي دې و ازمويئ او هماغه پاکستان دې بیا ونازوئ چې سړه جګړه یې د اسلام په وسیله لوېدیځ ته ګټلې وه.

څلور کاله وړاندې پر دغې پاکستان پلوې لابي اسرائیل هم ور ګ‌‌‌‌‌‌ډ شول چې په وروستیو کلونو کې یې په منځني ختیځ کې د سني افراطي اسلام په وسیله خپلې عمده موخې چې د سوریې ویجاړول، د مصر کمزوري کول او په داعش د خلیجیانو وېرول او معاملې ته د خلیجي هېوادونو درول و هم ترلاسه کړي و.

که څه هم په سیاسي صحنه د دې منطق په را برسېره کېدلو کې د لویو قدرتونو ترمنځ د نوې سیالۍ زور اخیستلو رول درلود خو لویدیځو ځواکونو، په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتونو له لویه سره لا د پاکستان لخوا د افراطي ډلو د مهارولو او کارولو استعداد ته درناوی درلود او د همدې درناوي پر اساس یې د پاکستان د لاس جوړې ډلې هیڅ وخت د ترهګرۍ په تعریف کې نه راوستې او نه یې د هغو پر خلاف اساسي او ریښه یي اقدام وکړ.

وړم کال چې ولسمشر ټرمپ د ټالبانو په اړه لویه غوره وکړه چې ګواکې نور به د طالب په نامه د اسلام نوراني لښکر زموږ ملګري وي او نور خلک به پرې ‌‌‌‌‌‌ډبوو، د ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ سرچینه یې د برېتانیې او اسرائیلو په فرمایش د پاکستاني مقاماتو پټې او تېر ایستونکي وعدې او ژمنې وې. پاکستان چې د جعلي داعش په جوړولو په زرګونه قبایلي ځوانان په یوه نوې کامیابه تجربه را مات کړل نو غربي نړۍ ته یې یوځل بیا د خپلې ټېکه دارۍ یوه کامیابه ‌‌‌‌‌‌ډیمو وړاندې کړای شوه چې پر پاکستان یې د دې کار بروسه نوره هم زیاته کړه.

په دوه زره اوولس کې پاکستاني جنرالانو لندن ته پرلپسې سفرونه وکړل. له ټوکیو څخه د خپرېدونکي نیکای آسیا Nikkei Asia نومې رسنۍ د یوې لیکنې پر اساس لږ تر لږه په یوه سفر کې د پاکستاني پوځ مشر ویاند میجر جنرال آصف غفوري چې د لندن په یوه سفر کې د نظامي ‌‌‌‌‌‌ډپلوماسۍ په سفر په لندن کې و، امریکا ته ښکاره پیغام ورکړ چې ګواکې د چین کېمپ ته د افغانستان پر سر د پاکستان ور ټېلوهل د امریکا ستره اشتباه ده. هغه وویل:” موږ برېتانیا ته، او د برېتانیا له لارې امریکایانو ته وول چې موږ تر خپل شرقي ملګريو زیات تاسې ته در نیږدې یو. موږ ټینګار وکړ چې موږ ځینې مشترکات لرو، حتی د برېتانیا په څېر نظامي ټولي او همدوی ته ورته یونیفارم لرو. دا ځکه چې موږ ورته استعماري مخینه لرو، او ماضي مو مشترکه ده. موږ طبیعتا غرب ته مایل یو. لطفا دا مه هېروئ چې موږ د سړې جګړې پر مهال یوځای و . موږد چین لور ته مه ور ټېلوهئ.

پاکستان تل شکایت کړی چې امریکا دوی ته د افغانستان له زاویې ګوري او دغه حالت باید پای و مومي.

البته پاکستان دا ځل د همدې لابي لپاره یو بل چینل هم پرانیست چې هغه له اسرائیلو سره د عمران خان د پخوانۍ خسرګنۍ په منځګړیتوب د پاکستان نوي ګوتې ماتول او د ایوانکا ټرمپ د مېړه او ولسمشر ټرمپ د یهودي زوم Jared Kushner مینځګړیتوب و چې د عمران خان د امریکا د سفر زمینه یې برابره کړه.

ډونالډ ټرمپ د امریکې لپاره په خپلو ګڼو وعدو کې یوه خبره قدرت ته د رسېدو سره د افغانستان د موضوع د حل کولو لرله خو کله چې سپینې ماڼۍ ته ننوت د پینټاګان جنرالانو، سیکیوریټي کونسل، کانګرس، ریپبلیکنانو او همکارانو، په خاص ډول مایک فلین، جیم ماټیس، مک ماسټر، جان کیلي، او جان مککین تر ډېره د افغانستان موضوع له نظامي پلوه ورته تشرېح کړه او په دې قضیه کې یې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د منافقت ورته وویل. ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه نظر بدل او د پاکستان په وړاندې یې د دښمنۍ اراده وکړه. د ۲۰۱۷ په آګسټ کې یې د جنوبي اشیا سټراټیژي اعلان کړه او پر پاکستان یې د مالي مرستو د بندولو ترڅنګ هراړخیز فشارونه زیات کړل. ددغه حالت په دوام یې د ۲۰۱۸م کال د جنوري پر لومړۍ نېټه په یو ټویټ کې پاکستان درواغجن، دوه مخی او د پیسو اخیستونکی دښمن وباله.

پاکستان له دغه حالت څخه د وتلو لپاره له وړاندې څخه لا شدیدا لاس پر کار و. له یوې خوا یې له چین او روس سره اړیکې لا پیاوړې کړې تر څو د امریکې توجهُ خپله کړي چې ګټه یې ملموسه نه شوه. له بلې خوا یې اسرائیلو، سعودي عربستان او برېتانیا ته خواستونه، پټ او ښکاره سفرونه او التماسونه پیل کړل. په ۲۰۱۸ کال کې پاکستان ته د اسرائیلو د یوې لویې ملکي الوتکې د راتګ خبر بې څه نه و. د الوتکې د سفر خبر که څه هم رسوا شو خو پاتې خبرې د پردې تر شا پاتې شوې چي د یوې برخې په توګه یې دا دی امریکا ته د وزیراعظم عمران خان سفر ممکن کړ.
په داسې حال کې چي د جولای پر ۹مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عمران خان د سفر خبر ردوي او بې خبري ښيي وروسته ویل کېږي چي هغه په شخصي سفر د نابللي مېلمه په حیث سفر کوي او ددې سفر په جریان کې به د صدر ټرمپ سره ملاقات هم ولري. دا ملاقات د اسرایلو د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او او اسرایلي استخباراتي ادارې د مشر Yossi Cohen په مرسته د ټرمپ د سلاکار او زوم ( Ivanka Trump د خاوند) یهود او اسرایل پلوه Jared Kushner په وسلیه تنظیمېږي. تر ملاقات مخکي د اسرایلو سره د عمران خان او د هغه د څو استازو لخوا د اسرایلو سره د Middle East په برخه، په خاص ډول فلسطین په موضوع کې د پاکستان د استخباراتي، نظامي او ډیپلوماټيکي مرستي ژمنې کېږي او همدا ژمني د جولای پر ۲۲مه د ټرمپ سره په ناسته کې بیا مطرح کېږي او ټرمپ چې د اسرایلو دفاع یې د امریکا د ګټو سره تړلې په دوو دلایلو ملاقات ته حاضرېږي چي یو یې د ایران او اسرائیلو په شخړه او ځینو نورو مسألې کې له اسرایلو سره د پاکستان نږدېوالی دی او دوهم یې د چین له بلاک څخه د پاکستان را بېلېدل دي. له اسرائیلو سره د پاکستان د اړیکو غځېدلو په برخه کې ښایي تر ډېره هماغه مسایل د پام وړ وي چې د اماراتو حکومت په زغرده او د سعودي حکومت په پټه عملي کړل او پاکستان هم ښایي د سیمې لپاره د اسرائیلو او امریکا د هماغه پلان د یوې برخې په توګه په لاندې برخو کې د اسرائیلو د حکومت مرسته وکړي:

۱- د اسرایلو په وړاندي فلسطیني مجاهدینو په سرکوبولو کې د اسرایلو سره استخباراتي او نظامي همکاري،
۲- په UN یا ملګرو ملتونو کې د اسرایلو د شمولیت اړوند د پاکستان مثبت ووټ کارول،
۳- اسرایلي او یهودي کمپنیو ته په پاکستان کې د فعالیت جوازونه ورکول،
۴- په پاکستان کې د یهودو او عیسایانو په حواله خشن فکر محوه کول،
۵- د ایران پر خلاف د ممکنه حملو په صورت کې مرسته،

که څه هم د پاکستان د ژمنو په مقابل کې هغه وخت امریکا د دوو زړو هملاسو یعنې برېتانیا او اسرائیلو غوښتنې پر ځمکه ونه غورځولې او په یو طرفه ‌‌‌‌‌‌ډول یې پاکستان ته د افغانستان د ور پرېښودلو پرېکړه وکړه او همالته دا پرېکړه هم قطعي شوه چې امریکا به له افغانستانه را وځي، په ‌‌‌‌‌‌ډېر احتمال به خپلې ه‌‌‌‌‌‌ډې بېرته د ساړه جنګ د وخت پاکستاني بېسونو ته ستنوي او په افغانستان کې به د یوې بلې لویې لوبې په انتظار پاکستان ته د سني مذهبه افراطیانو د روزلو بله ستره پروژه ورکوي، خو داسې برېښي چې د امریکا نوې ادارې دغه بې درېغه سخاوت یو څه ټکنی کړی دی. د پام وړ ده چې د امریکا په سیاست کې جمهوري غوښتونکي اکثره له پاکستان سره مهربانه پاتې شوي او اوسني واکمن ډیموکراټان پر پاکستان د فشار او پام ساتلو پلویان دي خو دا په دې معنا نه ده چې د امریکا لویې سټراټیجۍ دې سل تر سله د ګوندي اجنډاوو تر اغېز لاندې وي. څه چې حالاتو تر اوسه واضحه کړې ده، دا ده چې نوې اداره هماغه پروسه په یو څه ډېر احتیاط سره پر مخ بیایي او ښایي هماغه پروسه به د پاکستان او چین د اړیکو، ایران او امریکا د اړیکو او په دواړو مواردو کې د پاکستان له خوا د بشپړ اطمینان تر ترلاسه کېدلو مشروطه وي.

مانا دا چې په افغانستان کې روان حالات تر ‌‌‌‌‌‌ډېره په دریو عمده مسألو موقوف دي چې لومړۍ یې د ایران او امریکا د اړیکو څرنګوالی، دوهم یې د پاکستان او چین د اړیکو د برخلیک معلومېدل او درېیم یې د پاکستان لخوا په سیمه کې، په ځانګړې توګه د ایران په مقابل کې د اسرائیلي اهدافو مرسته ده. د ګونګو حالاتو په رڼا کې د سیمې د ټولو قوتونو هڅه ده چې د خپلو اصلي موخو د تعقیبولو لپاره فضا ګردجنه کړي او د ابهام، یا په ساده الفاظو پر مقابل لوري د سر ګرځولو سیاست او سټراتیجۍ ته مخه کړي.

که څه هم ایران د امریکا د پاروونکیو حملو په مقابل کې بېساری په شاتګ او محافظه کاري اختیار کړې ده خو داسې ښکارېږي چې امریکا او اسرائیل به یې په هر صورت جګړې ته پښه را کاږي چې په هغه صورت کې د پاکستان په اعتبار کې ساتل د امریکا مجبوریت دی.

د یادونې وړ ده چې په دې پروسه کې ترکیه او قطر د امریکا له لورې د تسهیلګر او د پاکستان د نقش د حامي رول ترسره کوي.

پاکستان له یوه پلوه د اقتصادي فشار له امله د چین له څو شپېته ملیارده پانګونې مخ نشي اړولای، له بل پلوه یې د یوه متحد په څېر هم چین او هم متحده ایالتونو ته اعتبار تر سوال لاندې راځي او هم د یکه تازۍ هوا په سر کې پالي نو اوسنۍ هڅه یې دا ده چې امریکا یې محدودیتونه او مجبوریتونه درک او د یوه ظاهراً بې طرفه هېواد په توګه وزغمي خو امریکا بیا پاکستان ته د افغانستان ور سپارل له چینایي بلاک څخه د پاکستان په ښکاره بېلښت پورې مشروط کړي دي چې دا خبره ظاهرا د پاکستان لپاره په ګڼو دلایلو ناشونې برېښي.

پاکستان البته چې د امریکا لخوا د افغانستان په مسأله کې له ترلاسه شویو مراعاتونو څخه سرشاره استفاده پیل کړې ده، درګرده د جهادیانو رمې او ګلې روزي او د یوې بلې نامعلومې جګړې لپاره د قربانۍ مسلمان او ګ‌‌‌‌‌‌ډورې تولیدوي او د شد للمي، نشد آبي فارموله تطبیقوي.

دا چې د افغانستان مسأله دلته په لویه سیمه ییزه سیالۍ پورې ګنډه شوې ده، داسې برېښي چې نه به امریکایان له افغانستان څخه په اسانه پښې سپکې کړي، نه به پاکستان له چین څخه ځان را لرې کړای شي، نه به جګړه ژر پای ومومي او نه به له ایران سره د امریکا او اسرائیلو له نویو ناندریو څخه افغانستان او سیمه سالمه پاتې شي.

7 COMMENTS

  1. مننه ښه ليکنه ده
    خو تر ډېره د پاکستان اړيکې له چين سره د هغوی اقتصادي مجبوريتونه او د امريکا په خوښه دي ,ځکه امريکا غواړي چين یو بې ثباته هېواد کې بوخت کړي او له بلې خوا د پاکستان د مصارفو بار له خپلو اوږو سپک کړي
    پاکستان امريکا بريتانيا او اسراييل په سيمه کې ډېرې غټې پروژې په پام کې لري چې ژر به له يو او بل نه خوابدي نشي

  2. قرار صاحب ستاسو لیکنې د تل په شان په زړه پورې دي.
    زمونږ ګنګس مشران او د قومونو ټېکه داران باید دا لیکنه هرومرو ولولی او ځان په دې پوه کړي چې نه به پاکستان له خپله طبیعې شرارته لاس واخلي او « نه به امریکایان له افغانستان څخه په اسانه پښې سپکې کړي، نه به پاکستان له چین څخه ځان را لرې کړای شي، نه به جګړه ژر پای ومومي او نه به له ایران سره د امریکا او اسرائیلو له نویو ناندریو څخه افغانستان او سیمه سالمه پاتې شي. »

  3. سلام
    دامریکاء ،چین ،روس او شیطان مکارانګرېز سیاسی ،اقتصادی اواړیکو وسایل او ابزار یو دبل سره ډیر توپیر لری . روس لا وږی دی او دلینن په یابو سپور دی.چیني حکومت لا هغه موقف کې نه دی چې له امریکې سره سیالی وکړی شی اسراییل او امریکاء دننه ستراتیژیک ملګری دی. راغلو پاکستان او ایران ته دواړه هېوادونه له افغانستان سره اوږده بوله لری دجهاد سابقه لری اود ژبې او فرهنګ یو والی دلته بیاهم اصلی معادله په نورو طرحو باید ورګده نشی چې هره طرحه خان ته سوزه او فورم لری.دابحث لوږې او ژورې لری دا به پرېږدو اوس.
    قرارصاحب زما هدف له تبصرې دانه دی چې ستا لیکنه نفی کړم او کومه سیالی او احساساتی خبره هم نه ده خو دلته ظرفبیتونه او لید لوری ډېر توبپرکوی دx او y قیمتونه له کورنی سیاست څخه پیل کیږی چې کار له کوره ګډوډ،خړپړ،کاواکه او کمزوری دی له بده مرغه موږ تل له غوړ لقب یامقام نوم نه سوء استفاده کړې ولو که مطلق بیسواد او جاهل هم یو ته دې ناندریو ته دطرحو په نوم پاملرنه وکړه دترکیې کنفراس لا درک نه لری چې کلینر امرالله ،ورپسې دانش دوهم مرستیال ،دبن کرغېړنې معاهدې قانونی،اود سپیدار بغاوتګر ورته کاسې نیسی دغه مو حال دی لاړ شه بی بی سی ته او دناندریو حالت وڅېړه. دلته داسلام ګناه څه ده ؟ موږ پوهیږو چې چپیان دچوکی لپاره بدل شوی خو له مسلمانانو سره حساسیت لری.

  4. دومره به و وايم چې تا ښه ليکنه کړي،
    خو چې زموږ دولت مردان درک ولري او دا پيچلي لوبه د افغانستان په ګټه وڅرخوي.

  5. غیرتی افغان ملت دا ۴۳ کاله کیږی چی د رنګارنګو اجنبی جاسوسانو او قاتلانو له خوا د تباهی سره مخامخ دی او ظالمو اجنبیانو ته ئي د افغانستان خاوری دروازی خلاصی کړی دی ، عجیبه داده چی یو ډول اجنبیوغلامانو د قرأن شریف ضد شعارونه ورکول او د مذهب د ضد لپاره ئي په ملیونو افغانان ووژل او بل ډول اجنبیانو غلامان د قرأن شریف څخه د خنجر کار اخلی او دوی هم د اجنبیو تر رهبری ئي افغان ملت وژنی باندی ناستومانه لګیا وو او دی او دریمه ډله کښی د اجنبیو په کومک کمونیستان ، تش په نامه مذهبیان او تربیه شوی دیموکراتان په ۲۰۰۱ کال کښی سره متحد کړۍ شول او دی ملی خائينینو ته ئي بین المللی شهرت ورکړ او د همه شمول شعارلاندی د ملت په اوږو سپاره کړل او ډالرو باندی ئي وپړسول د ډالرو په زور ئی دا قاتله ، فاسده او هم ئي دا اجنبی غلامه حلقه د افغانستان سیاسیونو لقب باندی مفتخر کړل او شیطان دوه مخه امریکا او انګلیس کوشش کوی چی په پنجابی پاکستان کښی د سی آي اس په تامه مرسته او د خلیلزاد تر رهبری خاص تربیه شوی ( د کوچنیوالی څخه ) تش په نامه مسلمان طالب شعار لاندی په ډیره زیرنګی سره دا ډلګی هم یو ځای کړی چی بالاخیره پنجابی پاکستان تام کنترول پر افغانستان حاصل کړۍ شی او ددی مکروبو په وسیله افغان ملت غلامی ته تام تسلیم کړی ( پنجابی پاکستان امریکا او انګلیس ته د اعتبار لوړ مقام لری ) ددی لپاره باید ملت لا بی سواده ، بیکاره ، وږۍ وساتل شی او همدارنګه په ژبانی ، قومی ، سمتی او مذهبی بی اتفاقیو بیماریو باندی سیستماتیک اخته کړۍ شی او ددی خیائنت لپاره اخوندی ایران رژیم هم ناستومانه هلی ځلی کوی ! دا اوسنی د صلحی بابولانی د افغان ملت غولولو لپاره روانی دی ، د افغانستان ملت لپاره اجنبیان حق نلری چی حکومتونه ورته جوړ کړی بلکه دا د افغان ملت حق دی چی خپل سرنوشت د ځانو لپاره په خپله وټاکی او امریکا ، انګلیس او ناتوسره د روسیی افغان ملت ته د وحشی جګړو توانونه باید ورکړی اودوی باید پوه شی چی ددوی فریبی تخنیک په افغانستان کښی ناکامه دی!!!!

  6. QARAR SAHIB TAH SALAM WAYEM;
    BRITISH IS OUR HISTORIC ENEMY.PAKISTAN IS STEP SON OF ENGLICE.
    AMERICA AND ENGLICE ARE TWO FACE OF ONE COIN.
    IRAN FOR US LIKE PAKISTAN SAME THING.
    SOLUTION;
    ALL AFGHANS MUST BECOME UNITED FORGET INTERNAL ISSUE.
    AND UNITED STANDUP AGAINST PAKISTAN.
    WE HAVE SOLDOUT INTELLEGENT FOR PAKISTAN&IRAN
    STAY WITH AFGHAN FORCE.
    INSHA AL LAH WE AFGHAN WILL GET VICTORY.
    ZENDAA DAAD AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب